محمد قاسم نائل
له څو ورځې راهيسې د خلكو تر منځ يو ډول ناهيلي ګنګوسى وې، ځينو ويل چې دا اونۍ د شهيدانو اونۍ ده، په دې اونۍ كې به د شهيدانو ارواوو ته بلې ډيوې، احترامات، سره او سپين نازك ګلان نذرانه كوو، ځينې نورو بيا په زړونو كې د شهيدانو د شناختو ښكلولو هوډ درلود.
هو شهيده! ستا مقام ډېر لوړ دى، ستا ارواوو ته بايد يوازې ډيوې او سره ګلان كتار نه كړو؛ بلكې ستا مقام تر دې څو چنده لوړ او د لا زياتو ستاينو وړ دى، ستا مقام ته د بشريت رهبر او د كايناتو خالق ډېرې نغوتې كړي، ډېر يې ستايلى، ډېر لوړ مقام يې دربښلى، ستا د شجاعت او شهامت ترانه ډېره خوږه ده، په دې لالهاند نړۍ كې به موږ ستا مقام څنګه ونمانځو؟
دلته خو اوس هم هغه دوه سرې بلاګانې د ژوند نه ساه اخلي.
دلته خو د څو ګوتو په شمار شهيدانو نومونه اخيستل كېږي، د هغو شهيدانو چې په هر رګ كې يې د اسلام او هېواد مينه نغښتلې وه د هغو يادونه نه كېږي، د هغو د شهامت او ميړانې څلي د وخت توپانونو په دوړو او ګردونو كې نغاړلي دي، د هغو شناختې نه پېژندل كېږي، د هغو مزارونه وران شوي دي او پر ميړانو يې د وخت د واكمنانو سترګې ړندې شوي دي،د همدې ورځې په ياد مې د خپلې كورنۍ څو نوم ورکي شهيدان سترګو ته شول، هغه شهيدان چې تر اوسه پورې زموږ د ټولې كورنۍ د ژوند خواږه يې تت او پيكه كړي دي.
اې! تاسې خبر ياست!
زما شهيد هم د روسانو په بمبار کې شهيد شویدی!
هو! ما د خپل شهيد مزار نه دی ليدلى، ما ته د خپل شهيد د شهادت نېټه هم معلومه نه ده.
اې! تاسې خبر ياست!
زما د شهيد پر مزار خو لوحه هم نشته، خدای خبر چې تر کومې پرښې لاندې به وي.
زما شهيد هغه وخت شهيد شو چې د کلي، کور او دنيا ښايست يې تر شا پرې ايښی و، اې مهربان څښتنه! هلته خو يې ښه ژوند او د ژوند خوږې تر شا پرېښې وې، اوس خو يې له تا د ژوند ښکلا نه وه غوښتې، اوس خو يې ستا پر دې پراخه ځمکه یوازې د پناه ځای غوښتی و.
دوی خو خبر نه ول، چې نا ترسه بیزو صفته انسانان به يې د ځمکې پر مخ د ژوند کولو حق هم ورڅخه اخلي.
شپه وه او د اسمان ځلېدونکي ستورو درګرده سترګکونه وهل، ټولې قافلې پورته په اسمان کې د سپوږمۍ او ستورو ننداره كوله، ځينې په خواږه خوب ويده وو، ځينو د دې دنياګۍ له لالهانده نادركه لارو د خلاصون سوچونه كول او ځينې نورو به په خيالونو كې د شګو محلونه جوړول چې يو دم له فضا نه الوتكو بمونه وورول، داسې ناترسه، ليوني او درانده غږونه يې شول چې د خلكو د غوږونو پردې يې وشكولې، د آسمان فضا ګردونو ونيوله، خلك يو له بله سره ورك شول، د وېرې او وهم ګردجنه او وېرجنه فضا رامنځته شوه، خلك لږ شېبه تم شول، يو دم د كړيكو غږونه پورته شول، چيغې او سورې شوې، واه خدايه دا څه راوشول، دا ولې؟
خوږې مور،کمکي ورور، نيا او د ماما مېرمن مې د اجل داعي ته د لبيك ويلو په حال كې وو، خوږې مور مې پر خپل ټټر د ناترسو ځواكونو له خوا د بمونو پرچې خوړلې وې، مور او ورور مې پر خپلو وينو كې شټېدل، د كلي نور خلك هم په خپل وير اخته وو، د چا پلار، د چا ورور، د چا مور، د چا خور او د چا لور د دې بمبار ښكار شول، د ټول كلي فضا ويرجنه شوه، د معصومو مظلومو انسانانو د كړيكو اوازونه تر آسمانونو پورته شول.
