د ټالیبانو په نسبت په رسنیو او فرهنګي کړیو کې حزبیان ډېر دي. مکررو هڅو او درواغجنو تبلیغاتو یې د ځینو بې مالوماتو کسانو په ذهنو کې داسې انځور جوړ کړی دی چې ګواکې حزب له ټالیب څخه کاملاً متفاوت او نامضر اړخ دی. شېبه وړاندې مې له یوه حزبي ملګري سره د حزب او ټالیبانو پرتله داسې وکړه:

لومړی: د دواړو ډلو مشران په اسلام- برباد او پېنډۍ کې پنډ دي.

دویم: دواړه ډلې د هر څه حل په ټوپک کې ویني مانا له منطق او معقولیت سره په جنګ دي.

درېیم: دواړه ډلې د ۳۰۰۰ علماوو، پوهانو، متخصصینو، روڼ اندو او مجربو افغانانو په لاس جوړ شوی د افغانستان اساسي قانون مردود ګڼي خو د لارډ مېکالي پنجاپۍ پړپړه تر قرآن هم اوچته بولي.

څلورم: دواړه ډلې دېرش میلیوني افغان ملت؛ اهل نار بولي.

پنځم: دواړه ډلې د شریعت د نفاذ لاپې وهي خو د څو لسیزو را پدې خوا یوه؛ په یوه لوېشت شمشتو او بل په یوه ګز علمو چوک کې شریعت حاکم نه کړ.

شپږم: داوړه ډلې د یوه ملت برخلیک پر پنځه پاڼیزه « جنګي لایحه » ټاکي.

اووم: دواړه ډلې د دنیايي ژوند د رفا او انساني ښېرازۍ لپاره کومه طرحه او پلان نه لري او لکه شیطانان ځوانان د جنت پر حورو خطا باسي.

اتم: دواړه ډلې شریعت او اسماني نصوص د خپلې خوښې او ګټې پر بنسټ تحریفوي.

نهم: دواړه ډلې هغه چا پیدا او پياوړې کړې؛ چې دوی یې اوس پر وړاندې جهاد (!) اعلان کړی- سیاسي لوبه.

لسم: دواړه ډلې پر اصلاح ایمان او د اصلاح توان نه لري.

یوولس: دواړه ډلې د تش په نامه؛ پان-اسلامیزم په پښو کې افغاني نېشنالیزم ور حلالوي.

دوولس: دواړو ډلو ته فرهنګي، کلتوري او ژبني ارزښتونه د توت هومره ارزښت نه لري ( پنجاپي ته د خپلو ښځو پرتوګونه ور په تن کوي).

دیارلس: دواړه ډلې تر وسه وسه هڅه کوي چې د هېواد تعلیمي نظام پر بل مخ واړوي.

څوارلس: دواړه ډلې هڅه کوي چې افغاني کادرونه لکه استاد، انجېنیر، ډاکټر او بل مشر ترور کړي. یاده دي وي چې له روس سره د جنګ پر مهال؛ حزب ۴۰۰۰ پښتانه کادرونه قتل کړل. همدا اوس یاده چاره ټالیب پر مخ وړي چې کابو همدومره پښتان مشران، علماء، منورین او افسران یې لومړی شهیدان بیا تکفیر کړل.

پنځلس: د دواړو ډلو سرکښان د غریب زامن په چل او یا هم زور جګړې ته اړ باسي خو حتی پر خپلو لوڼو په غرب کې د کمپیوټر زده کړې کوي.

شپاړس: دواړه ډلې د خپلو مخالفینو د وژلو او عامو خلګو د وېرولو لپاره صحرايي محکمې ( ځانمرداري بریدونه ) کاروي.

اوولس: دواړو ډلو ته د هېواد پوله، ښار او کلی ارزښت نه لري او په ګلو ګلو بې پُرسه او بې پاسپورته زنا کار عرب او حرامي هیرا منډيي مخلوق یې د افغان وژني لپاره وارد کړی.

اتلس: د دواړو ډلو علمیاتي او استخباراتي پلانونه پنجاپ تسویدوي.

نولس: د دواړو ډلو په جبهاتو کې په ټولیو ټولیو پنجاپي افسران جنګېږي.

شل: په دواړو ډلو کې په ځانګړې توګه په حمارت کې مطلق شنه، تور ذهنه او ټولنیز منفورین را ټول دي.

یوویشت: دواړه ډلې د افغانانو وینې مباح بولي.

دوه ویشت: دواړه ډلې د ملي شتمنیو تخریب عبادت ګڼي.

درویشت: دواړه ځان مسلمانان ګڼي خو په خپلو مېنځو کې هم سره غوښه او چاړه دي.

په پای کې

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

————————————————-

د لیکوالو له نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

2 thoughts on “د سکایپ سیکریټ بانډار/ ډاکټر ظهیر”
  1. 24-BOOTH GROUPS GAYS,MAN FUCKS MAN BETWEEN SELF.
    52- BOOTH GROUPS LIKE ANIMALS IN THE FORMS OF HUMANS,
    26- BOOTHGROUPS DON,T HAVE RESPECT TO WOMENS AND WOMENSRIGHT.
    27-BOOTH GROUPS DOGS OF ISI PAKISTANI INTELGENT SERVICE,
    28-BOOTH ENEMY OF AFGHANS,AFGHANISTAN,ISLAM.HUMANRIGHTS.

    ALWAYS BE AFGHANISTAN.
    ALWAYSBE AFGHAN NATIONAL SECURITY FORCE,NATIONAL ARMY,AND NATIONAL POLICE.
    ALWAYS BE AFGHAN EDUCATED NATIONALIST,ISLAMIC NATION

  2. لکسی خه په زره ورته پوخ یی هاهاها

    توله انرژی دی په طالب او حزب مصرف کری. دی خپل دولت ته دی لکه چی هس پام ندی. ولی دا اوسنی دولت
    ترینه کم دی؟

    1. په فساد کی اول نمبر
    2. د بانکونو په چور کی یی مثال نشته
    3 عسکر سارنوال مامور مدیر قاضی ریس معین وزیر تول غله
    4. قانون صرف دی غریب دپاره
    5. کانکور صرف د هزاره دپاره
    6. د زمکو په غصب کی په عامه کتابتون هم بند نه شو
    7. شیرپور عینو مینه غازی امانالله خان مینه وغیره
    8. د پارلمان وکیلان دی کمشنکاران
    9. د ولس مشر مشاورین دی 112
    10. کار صفر
    11. کابینه او پارلمان کی دی جاسوسان
    12. د مشرانو جرگی مشر دی خود کش په بیه اخلی
    13. انتخاباتو کی صندوقان دکول
    14. دولسم پاس ریس ماستر مامور
    15. د افغان کلمه نه منل
    16. سرکونه د ایرانیانو په نومو نومول
    17. حربی پوهنتون د مارشل او هغه بل یی د ربانی

    خدای دی ورته کار مه بندوه بیا به په خپله لیکنه پشیمانه
    شی

    اوس خو به دبل عبدالله ریس جمهور هم شی بیا به لا نوری نخری وگوری

    کیدای شی همدغه طالب او حزب مو پکار شی زکه کرزی خو تیار دی چی د دوه دری وزارتو په بدل زمونگ په سر سودا وکری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *