د کينايي تورپوستي ”باراك حسين اوباما ” او سپين پوستې امريکايۍ ”آن دونهام” زوی او د امریکا څلور څلورېښتم ولسمشر باراک اوباما (Barack Obama) په ۱۹۶۱ زېږديز کال د اګسټ په څلورمه د هاوايي په هونولولو کې زېږدلی دی.
معلومه نه ده چې د خپل ژوند ملګرې یې په مینه ټاکلې او که کورنۍ یې ورته دستمال راوړی دی، خو ويل کېږي په ۱۹۸۹ زېږدیز کال د میشل سره د پيژندلو وروسته اړيکه پخه شوه.
ده په کال ۱۹۹۲ زېږديز کال ” ميشل رابينسون” نومي نجلۍ سره واده وکړ او دا مهال د دوو اولادونو چې انجوني دي پلار دی. یوه یې ” ماليا ان ” او بله يې ” ناتاشا ” نومېږي.
باراک اوباما په ۱۹۸۳ زېږديز کال د کلمبیا پوهنتون د حقوقو او بيا یې په قضايي برخه کې د هاورد له پوهنتون لېسانس ترلاسه او لوړې زده کړې يې بشپړې کړې.
اوباما له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۴ کلونو پورې د ایلینوي ایالات سناتور و او تر دې وړاندې یې د یوې ټولنیز سازمان مشر، سیاسي فعال، د پوهنتون استاد او ان د وکالت دنده پر مخ وړې.
که څه هم اوباما په ۲۰۰۰ م کال هڅه وکړه د امریکا د استازو په جرګه کې یوه څوکۍ وګټي، خو سره د ډېرو هڅو بیا هم بریالی نه شو.
خو په ۲۰۰۳ ز کال اوباما اعلان وکړ چې دامریکا په سنا مجلس کې به د څوکۍ ګټلو لپاره خپلې ټاکنېزې منډې تړلې جاري وساتي او همدا و چې په ۲۰۰۴ ز کال د امریکا په سنا مجلس کې د لومړیو څوکۍ ګټونکو شي.
همدارنګه اوباما د ۲۰۰۴ ز کال په می میاشت کې د دیموکرات ګوند د مشرانو د ملاټر تر لاسه کولو لپاره د دې ګوند په کنوانسیون کې وینا وکړه او په ټوله کې د ۲۰۰۴ ز کال په نوامبر کې له لسو د ۷۰ سلنو رایو په ګټلو سره یې د امریکا سنا مجلس لاره ومونده.
اوباما د دیموکرات ګوند د یو غړي په توګه د امریکا د ۱۰۹ مې ګنګرې په غونډه کې د سلاح ګانو د کنټرول له طرحې حمایت وکړ او هغه همدارنګه د امریکا په سنا مجلس کې د لومړنۍ استازولۍ په مهال ختیځ اروپاپي هېوادونو، منځنۍ اسیا او افریقا ته سفرونه وکړل. او ورسره یې د امریکا په ۱۱۰مه ګنګره کې د انتخاباتي درغلیو، د اوبو او هوا د بدلون او د امریکا د نظامي پرسونل د ساتنې له طرحو ملاتړ څرګند کړ.
اوباما د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندۍ اعلان په ۲۰۰۷ ز کال د عراق د جنګ د پای ته رسېدو د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ د زیاتېدو او په نړیوالۍ کچه د امن راوستلو په خبرو وکړ.
اوباما په ټوله کې د دیموکرات ګوند د غړې هیلري کلنیټون له لورې د کاندیداتورۍ څخه د تېرېدو وروسته د دې ګوند د اصلي کاندید په توګه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه.
اوباما د یو لیکوال په توګه هم یادېدای شي. هغه په خپل لومړني چاپ شوي کتاب کې چې د ” د پلار خوبونه مې ” په نوم دي د خپل نژاد او وراثت کیسې، په هونولولواو جاکارتا کې د ماشومتوب خاطرې او د خپل ټولینز ژوند په پیل غږیدلی دی او د کتاب وروستي فصلونه د کینا ته د سفر او خپل تېر ژوند ته ځانګړي شوي.
د اوباما بل چاپ شوی کتاب ” زړوره هيله” نومیږي دا کتاب په ۲۰۰۶ ز کال خپور شوی او توانیدلی چې په لنډ وخت کې د نیویارک ټایمز د سلو هغو کتابونو په لېست کې راشي چې ډېر پلور شوی دی.
اوباما د ۲۰۰۸ زکال د نوامبر په څلورمه خپلو هیلو ته ورسېد او د امریکا ولسمشر شو.
ده خپله څلور کلنه دوره پای ته ورسوله او د خپل ګوند په نمایندګۍ د دوهم ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه وکړه . د ده ستر سیال د جمهوری غوښتونکو له ډلې ميټ رومني وه چې تر ورستیو پورې د اوباما سره په سیالۍ کې و، خو د ټاکنو په وروستیو شېبو کې یې اوباما د ډېرو رایو ګټونکی شو
او د دوهم ځل لپاره د امریکا د ۲۰۱۳ ز ېږديز کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې چې د ولسمشرۍ دوره يې د ۲۰۱۷ زېږدېز کال د جنورۍ په ۲۰مه ته رسېږي. د ۲۰۱۶ زېږديز کال ولسمشرۍ ټاکنيزې سيالي جهموري غوښتونکي ډونالډ ترمپ له ديموکراتې سيالۍ هيلرې کلنټون وګټلې او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا ولسمشر شو او د روانې مياشتې په ۲۰ مه به په رسمي توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.
اوبا د ټرمپ سرسخته مخالف او د هیلرۍکلنټن لپاره یۍ د بريا اکټونه کول، خو داسې و نه شول.
اوباما د ولسمشرۍ لومړۍ وينا هم د امريکا په شيکاګو ايالات کې واوروله او تر ټولو وروستۍ وینا یې د روانې جنورۍ مياشتې په ۵ مه نېټه واوروله او د امريکا د ولس يې غوښتنه وکړه چې د ” ډیموکراسۍ ساتنه وکړئ. ” په داسې حال کې چې د مېرمنې ميشل اوباما له سترګو اوښکې روانې وې.
اوباما د ژبې د فصاحت له امله ډېر مشهور دی او هغوی چې غواړي انګلیسي زده کړي د ښوونکو او تجربه کارو وینا ورته دا وي چې د اوباما ویناوې دې واوري، ځکه دوی د اوباما خبرې دقیقې، ساده، روانې او رڼې بولي. تر ډېره د هغه اونيزې راډیويي ويناوې د پام دي.
اوباما به د ۲۰۱۷ زېږديز کال د جنورۍ له شلمې ور اخوا د امريکا ولسمشر او لومړی سړی نه وي او ګونګوسې داسې دي چې د اوباما نيت دا دی چې د لنډې دمې وروسته به د استادۍ دندې ته راوګرځي.