نژدې يوه نيمه لسيزه وشوه چې ځينو پښتنو زلمیانو د ښوونځيو پر ځای د جګړې ليکې خوښې کړې دي، د دې پر ځای چې قلم راواخلي او مخکنيو اتلانو پر لاره ګام کېږدي، خو دوی د جګړې سپرغۍ تازه ساتلې ده.
په هغو سيمو کې چې وسله والو مخالفينو خپل جنګ دوباره شروع کړی دی، نو له هغه مهاله تر اوسه بیا د پښتون کاله ته د خوشالۍ ناوې واده نه شوه.
په هغو سيمو کې چې وسله والو طالبانو خپل جنګ د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو پر خلاف پيل کړی، پښتون ولس ښه ورځ ليدلې نه ده.
پښتون ولس پر کاله چې کله د جګړې بلا مېلمنه شوې ده، نو په يو او بل نامه يې رانه د قوم مشران اخيستي دي، ډېری پښتانه مشران ، ځوانان او د زدکړو مينه وال د جګړې د تورې بلا د خولې شومه شول.
تر ډېره لومړی په جنوب کې د طالبانو شتون پښتون ولس له ډېرو پرمختګونو بې برخې کړل، ماشومان له زدکړو محروم شول، انکشافي او پراختيايي کارونه په ټپه ودرېدل، ډېری داسې کورنۍ هم شتون لري، چې د ماښامنۍ ډوډۍ توان نه لري، خو په غولي يې طالبانو پلتۍ وهلې او تياره ډوډۍ ترې غواړي.
په هغو سیمو کې چې ښوونځي خلاص دي، ښوونکي د طالبانو په خوښه مقررېږي، ډېری داسې سيمې هم شته، چې تر اوسه دولت هم ورته لازمه توجه نه ده کړې.
د غزني ناوې ولسوالي يو د غزني له اتلسو ولسواليوڅخه ده، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د مخالفينو په لاس کې ده، د ولسوالي ډېری ښوونيز بستونه په مرکز غزني کې خدمتي دي.
همدغه ډول په دې وروستيو کې د ننګرهار، اچين او نازیانو ولسواليو کې چې د اعش اورپکو سر راپورته کړ، لومړی ګوزار يې په ښوونځيو و.
موږ تل د مذهب په نوم غولول شوي يو،تل د اسلام په نامه له اسلام څخه لرې پاتې شوي يو، اسلام په زدکړه ټينګار کوي، اسلام د مينې او ورورولي دين دی.
خو ډېری پښتانه جنګيالي اوس هم په دې وياړي، چې ټوپک او چانټه يې په اوږو کې ده، همدغه د جګړې بدمرغۍ ده، چې نه مو په کاله کې مېرمنو په شونډو موسکا ښکاره شوه او نه مو د خپله ساه په ارامتيا سره واخيسته، هره ورځ زموږ د کلي ملا امام د قبر په سر خلکو ته د جګړې توصيه کوي او د اسلام ګټل د تورې کار بولي.
لا هم د منبر او ښوونځي تر منځ فاصله ایجاد ده، لا تر اوسه هم په سیمه کې د زده کوونکي او طالب العلم تر منځ پراخ توپير موجود دی.
تر هغې چې مو د غه د جګړې بلا په اتفاق سره له خپلو سیمو شړلې نه وي، نو همداسې به د همدې جنګ قرباني يو.
د خلاصون يواځينۍ لاره په خپلو کورنيو کې خپلو ځوانانو ته د علم او پوهې توصیه کول دي، هغوی باید وهڅول شي، چې له جګړې مخ واړوي، ځکه جګړه د وژنې نوم دی، جګړه د بدمرغۍ زېږوونکې ده، جګړه مو د ژوند د ارزښتونو له منځه وړونکې ده.
جګړه مو ژوند ګواښي، جګړه مو کورنۍ د وير په لمڅي کېنوي، جګړه مو ناهيلي زیاتوي.
که د منبر ملا امامان خلکو ته حقيقت ووايي، د کورنۍ مشران خپل زلمي بچيان د جګړو له تودو ليکو راوګرځوي، پر شونډو به مو موسکا خپره شي، د طبيعت له ښکلاګانو به خوند واخلو، واړه ماشومان به مو ښوونځيو ته ولاړشي، د جګړې په تياره چاپېريال کې به د مينې شمعه روښانه شي، تيارې به خپله مخه ولاړې شي، ابۍ به د اوښکو تويولو پر ځای د خوښۍ سندرې بولي.
د هغې ورځې په هيله، چې ټول افغانان د جګړې له بدمرغيو خلاصون ومومي او په يووالي سره د خپلو راتلونکو موخو لپاره له سوله ايزو لارو چارو کار واخلي.