تاند- ساینسپوهانو داسې الیکترونیکي پزه جوړه کړې چې د سپي تر پزې یې هم د بیونې یا شامه حس قوي دی.
د سپي د بویولو یا شامه حس ډېر قوي او حساس دی. خو دا نوې الیکترونیکي پزه نه یوازې د سپي تر پزې قوي او تېزه ده بلکې تر نورو موجودو مصنوعي پزو ارزانه ده.
دا پزه د سویس د زوریخ ښار په (اي ټي ایچ) انستیتیوتکې د دې لپاره جوړه شوې چې که د زلزلې په نتیجه کې انسانان تر کنډوالو لاندې پاتې شي یا په نورو طبیعي پېښو کې ګیر شي، په وسیله به یې د قربانیانو د ژغورلو هڅه کېږي.
د سویس د زوریخ ښار د (اي ټي ایچ) انستیتیوتساینسيوهان وايي چې د دې الیکترونیکي پزې په منځ کې یې له ګڼو سینسرونو څخه کار اخیستی دی چې له دې لارې د بېلابېلو موادو او ترکیبونو پېژندل ممکن شي.
دا ترکیبونه او مختلف مواد د انسان د بدن په کیمیايي موادو پورې تړلي دي او له دې لارې تر کنډوالو لاندېد بندو پاتې انسانانو ځای معلومېدای شي.
دې سویسي انستیتیوت تر دې پخوا هم داسې سینسرونه جوړ کړي و چې ایسي تون، امونیاک او د انسان په وجود کې ځینې نور موجود مواد یې تشخیصولی شوای.
دا مواد د سا ایستلو له لارې یا د بدن له پوستکې څخه بهر راوځي.
دا چې د سپي د بویونې قدرت څومره دی، په دې ویدیو کې یې ووینئ چې تر اوبو لاندې هم بویولی شي: