د کرکټ بورډ خبرپاڼه –

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د انټرکانټیننټل کپ سیالیو په ترڅ کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي ترسره کړي. دغه سیالي چې په سکاټلنډ کې په لاره اچول کیږي، د روان زیږدیز کال د جون په دوهمه نیټه به پیل او تر ۵ نیټې پورې به دوام وکړي.

د دغې سیالۍ لپاره د غوره چمتووالي په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په ننګرهار غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي او د کابل په سرپټې اکاډمۍ کې د ملي او بهرنیو روزونکو تر څارنې لاندې تمریناتي کمپونه او سیالۍ پیل کړې چي په پایله کې یې د سکاټلنډ پر وړاندې لوبیدونکې لوبډله وټاکل شوه.

ټاکل شوې لوبډله به له سیالۍ څخه وړاندې په انګلستان هیواد کې له سپورتي اوضاع سره د بلدتیا په موخه تمرینات ترسره او له بشپړ چمتووالي څخه وروسته به د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې خپله مهمه نړیواله څلور ورځینۍ سیالي ترسره کړي.

CRICد افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، “زموږ موخه د ټیسټ دریځ ترلاسه کول دي او ددغه دریځ ترلاسه کولو لپاره مواترو تمریناتو او د سیالو لوبډلو پر وړاندې د پام وړ بریاو ته اړتیا ده. زه په خپلو ملي لوبغاړو باور لرم چې د ټیست تر دریځ پورې مزل به په خورا جرئت سره بشپړ کړي او افغان ولس ته به نوي ویاړونه راوړي.”

د یادوني وړ ده چې د سکاټلنډ پر وړاندې لوبیدونکې افغان لوبډله به سبا ته د تمریناتو دریم پړاو ترسره کولو په موخه د انګلستان هیواد په لوري روانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *