کندهار افغانستان – تېره ورځ د ارغستان ولسوالۍ په کيشرور سيمه کي د سړک غاړي په ماين چاودنه کي يو پلار او زوی ووژل او يو بل ملکي وګړی يې زخمي کړ.

دغه درې تنه ملکي وګړي د يادي ولسوالۍ د کيشرور نومې سيمه کي په يوه ټراکټور کي روان ول چي د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک غاړي پر يوه ښخ سوي ماين برابر سول او د ماين د چاودني سره سم پلار او زوی وژل سوي دي خو ياد دريم کس زخمي سوی او د پوليسو لخوا د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دی.

د مخالفينو لخوا د سړک غاړي ښخ سوي ماينونه هغه څه دي چي په سلګونه ځله يې د بې شمېره بې ګنا ښځو، ماشومانو، ځوانانو ژوند اخيستی او زيات شمېر کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنولي دي.

دا په داسي حال کي ده چي وسلوالو مخالفينو د افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی خو يوازي د سړک غاړي ماينونو ښخول ورته د ځواک په توګه پاته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *