د پوهنې وزارت
 
شنبه- کابل: دې ته په پام سره، چې د روان تعلیمي کال په لړ کې ګڼې رخصتیانې رامنځته او د تعلیمي نصاب د پوره کېدو چاره ستونزمنه شوه او د هغه تعهد له مخې، چې پوهنې وزارت د کال په پای کې د رخصتي ورځو د درسونو د جبران په اړه کړی و، د سړو سیمو ټولو ښوونځیو ته اعلانېږي، چې په بامیانو، دایکندي، ارزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې آزموینې د تېرو کلونو په شان (ابتدائیه د عقرب له ۲۵مې تر ۳۰ مې، متوسطه او لېسه د قوس له لومړۍ تر ۱۵مې) واخلي. د پاتې ولایتونو د ابتدائیه ټولګیو آزموینې د قوس په لومړۍ نېټه او د متوسطه او لېسه ټولګیو آزموینې د قوس پر ۱۵ مه نېټه پیلېږي او له مهال وېش سره سم پای ته رسېږي. 
ټولو ګرانو زده کوونکو ته په دې آزموینو کې د بریا او سرلوړۍ هیله کوو.
 
درناوی
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *