تاند- افغان امنیتي ځواکونه وايي، له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ جګړې هیڅ پروا نه لري خو د سړک د غاړې چاودېدونکي موادو او ماینونو دوی ته ستونزې جوړې کړي دي.
د راپورونو له مخې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو اکثره ځواکونه د سړک د غاړې په چاونو کې وژل کېږي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان او نړیوال ايتلاف د ځواکونو قومندانان وايي، د دوی دښمنانو په لارو او سړکونو د بمونو ښخولو ته زور ورکړی دی ځکه چې دوی ښکاره د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د جګړې میدان ته نه شي راوتلی.
خو دوی وايي چې ناټو غواړي چې افغان امنیتي ځواکونو ته زغره وال واسکټونه او داسي وسایط ورکړي چې سړکونه له ماینونو او چاودېدونکو موادو پاکولی شي.
د افغانستان د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو قومندان جنرال محمد شریف یفتلي وویل: هغه افغان ځواکونه چې د بمونو د شنډولو روزنه یې کړې ده، په سلو کې ۹۰ چاودېدونکي مواد، بمونه او ماینونه د موندلو په صورت کې شڼدوي.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ په وینا له کله چې د امنیتي چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي د دغو ځواکونو تلفات خورا زیات شوی دي. تر دې چې د اوونۍ سل تنه وژل کېږي.
د ټپي شویو افغان ځواکونو شمېر نه اعلانېږي خو سږ کال تراوسه پوري ۳۰۰۰افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
افغان امنیتي چارواکي وايي چې په سلو کې ۵۰ پوځیان او پولیس یې د سړک د غاړې په بمي چاودنو وژل شوي دي.
په وروستیو کې چې نړیوال ځواکونه له ډېرو سیمو وتلي او د امنیتي چارو مسوولیت یې افغان ځواکونو ته سپارلی، د دولت وسله والو مخالفانو د سړک د غاړې بمي حملو ته لا زیات زور ورکړی دی.
په ګردېز کې د ملي اردو یوه سرتېري رقم جان، چې پښه یې د طالبانو له لوري په ښخ شوي ماین ژوبله شوې ده، وویل:«له دوی سره مخامخ جګړه موږ ته هیڅ ستونزه نه ده، زموږ کمزوری ټکی ماینونه دي.»
د وسله والو طالبانو له لوري په اېښودل شویو ماینونو تر افغان امنیتي ځواکونو ملکیان لا زیات وژل کېږي.
د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې د تېر کاله د ورته مودې په پرتله د ملکیانو مرګ ژوبلې په سلو کې ۱۶ زیاتې شوي او د اکثرو مسوولیت د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو په غاړه دی.
خو د دې په مقابل کې سږکال تراوسه پوري ۱۲۶ بهرني پوځیان وژل شوي، حال دا چې تېر کال په ورته موده کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس له ارقامو سره سم ۳۰۲ تنه بهرني پوځیان وژل شوي ول.