– پلار جانه! دا به اوس څنګه خښوې؟ ټولې کډې خو بمبار شوې، څوک به نه وي چې د قبر په کنستلو کې هم درسره کومک وکړي، څوک به نه وي چې د هغوی په تکفين او تجهيز کې درته لاس درکړي؛ که څوک وي هم نو هغه خو به هم د خپلو شهيدانو په وير کې اخته وي، چورلکه هم بیا بیا راتاويږي، اوس نو مجبور يو چې د يوې تېږې ډډې ته يې پټ کړو ، بله چاره نشته ، په ټوله ډله کې خو څوک ژوندي نه دی پاتي، که پاتي هم وي نو حتماً به يې يا لاس او يا هم پښې ورته د غوښې په څو نریو تارونو ځړيږي.
– پلار جانه! دا وړه تېږه خو يې سر ته پرېږده، دا به مې ورسره يادګار پاتي شي، د وړوکي ورور به مي هم ډېر ياديږم دا د ګلونو مړاوي ګيډۍ هم ورسره کېږده، پلار جانه! هاغه د سينې تړمې به يې ورکې شي؟
–پلار جانه ته خبر يې چې دا ګيډۍ مي د څه لپاره ورسره پرېښوده؟
– دا مي ددې لپاره پرېښوده چې ګوندې يو څوک لاروي به يې وويني او فکر به وکړي چې دا بې ګوره او بې کفنه مړي خو هم شاته یو څوک خواخوږی لري.
دا هغه څه و چې له پاتې يتيمې خور له خولې ما راوتل، هغه صحنه هېڅوخت هم د هېرولو نه ده، كه سل كاله تېر هم شي، هغه نادودې به د خلكو په ذهنونو كې پرتې وي او د تاريخ پاڼې به د هغو ناترسو واكمنانو پر كرغيړنو كړنو تورې وي، چې زما خوږه مور، کمکی ورور، خپلوان او کليوال يې په خواږه خوب ويده راته شهيدان كړل.
اوس د ژوند هغسې مزه هم نه شته، تورو وريځو خو د لمر او سپوږمۍ دواړو مخونه پټ کړل، بلبلان په پنجرو کې واچول شول، د باغونو ورونه وتړل شول، خوشحالۍ ولاړې، ذوق او شعور مو سترګي پټې کړي او د هغو دوه سرو بلاګانو خولې اوس هم خلاصې پاتې چې زما مور جانه او ورور جان يې رانه وخوړل.
مهربان څښتنه!
د خپلې لورينې لمخې نوره دا د مرګونو لړۍ پاى ته ورسوه، دا د وحشت او بربريت لالهانده توپانونه ودروه، هغه كسان چې د انسانيت د وينو تږي دي خدايه دوى په خپلو وينو ماړه كړه، د تاريخ سرې پاڼې مو د شهيد په وينو ځلانده وساته! د شهيدانو ارواوې رانه مه خپه كوه، د دوى شناختې او قبرونه له موږ نه ورك دي؛ خو يادونه او خاطرې يې را په زړه دي، خدايه د دوى ياد تل ژوندى اوساته!
اې خدايه!
د هغو پاكو شهيدانو د وينو له بركته چې په دين او وطن يې د خپل بدن پاكې وينې تا ته نذرانه كړې د هېواد دا ويرجنه فضا له منځه يوسه او دا د ناهيلۍ او نا اميدۍ شومې مراندې وشلوه!