د سپږې کیسه راته مشهوره ښکاري، تاسې به هم اوریدلې وي. کوم کس و وایي، د سپږې په اړه یې معلومات لرل، په هره موضوع کې به یې بحث کاوه او دستي به یې خبره سپږې ته واړوله، چې سپږه داسې شی دی، داسې پیدا کېږي، داسې ژوند لري او. …
دا کیسه هغه ورځ په موټر کې د یو بل دغسې کس په لیدو را په یاد شوه، ده په دا هره خبره کې ویل چې اسلام او قرآنکریم شته، بل څه به نه یادوې، په قرآنکریم کې به دا شي وي، اسلام مو له یاده ویستی.
تر یوه وخته ورته غلی وم، باید هم غلی وای، ځکه اسلام او قرآنکریم خو زموږ مهم مقدسات دي، مګرپوه نه وم چې هم سفره مې دا یو هم سم پېژني نه، هسې د خپلو خبرو او نظرونو د قوي ښودلو لپاره سؤ استفاده ترې کوي.
ما د عادت مطابق مطالعه کوله، دی بل چاته لګیا و، هغه به ځان اوریدو ته علاقه مند نه ښوده، ده به غږ لوړ کړ، چې کوم بل څوک جذب کړي. هڅه یې کامیابه شوه، په یوې خبرې یې زما چورت خراب او د سترګو او کتاب یارانه وځپله، اساسي قانون ته یې کنځلې شروع کړې، د جوړونکو، منونکو او مدافعانو ټولو ښځې او خور و مور یې یاد کړل، ویل یې چې قرآنکریم شته، نو په دې قانون یې څه کول؟
زه چې د قانون له مدافعانو او که منونکو څخه یم، کنځلې مې ونه زغملی شوې، ده ته متقابلې کنځلې راته بد اخلاقي ښکاره شوه، کوشش مې وکړ، چې قانع یې کړم.
خو لکه ښه کلک قسم یې چې کړی وي، له خپلې خبرې او غلطۍ نه تېریده، ټولو نه دردونکې یې لا دا چې بحث کوونکي ښاغلي د حقوقو پوهنځی هم لوستی و.
د اساسي قانون په لوستو مې وپوښته، ویل یې لوستی یې نه دی او نه به یې په ژوند ولولي، د اسلامي مطالعې په اړه یې ویل، چې قرآنکریم لوستی شي، خو مانا یې نه ده ورزده.
که هرڅو ورته وایم، چې له خبرو سره اختلاف لرونکی کس دې کاپر، مرتد او د دوی په نوې اصطلاح سیکولر مه ګڼه نه یې مني.
ورته وایم، چې قرآنکریم خو ستا د عقیدې سم ساتلو لپاره استول شوی، پر الهي احکامو د برابر ژوند او عمل عمومي چوکاټونه یې درته ښودلي او تردې چوکاټ لاندې مسلمانان نورې لارې او قوانین ځانته ټاکلی شي، نه یې مني.
زه ورته وایم، چې په قرآنکریم کې یې د کابل – جلال اباد لارې کرایه درته څو ټاکلې، په غوسه کېږي، وایي قرآن ته توهین کوې.
هم سفره مې د قانون په اړه دومره ناخبره دی، چې په افغانستان کې د وضعي قوانینو پیل یو مخ ورته د امریکایي ځواکونو د راتلو نتیجه ګڼي، د کرایې په اړه هم وایي چې باید د اسلام او قرآن کریم له مخې پرېکړه وشي، خو چې وایم ته یې دا اوس وکړه، څنګه به یې کوې، وایي دا کار به ملاته پریږدو.
دا کرولا موټر چې چلوونکی یې نېږدې هر نیم ساعت پس د چرسو د یوه سګریټ لګولو لپاره دمه اخلي، ماته وړوکی افغانستان ښکاري، د اسلام او قرآن مبلغ په هرځل مخالفت چې د چرس څښلو دمې سره یې کوم، له ما او یو بل هم نظره سره مې نه یو لاس کېږي، د سروبي د بازار په یوه برخه کې ګورم چې په دواړو لاسونو یې د چرسو سګریټ خولې ته کلک نیولی او له خولې یې لکه د موټر یا جنراتور د سلنسر په شان لوګي راخېژي.
له سفره دا اوس کور ته ورسېدم، دا کرښې مې ولیکلې چې له اسلام او قرآن سره زموږ د سرسختې مینې د مدعیانو یو مثال خوندي پاتې شي.
اوس پردې فکر اخیستی یم، چې تر کله پورې به زموږ دغسې کسان هر یو خپله خوښه او سلیقه د اسلام او قرآنکریم په نوم له کوم منطق او پوهې پرته پر خلکو مني، له دغو لوړو مقدسانو نور ناخبره خلک به یې ترکله پر پرېکړو همداسې غولېږي؟
داسې سلګونه مثالونه به موږ هر یو لیدلي او تجربه کړي وي، خو لکه عادي شوي چې یو ورسره، هېر کړي مو دي.
پر اسلام د سم نه پوهېدو دا ستونزه عادي ګڼل لویه او بحران زېږونکې بې تفاوتي ده، د اسلام په اړه زموږ غلط باورونه سمول غواړي او تر هغې چې مو خپل دا او نورې جدي ټولنیزې ستونزې حل کړي نه وي، موږ به بیا، بیا د دغسې ناپوهو مفتیانو د پرېکړو او ګټو قربانیان یوو!

