ډیر کله ګټه او تاوان په مقایسوي ډول معلومولای شو، د بیلګې په توګه ایا د هغه څه په مقابل کې چې له لاسه یی ورکوم، دومره څه نیولای شم چې له کیفي یا کمي پلوه غوره وي؟
د همدې پوښتنې په ځواب پوهیدای شو چې په معامله کې ګټونکي یو که بایلونکي. خبره مې د سپټمبر له پيښې وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د معاملې او حساب ده. ایا افغان ولس او دولت کله له ځانه سره یو حساب کړی چې د امریکا تر راتګه وروسته مو څه ګټلي او څه بایللي؟
باوري یم دا هغه حساب دی چې امریکایان او متحدین یی هره ورځ، هره میاشت او هر کال کوي. نن بیا د سپټمبر یولسمه ده، د یوه کاري کال د حساب ورځ، که د امریکا له خپل دقیق حسابه تیر شو او موږ یوه سرسري ارزونه وکړو، نو ښکاره ده چې د کړي تاوان په مقابل کې یی دومره څه ګټلي چې اصلا د پرتلنې وړ نه ده. یوازې د امنیتي سند لپاره د شرایطو برابرول او په لنډ راتلونکي کې یی لاسلیکیدل د امریکا د دې کال یوه داسې لاسته راوړنه حسابیدای شي چې په تیره یوه لسیزه کې یی نه لرله.
دغه راز د پوځي مرګ ژوبلې کمیدل یی بله هغه بریا ده چې خپل ولس پرې قانع کولای او د خپلو تګلارو دوام ته جواز اخیستلای شي.
په افغانستان کې د پوځي او سیاسي حضور پر اساس سیمه کې د خپلو ګڼو نورو اهدافو تعقیب یی بل هغه بری دی چې کال په کال ورنږدې کیږي. دا ورځ نه یوازې د امریکا بلکې د افغانستان لپاره هم باید یو حسابي باب وي، افغان ولس باید پوه شي چې له امریکا سره د معاملې له مخې له تیر سپټمبره تر دې سپټمبره یی څه ګټلي او څه بایللي؟ د بایللو لاملونه څه وو؟
د جبران لپاره یی څه کولای شو او د راتلونکي کال ګټې باید څه وي؟ دا د هرې سیاسي او اقتصادي معاملې مهم باب دی، که د یوه دولت د کفایت او پوخوالي کچه معلوموو، نو له نورو دولتونو سره د کړیو معاملو له حسابه ښه څرګندیږي.
د سپټمبر پر یولسمه د امریکا پر دفاع وزارت او نړیوال سوداګریز مرکز بریدونه د افغانستان برخلیک ټاکونکې موضوع شوه، امریکا له القاعدې او بیا طالبانو سره جګړه اعلان کړه او دې جګړې ته د مشروعیت بښلو په خاطر ملګرو ملتو ته مراجعه وکړه، په اروپا او اسیا کې یی خپل متحدین راټول کړل، پر نوې ټکنالوژۍ سمبالو وسلو او مهماتو سره تر سلو زرو زیات سرتیري یی افغانستان ته راولیږل او له القاعدې سره یی جګړه پیل کړه چې تر ننه دوام لري. دا هغه وخت وو چې افغانان هم له تیره ستړي او یوه بدلون ته لیوال وو.
د تعلیم ټيټه کچه، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی، د بیان پر ازادۍ محدودیت، د بیارغونې په ټپه ولاړ حالت، د ورځني کاروبار بې خوندي او په نړیوال سیاست کې د افغانستان انزوا هغه څه وو چې په کور دننه او بهر افغانان یی ځورول، دوی د جهاد او بیا کورنیو جګړو له لسیزو وروسته د یوه مثبت تحول ارمانجن وو، طالبانو د خلکو دې غوښتنو ته ځواب ونه شو ویلای، نو ځکه د امریکا راتګ سره هم چا مخالفت ونه ښود.
افغانان له هماغه پېله پوهیدل چې امریکا او متحدین یی یوازې له القاعدې سره د دښمنۍ پر بنا نه دې راغلي، بلکې ګڼ نور سیاسي او اقتصادي اهداف هم لري چې دایره یی تر افغانستانه پراخه ده. خو دوی پر دې خوشبینۍ چې د ګډو ګټو دا معامله به تر روان نزولي حالته غوره وي، د نظام بدلون ته غاړه کیښوده.
اوس که د دغه بدلون یوه کلي ارزونه وکړو، نو جوتیږي چې د سپټمبر تر یولسمې وروسته افغانستان نړیوال شهرت پیدا کړ، خو تر ډیره د یوه ترهګر پالي او له بشري حقونو سرغړونکي هیواد په توګه، د افغانستان اقتصاد ظاهرا لږ بدلون وموند خو لا هم پر مرستو متکي اقتصاد، د افغانستان د تعلیمي مرکزونو شمیر زیات شو خو له کیفي پلوه تر ټولو یوه بد حالت کې، درې سوه زره کسیز پوځ جوړ شو خو په مقابل کې همدومره او ښايي تر دې زیات مخالفان یی پيدا کړل، ګڼ افغاني کولتوري ارزښتونه وغوړیدل خو ډیر داسې ارزښتونه مسخره شول چې تاریخ ته به ننګ وي او تر ټولو مهمه د زرګونو هغو بې ګناه افغانانو وژنه چې له کلونو وروسته له یوه ارمان او خاطر سره پخپل وطن او خپله مېنه کې راټول شوي وو.
د دواړو غاړو له پرتلنې یو لنډ جاج دا اخلو چې، امریکا د خپلو اهدافو په تعقیب کې تر ننه بریالۍ ده او لا مخې ته ځي، خو په مقابل کې افغانستان له هماغه پیله د ګټې په مقابل کې څو چنده تاوان لیدلای او لا یی ګوري. ښايي د دې کار یو لامل دا وي چې د معاملې یو اړخ سل په سلو کې د خپلو ملي ګټو ساتونکی او بل اړخ د شخصي او قومي ګټو پالونکی دی. اوس هم که له تیره په زدکړې د خپلو ملي ګټو پر مفکورې ولاړ بنسټونه رامنځ ته او ملي رهبران وپيژنو، نو له وخته به مو استفاده کړې وي، که اوس هم تیره لسیزه یوه تجربه وګڼو نو د راتلونکي افغانستان لپاره یو اساس ایښودلای شو، یو داسې بنیاد چې هره خوا یی د یوه واحد او پرمختللي افغانستان رنګ ولري او له هر چا سره په معامله کې له ډیر دقت او ځراکته برخمن وي