مېرمن او خاوند له واده وروسته ډېر وخت اولاد نه لري، د يوازيتوبه د ژغورنې لپاره يو سپى پيدا کوي او د يوه ماشوم په څېر يې لويوي. اوه کاله وروسته يې په کور کې يو زوى پيدا کېږي او ورسره يو ځاى د مور او پلار پاملرنه سپي ته کمېږي. سپي حسد پیدا کوي خو داسي کوم بد کار نه کوي ، چې دوي ته دي ضرر ورسوي.

یوه ورځ چې نوی پیدا شوی ماشوم ویده وي، ښځه او خاوند ماشوم همداسې په زانګو کې ويده پرېږدي او ترې ځي، څو په پخلنځي کې کباب پوخ کړ، خو کله چې دوى بیرته له پخلنځي څخه د انګړ پرلور را ځي ،ګوري چې سپى د کور په دهلیز کې په وینو لړلي خوله پروت دی.

په دغه وخت کې سړی ډیر په غوسه کیږي، پرته له دې چې فکر وکړي، په منډه خوني ته ننوځی او ټوپک را اخلي او سپي پرې وژني. سړی د سپي له وژلو وروسته ډېر په بیړه هغي خوني ته ننوځي په کومه کې چې دوى هغه ماشوم په زا نګو کې اچولی دى ، ګوري چې هلته د ماشوم تر څنګ یو غټ مار پروت دی او سر یې ترینه غوڅ شوی، څو ماشوم ته ضرر وه نه رسوي.

0 thoughts on “د سپي وفاداري/ ژباړن: اسدالله دولتزى”
  1. ډیر ه اعلی لیکنه ده چی وا قعا سپی وفا دار ده په ډیر تاسف چی د کرزی شا ګردان شمالی ټلوا له چی ډیر عمر کرزی ورسره د زړه غوښی وخوړی ددی سپی حخه بدتر دی او دده بی احترامی په ډیره سپین سترګی کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *