تاند- د سپکو یا پورن فلمونو تر ټولو مشهوره لوبغاړې وايي چې په دې خوابدې ده چې خپل اسلامي هیواد یې شرمولی دی.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې یو ویشت کلنه میا خلیفه، چې په لبنان کې زېږېدلې او اوس د امریکا په فلوریدا ایالت کې اوسي، د پورنوګرافي فلمونو تر ټولو ډېره کتل شوې کرکتره ده.

د دې پر بدن د لبنان د ملي سرود یو بیت لیکل (ټاټو) شوی دی.

میا خلیفه په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل خو په عین حال کې یې اعتراف وکړ چې لبنان ته یې، چې د پنځو ملیون نفوس اکثریت یې مسلمانان دي، شرم اړولی دی.

په لبنان کې د میا خلیفه پر څرګندونو راز راز عکس العملونه ښودل شوي دي. ځینو ویلي چې په دې کې د شرم خبره څه ده، لبنان یې مشهور کړی خو ځینو نورو بیا ویلي چې په سپکو کارونو کې شهرت څه معنا لري.

جولیانا یازبیک وویل:«دا زما عقل نه مني، دا حق نه لري چې ځان لبناني وښيي. دا څه ویاړ دی چې د پورن ستورې دې لبنانۍ وي؟»

خو ګینو ریدي ویلي:«د میا بری د جشن او ستایلو وړ دی.»

One thought on “د سپکو فلمونو پر لوبغاړي ځیني شرمېږي او ځیني ویاړي”

ځواب دلته پرېږدئ