تاند- ملګري ملتونه وايي، د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر له ۲۰۰۹ را په دې خوا تر بل هر کال زیات دی.
ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ څخه په منظم ډول په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلو احصاییې خپروي.
ملګروملتو په دې اړه په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د دومره ډېرو ماشومانو مرګ ژوبله وحشتناکه او شرموونکې ده چې تاریخ به یې د عاملانو په اړه پرېکړه وکړي.
د ملګروملتو له راپور سره سم، په افغانستان کې د جنورۍ او جون د میاشتو ترمنځ ۱۶۰۱ ملکیان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۳۸۸ ماشومان دي.
په مجموع کې په تېرو ۶ میاشتو کې ۵۱۶۶ تنه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یوازې د کابل د شنبې د ورځې په حمله کې ۸۰ تنه ووژل شول. د دې برید مسوولیت د افغانستان د دولت یوې وسله والې مخالفې ډلې داعش یا اسلامي دولت په غاړه واخیست.
د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر زید رعد حسین وايي چې د دوی پلاوي په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د هغو کورنیو، چې د تاوتریخجنو پېښو ښکار شوي دي، ۵ زره کیسې واورېدې چې د هغو په درو کې یوه برخه د وژل شویو یا ټپي شویو ماشومانو په اړه وې.
له ۲۰۰۹ څخه د تېر جون تر پایه په افغانستان کې ۲۲ زره ۹۴۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۴۰ زره ۹۹۳ نور ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتو په وینا په سلو کې ۶۰ ملکیان د طالبانو له لوري، ۲۳ د دولتي ځواکونو او ۱۳ فیصده نور د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.
د راپور پر اساس تر ټولو ډېر ملکیان په مځکنیو جګړو، ورپسې په انتحاري بریدونو کې وژل شوي دي.
د یوناما د شمېرنو له مخې، په سلو کې ۸۵ ماشومان په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.