له بابا آدمه تر دې دمه د نړۍ په هر دولت کې ځینې دولتي مامورین د خپل هوس سړولو لپاره له خپلې چوکۍ غیرقانوني ګټه اخلي.
شرق خو پریږده دا کار ان په پرمختللیو غربي هیوادو کې هم کیږي، خو کله چې دا خلک ګیر کیږي نو ټول دولت پرې څوک نه ملامتوي ځکه دوی پوهیږي چې په دولت کې لکونه نران او ښځې کار کوي چې ډیری یې سم خلک دي او دا سم خلک باید د یو څو مفسدو د غلط عمل په وجه سپک یاد نشي.
نن چې حبیب احمدزی او مریم وردګ په حکومت د فحاشي تور پورې کوي په حقیقت کې په ځان شاهدي وايي.
حبیب احمدزی باید د دې سپیناوی وکړي چې ده چانه د فحاشي غوښتنه کړې او مریم وردګ باید ددې سپیناوی وکړي چې چا لدې نه د فحاشي غوښتنه کړې.
دوی دواړه په دولت کې و، که دوی پرې ککړ نه وه نو نور هم پرې ککړ نه دي او دا به لکه د نورې نړۍ د یو څو اشخاصو کار وي.
په داسې حال کې ټول حکومت یا ارګ په فحاشي تورنول تر سرو کرښو تیریدل دي او باید دغه کسان محکمه شي.
سیاسي مخالفت وکړئ خو دومره مه لویږئ چې ټول حکومت یا ارګ په فحشا تورن کړئ. پدې شعار پاکستان یو ځل دا هیواد تباه کړ نور بس دی، اوس خو د سیاسي مخالفت حق لرئ خو که دا ډول افواهات خپروئ نو دا نظام او دولت به هم له مینځه لاړ شي او بیا به د وحشي طالب په حکومت کې څوک درته د سړي په سترګه هم نه ګوري، خپلې پښې په تیشه مه وهئ.
روبوټ چې په تلویزون یا بازار کې ښځه او نر یو ځای وویني بیا وايي چې ولا فحاشي زیاته شوې.
لوده! فحاشي ستا په سر کې ده چې ان په شلو پوښو کې تاو ښځه هم درنه په ډار دفتر، بازار، ښوونځي او بل ځای ته ځي.
د پاکستان هیرامنډۍ ته خو به یو څه کسه لاړ شي تاسې خو پوره نسل ته د حورو د فحاشي داستانونه وایئ او داسې یې بې لارې کوئ چې بیا یې ۲۴ ساعته په فکر کې سیکس وي. بیا چې ښځه له کوره بهر ووته دوی پرې شک کوي.
هغوی چې ځان خرڅوي نو ستا د طالب د اسلامي شرعي نظام په وخت کې یې هم ځان خرڅاوه او چې نه یې خرڅوي نو په یو سیکولر هیواد کې یې هم نه خرڅوي.
دا مردار فکرونه مو نور پاک کړئ. پدې ۳۵ میلونه نفوس کې چې حساب ورته وکړې صفر اعشار صفر صفر صفر یو سلنه خلک به هم فحاشي نه کوي خو تاسې بیغیرتان د پاکستان د خوشالولو لپاره د یوې سپګې لپاره ټول پوستین ته اور اچوئ.
دا هماغه پاکستانی پروپاګند دی چې تیر ځل یې هم زمونږ ساده ملت له خپل دولت سره جهاد ته وهڅاوه او افغانستان یې پرې داسې بې عزته کړ چې د کابل د ګل په شان انجونو بیا په پاکستان کې د دوه سوه کلدارو په بدل کې ځانونه خرڅول. د دې بیغیرتو جهاد افغانانې فحشا ته مجبورې کړې.
نن هماغه زړه پاکستانی نخسه غواړي یو ځل بیا وچلوي ځکه نن بیا په افغانستان کې له ټولو پاکستاني چینلو که هغه جمیعت اصلاح دی او که نور همدا نعره پورته کیږي چې په افغانستان کې فحاشي زیاته شوې.
هغوی چې دا نعره وهي نو اول دې خپل کور ته لاړ شي او ودې ګوري چې فحاشي پکې شته که نه. که پخپل کور کې یې فحاشي وي خو بیا دې ووایي چې په افغانستان کې فحاشي زیاته شوې خو که خپل کور کې یې فحاشي نه وي بیا دې نور افغانان په فحاشي نه تورنوي.
په دوهم وار دې نه احمق کیږي او د پاکستان پدې بیځایه نعرو دې خپل هیواد یو ځل بیا نه ورانوي. هو که تاسې دا شعار له پاکستانه ورکوئ نو د هیرامنډۍ له هیواده نورو ته ګوته نیول مو منافقت دی.
هوښیار افغانان دې دا نعره دومره کمزورې نه ګڼي. د افغانستان په ورانولو کې همدې نعرې ډیر غټ رول لوبولی. هغوی چې دا ډول خبرې کوي د خپل هیواد په خاطر یې په مجلس کې سپک کړئ، ویې غندئ، ویې رټئ. مه پریږدئ چې بیا دا نعرې د ساده جذباتیانو غوږو ته ورسیږي او پخپل حماقت کې افغانستان یو ځل بیا په اور کې وسوځوي.
هغه فحاشي چې په سعودي، پاکستان، ترکیه، اندونیزیا، ایران، دوبۍ او نورو اسلامي هیوادو کې شته په افغانستان کې د هغه سلمه برخه هم نشته. خو یو شمیر بیغیرته افغانان یو ځل بیا غواړي افغانستان د پاکستان د پلانو قرباني شي.
دوی به د فحاشي سره د مبارزې په نوم افغانان بیا داسې بې عزته کړي چې په اسلام آباد او پینډۍ کې به مو افغان پیغلې د دوه سوه کلدارو لپاره له پنجابي سره روانې وي او تاسې به ورته له شرمه کتلای هم نشئ. لنډه دا چې که وطن دې وران وي نو هم به دووس یې او هم به د عزت په بازارو کې خرڅیږي.
جمیعت اصلاح د قرانپوهنې تر نوم لاندې افغانان اول افراطیت ته هڅوي او بیا وروسته ورته دا خبرې کوي تر څو افغانستان پرې وران کړي. دا د پاکستان بچیان باید پوه شي چې افغانان به دا ځل دومره په اسانه غلط نکړای