تاند- د امریکا په نیوجرسي ایالت کې ساینسپوهان بریالي شوي چې داسي اله جوړه کړي چې د انسان د سږو وضعیت کنټرولوي.

دا کوچنۍ اله، چې (SandPiper) نومېږي، په موبایل ټېلفون پوري نښلول کېږي او تقریباً هماغه کار کوي چې سپیرومتر یې کوي.

سپیرو متر یوه لویه اله ده چې د انسان د سږو د هوا ظرفیت اندازه کوي.

خو د ساندپایپر ښېګڼه دا ده چې کوچنۍ او ارزانه ده او تقریباً هر هغه څوک یې اخیستلی شي چې په سږو کې ستونزه لري.

د دې الې جوړوونکي هڅه کوي چې هغه د سږ کال تر دسمبر پوري بازار ته راوباسي. لومړنۍ بیه به یې ۵۵ امریکايي ډالره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *