د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د احمد شاه ابدالی د څلورورځینۍ لوبو په لومړۍ لوبه کې سپین غر زون لوبډلې د مس عینک زون لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لوبې پچه د مس عینک زون لوبډلې وګټله او د توپوهنې بلنه یی د سپین غر زون لوبډلې ته ورکړه، چی سپین غر زون په لومړۍ پاڼۍ ( اننګز) کې د ټولو لس لوبغاړو په سوځیدو په ۶۸،۴ اورونو کې ۲۲۴ منډې جوړې کړې، چی پکې ضمیر خان ۷۱، نقیب ننګرهاري ۶۵ او مرتضی خان ۴۸ منډې وکړې.

د مس عینک له لوري په توپ اچونه کې ظهیر خان ۶ او نصیر خان ۳ لوبغاړي له مخې پورته کړل.
مس عینک په خپله لومړۍ توپوهنه کې په ۳۷،۱ اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډې برابرې کړې، چی پکې یونس خان احمدزي ۵۶ او فضل نیازي ۲۶ منډې جوړې کړې.

د سپین غر زون له لوري توپ اچوونکو ښه وړتیا وښوده هر یو باطن شاه ۵ او فرید احمد ملک ۲ لوبغاړي پویلین ته واستول.

په دویمه پانۍ (اننګز) کې سپین غر د ټولو لس لوبغاړو د لاسه ورکولو سره په ۶۷،۱ اورونو کې ۲۵۹ منډې وکړې، چی دا ځل په توپوهنه کې نجیب ترکي ۹۴ او قسیم اوریاخیل ۶۷ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې.

د مس عینک زون لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې یو ځل بیا ظهیر خان ډیره په زړه پورې لوبه وکړه چی د سپین غر ۷ پیاوړي لوبغاړي یې له مخې پورته کړل.

د لوبې په ورستۍ توپوهنه کې مس عینک ونکړای شول چی ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي. دوی د ټولو لس ویکټو په سوځیدو سره په ۳۴،۴ اورونو کې ۱۳۳ منډې جوړې کړای شوې، چی پدې کې یوازې رحیم منګل ؤ چی ۴۰ منډې یې وکړې.

د سپین غر زون له لوري په توپ اچونه کې فرید احمد ملک ۳، همیم خان،باطن شاه او ضمیر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې ټولې ۲۰ نمرې د سپین لوبډلې په خپل نوم کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد وایی چی زمونږ د کورني کرکټ جوړښت اوس له نویو پړاونو څخه تیریږي او دادی زموږ کورني لوبغاړي په څلور ورځینیو سیالیو کې خپلې وړتیاوې ښیي. دغه ډول فرصتونه د لوبغاړو پر وړتیاو مثبته اغیزه کوي او د روښانه راتلونکې په لوري یې هڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *