هر ماښام به د کور دپاتې شوني خوراک او يو څو هډوکو له خوړلو وروسته خپل غار ته ننوتم او شپه به مې پيل کړه، د شپې پر مهال به مې هم غوږونه څک نيولي و چې ګوندې څوک مې څښتن ته زيان ونه رسوي، که به مې هسې په سيوري هم شک راغی يو څو ځله به مې وغپل او بيرته به مې سرکيښود.

سهار به د خپل کور د څښتن په (توتو) اواز را بيداره شوم ورځ به مې ټوله په غپلو تيره شوه نا شناخته خلکو ته به مې دومره وغپل چې د پړي د شليدلو امکان به مې و، کله کله به مې د خپل څښتن او د ماشومانو له غبرګون سره مخامخ شوم، چې په کاڼو به یې وويشتم او سرټيټی به خپل غار ته ننوتم. ټوله ورځ به مې د انسانانو کړه وړه ليدل چې څه څه کارونه کوي، دوی به کله ناکله يو بل ته د خپلو بدو لقبونو د اخيستو له امله يو بل سپی هم ويلو.

څښتن به مې راغی ميلمنو ته به یې زما د ميړاني او وفادارۍ او د ښه سپي توب کيسې کولې او ويل به یې (راځه نه دې خوري، دا اصيل سپی دی يو ځل دې چې وويني دوهم ځل درسره بلديږي او بل دا چې ټوله شپه او ورځ غاپي ډير پرې ډاډه يوو……) دې خبرو سره به مې د مننې په ډول خپله لکۍ تاو راتاو کړه او له انسان سره به مې د خپلې مينې اظهار وکړ.

شپې او ورځې د معمول په شان تيرېدې خو څه مهال وروسته مې په وجود باندې د خزان علامې په ښکاره کېدو شوې او د ژوند اخرې شپو ورځو ته نږدې کېدم، نه مې غپا د پخوا په شان وه ، نه مې هم چاته د مننې لکۍ ښورولی شوه او نه مې د پيښوګانو،غلو او نورو څار کولای شوای.

سهار وختي د کورڅښتن د خپلې د هقانۍ په بيلچه له ځايه راپاڅولم، چې په لاس کې یې زوړ پړی هم نيولی او ماشومان رانه چاپير دي زه ېیې په ټيلو ټيلو له ځايه راکش او له کوره یې راوباسلم، په داسې حال کې چې نه مې د خپلو غوښتنو اظهار کولای شوای او نه مې هم ځان له دې حالته ايستلی شوای، څښتن مې په مرۍ کې اچول شوي پړي ته زور ورکاوه چې کله به یې په زوره کش کړم او کله به مې خپلې پېښې ورپسې بوتلې چې د ډيرې شيبې مزله وروسته ېې دغره په يوې ډډې کې له پړي سره پرېښودم او د دې لپاره چې بيا ورپسې ورنشم او يا بيرته د ورتګ لاره صحيح نه کړم په تريوه ټنډه یې يو دوه کاڼې هم وويشتم.

اوس زه د کلي کوڅه ډب سپی يم د خپل څښتن د کور مخ ته د ماښام په وخت مې سترګې پاتې شونې ډوډۍ ته نيولې وې چې کله وي کله نه، کله ناکله خو د کلې ماشومانو د ساتيرۍ لپاره زما په مړ ژواندي وجود کې پړی اچولی وي او زما په غپولو او وهلو من من غوښې اخلي .

ټول عمر مې په سپي توب کې تېر شو خو د سپي توب په هغه کنايه پوه نشوم چې انسانانو به يو بل ته د سپي لقب کاراوه، شايد د ژوند په وروستۍ برخه کې د خپلو تجربو په مرسته د انسان او سپي ترمنځ توپير وکولای شم او په خپله وفاداري او سپي توب ووياړم.

2 thoughts on “د سپي ګيله/ ليکوال: ساحل منګل”
  1. ساحل صيب دعكس نه خو دير اصيل تكره سبي خكاري,خبري دي هم به تول برابري دي خو جي خاوند ورسره بي وفايي كري دا يي خه ندي كري… زه هم ورباندي خبه شوم…

  2. کلیه یی پر ځایی ده ،دیر ښکلی مو وړاندی کړی ده .سپی هم باید احترام وشی ،اخر بیا هم سپی دی.د سپی توب قدر یی باید وشی..
    مننه ګرانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *