عثمان رسولي – وروسته لدې چې زمونږ اووه بېټسمنان د سکاټلېنډ په وړاندې یو په بل پسې په ۹۶ منډو وسوزیدل، سمیع الله شینواری یوازینی بېټسمن ؤ چې په میدان پاته شو. چې هدف هم ۲۱۱ وي په رښتیا هم ګټل د نه منلو خبره ده. ټولو ویل چې افغانستان ختم شو.
په دې حالت کې د څلورو څلوریزو او پنځو شپږیزو وهل په رښتیا هم د زمري زړه غواړي. خو سمیع الله شینواري دا کار په ډېر جرأت سره تر سره کړ او د دوو بالرانوـ دولت ځدران او حمید حسن په ملګرتیا یې د افغانستان سکور ۱۹۲ منډو ته پورته کړ تر څو چې خپله هم کېچ اوټ شو خو ۹۶ منډې یې په خپل نوم ولېکلي. نور ټول کار دوو بالرانو ته پاته شو. بیا هم کرېکټ پوهانو نظر ورکړ چې افغانستان ختم شو.
چې د حمید حسن او شاپور ځدران په شان بچیان لري نو افغانستان به ولې ختمیږي. له بلې خوا سکاټلېنډي نندارچیانو غوغا جوړه کړې وه، خوښي یې کوله او د بریا شېبې یې شمارلې. پدې حالت کې هم شاپور ځدران دوې زړورې څلوریزې ووهلې چې په دوهمه څلوریزه یې هدف هم پوره کړ او په لومړني نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره د لومړنۍ بریا په تر لاسه کولو سره نړیوال ګوته په غاښ کړل او په نړیوال جام کې یې د سکاټلېنډ د لومړنۍ بریا هیلې ور نیلې کړې.
د دې بریا مبارکي په لومړي ګام کې د زړه له کومې د ملي لوبډلې آتلانو ته او بیا په ګران هېواد او همدارنګه په ټوله نړۍ کې خورو ورو افغانانو ته وړاندې کوم. په پای کې د کابل له ښاریانو هیله کوم چې ملې لوبډله د راستنیدو په وخت کې ښه استقبال کړي او چارواکي یې هم ښه ونازوي. د نورو بریاؤ او پرمختګونو په هیله. ورزش ټولنه د یووالي په لور بیایي. عثمان رسولي.