5 thoughts on “د سپږې یوه بله کیسه/ ارشاد رغاند”
  1. ګرانه وروره ټولې خبرې مو ښي دي خو د موضوع لپاره دې سرلیک چندان ښه نه دی غوره کړی ځکه چې قران او اسلام د سپږې کیسه نه بلکه د بشریت لپاره الهی احکام بیانوي. خدای ج د وکړي چې زما په خبرو خفه نشې.

    په درناوې

    نور

  2. رغاند صاحب ټول د اسلام مدعیانو ته په یوه سترګه مه ګوره زمونږ د اسلام او قران مدعیان خو صحابه امامان او علامه هم دی او که تاسو په رښتیا هم د داسی کم ضرفه انسانانو څخه ځان ټولنه او اسلام ژغورل غواړی نږ بیا چی په کومه لار یی د ژغورل هڅه کوی دا یی لار نه بلکی د دوی سره هم کاری کوی راځی چی په خپله د قران او پیغمبر (ص ) څخه یی د ژغورلو لار زده کړو او د ځان او د ټولنی د نجات لار وپیژنو الله تعالی مونږ ته په قران کی د نجات لار داسی راښولی ده چی زما په قران منګلی ټنکی کړی او د قران نه د منګلو ټنګیدو هدف په قران د ځان کورنی او ټولنی پوهوی او په هغه عمل په کار دی ترڅو چی په مونږ او تاسو کی د قران کریم پوه عامه شوی نه وی او هر فرد فرد مو په قران کی د الله تعالی د احکامو څخه خبر شوی نه وی او خپل دوست او دښمن مو په قران کریم پیژندلی نه او کوم څوک چی قران کریم کی الله تعالی راته دوست او دښمن ښودلی هغه مو دوست او دښمن بللی نه وی تر هغه به مونږ او تاسو دغسې کسان هر یو خپله خوښه او سلیقه د اسلام او قرآنکریم په نوم له کوم منطق او پوهې پرته پر مونږ او خلکو مني، له دغو لوړو مقدسانو نور ناخبره خلک به یې ترهغی پر پرېکړو همداسې غولېږي؟

  3. ارشدصاحب لیکنه دی شه وه خوده قانون اواساسی قانون فرق بایدوسی دمسلمانانوخصوصاافغانانواساسی قانون قران دی بایدده اساسی قانون سه دملک هغه نورقوانین جوړسی چی دوخت ضرورت وی که سوک دکابله ترسړوبی فوری فرنفره لس زره افغانی غواړی وای دااساسی قانون دی داغلطه خبرده اسلام دعدل اوانصاف قانون دی بایددظالم مخه وه نیسی اویوه خبربایدشه زان فه وه فوهول سی چی یوسوک موټرجوړکی اوورسره ټول معلوماتی کتابچه راواستوی ایاده موټرمالیک دموټرفه چلاوشه فوهیږی چی داشی ضروری که دصحرابزګرچی دبیلچی فه کارفوهیژی الله چی مزکه فیداکړی دی قران ی کتابچه ورسره رااستولی ده رسول ص ی تشریح کړی ده اودملک قانون به دقران اوحدیث سه جوړیږی داسی سه نسته چی دهغوحل دی الله نه وی کړی ستاده شه نظراوکه کمه فشتنه لری فه تمه

  4. رغاند صاحب دا ځوانان چی ستاسو پر مقالې تبصرې کوی هم پر احساساتو راغلی او ستا مطلب یی پوره ندی درک کړي. نژدی دی چی د اسلام څخه دی وباسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *