عصمت بهیر

د پښتو ملي او یا ولسي ادبیاتو تر ټولو لرغونی او هنري فورم لنډۍ دي، چې لومړی نیم بیتی یې نه(۹) او دوهم یې دیارلس(۱۳) سبلانه لري.

د لنډۍ شاعر نه دی، مالوم شاید یو علت یې دا واوسي، چې افغاني ټولنه بې سواده ده، باالخصوص پښتني ټولنه لا هم ډېره د بې سوادۍ له درده کړېږي، بل دلیل ممکن دا راوړو، چې په لنډیو کې هغه خبرې شوي، چې په عام ډول یې نشو کولای، دا خبره تر ډېره ځایه د ښځینه قشر له خوا شوې او علت یې دا دی چې د میرمنو هغه هیلي، ارمانونه، ارزوګانې او غوښتنې چې په ژوند کې د بېلا بېلو سببونو، شرایطو، کلتوري چوکاټونو او فکري محدودیت قرباني شوي دي، دوی هغه خبرې یې په هنري شکل د لنډیو په جامعه کې وړاندې کړي البته دا خبره هغه وخت ښه را ته جوتېږي چې لنډۍ مطالعه کړو.

لنډۍ هغه هنري چوکاټ دی، چې د ادبپوهانو په نظر لا تر اوسه بل ژانر په دومره هنریت، او لنډ قالب کې داسې له مانا، مفهوم او ښکلا څخه ډکي خبرې نه دي وړاندې کړي.

مینه کول یا مین او میینه د یوې سکې دوه مخونه دي، د بده بخته په پښتو دیواني شاعري کې تر اوسه تر ډېره ځایه پورې یوازې د سکې یو مخ ښکاره شوی دی یعنې تنها د معشوق احساس بیان شوی دی، د معشوقې خبرې د بېلتون، غم، درد او وصال په هکله یا نه دی بیان شوی یا پر نشته حساب دی نو ځکه مو د مینه او محبت په اړه احساسات په دیواني شاعري نیمګړي دي خو د نیکه بخته په ولسې شاعري او یا په لوی سر کې په لنډیو کې د سکې دواړو اړخونو ته پام شوی دی. د عاشق سره تر څنګ د معشوقې نظر هم تر سترګو کېږي.

زما له تا نه ډېره تمه

د جانان غمه په لیمو دي ګرځومه

ذکر شوې لنډۍ، د هغې معشوقې د زړه اواز دی، چې د بېلتون په لمبو سوځیدلې، زړه یې درد کوي، د مین بې پروایي او یا مسافري یې خلق ور تنګ کړی دی، د مایوسۍ وروستي حد ته رسېدلې ده، خو بیا هم د خپل مین غم یې په سر او سترګو قبول دی، د معشوق ټول مینه اوس یوازې او یوازې د دی له خوا په ور پاته شوې غم غلطوي.

یا

تر تا دي غم لا وفادار دی

ته را نه ولاړې، غم دي تل راسره وينه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *