تاند- د سګرټو دوهم لاس لوګي یعنې هغه لوګي چې نور یې څکوي او د هوا له لارې موږ ته هم رارسیږي، په کال کې د شپږ لکه کسانو د مړینې عامل بلل کیږي.
له یوې تازه څیړنې سره سم چې د نړۍ په یوسلو اودوه نوي هیوادونو کې تر سره شوې ، معلومه شوې ده چې د دوهم لاس لوګیو په وجه هر کال تر شپږ لکه ډیر کسان په داسې ناروغیو اخته کیږي چې د مرګ سبب یې ګرځي. د رویټرز اژانس له راپور سره سم، ساینسپوهان وایي چې د سګریټو دوهم لاس لوګی د زړه د ناروغیو، د سږیو د سرطان او تنفسي ناروغیو یو لوی عامل دی.
پوهانو اټکل کړی دی چې هر کال کابو درې لکه اویا زره کسان د زړه د هغو ناروغیو په وجه مري چې خلک ورباندې د سګریټو د دوهم لاس لوګیو په وجه مبتلا کیږي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا د سازمان د یو ماهر ارماندو پره ګا په قول، په کال کې تر یو پنځوس لکه ډیر کسان د سګریټو د څکولو په وجه په داسې ناروغیو مبتلا کیږي چې د مرګ سبب یې ګرځي. ارماندو پره ګا زیاتوي چې په دغو یو پنځوس لکه کسانو که د سګریټو د دوهم لاس لوګیو شپږ لکه کسان ورزیات کړو نو د سګریټو د قربانیانو کالنۍ شمیره اووه پنځوس لکو کسانو ته رسي.
سګرټ یوازې هغو خلکو ته ضرر نه پېښوي چې څښي یې، بلکې هغه خلک هم د دې ناوړه بوټي له ضرره په امن نه دي چې ورسره نږدې وي او لوګی یې تنفس کوي. د دویم لاس لوګی هغه لوګي ته ویل کیږي چې له سګرټ څخه او یا هم د سګرټ څښونکي له خولې څخه راوزي.
هغه سګرټ نه څښونکي چې په دوامداره توګه له سګرټ څښونکو سره نږدې وي او د دویم لاس لوګی کش کوي، د سږو په سرطان اخته کیږي. د دویم لاس لوګی له اصل لوګي څخه هم زیات خطرناک دی ځکه چې د لومړي لاس لوګی د سګرټ په فلټر سره تر یوه بریده تصفیه کیږي خو د دویم لاس لوګی ډېر ناولی دی. د دویم لاس لوګي کش کوونکو کسانو سږي د هغو کسانو د سږو په څېر ښکاري چې هره ورځ یې له یو څخه تر لسو پورې سګرټ څښلي وي. دا به په دې مانا وي چې هغه سګرټ نه څښونکي چې په یوه داسې چاپېریال کې کار کوي یا اوسیږي چې هلته سګرټ څښل کیږي، د هغوي سږي هم د یوه سګرټ څښونکي په څېر خرابیږي. داسې کسان د هغو کسانو په پرتله چې له سګرټو څخه په یوه پاک چاپېریال کې کار کوي، د سږو د سرطان خطر یې ۳۴ سلنه زیات وي. د دویم لاس لوګی آن په سپیو کې هم د سږو د سرطان خطر زیاتوي. په دې ډله کې جنین (د مور په خېټه کې ماشومان) او نوي زېږېدلي یا کوچني ماشومان هم شامل دي. هغوي هم د دویم لاس لوګی تنفس کوي.
د دویم لاس لوګي د تنفس پرمهال مونږ هم هماغه ۴۰۰۰ کیمیاوي مواد د خولې له لارې کش کاږو چې یو سګرټ څښونکی یې تنفس کوي، چې ۵۱ یې د سرطان لامل کیږي. نو ویلای شو چې هغه صحتمند سګرټ نه څښونکي چې د دویم لاس لوګی کش کوي، هم د دې لوګي له امله د سرطان په مرض اخته کیدلای شي.
د دویم لاس لوګی په ځانګړي ډول د امېدوارو مېرمنو او د هغوي کوچنیانو ته خطرناک دی. ټول هغه زهر چې د سګرټو له لوګي څخه د مور وینې ته داخلیږي، د هغې جنین ته رسیږي. کاربن مونو اکسایډ د ماشوم په وینه کې د اکسیجن کچه کموي. نو ځکه ګورو چې د سګرټ څښونکو ماشومان د زېږېدلو پر وخت کم وزن او نورې نیمګړتیاوې لري. د سګرټ څښونکو ماشومان زیاتره مهال له وخته مخکې او یا هم مړه زېږي، همدا راز ۲۴ سلنه دا امکان هم دی چې مېرمن خپل ماشوم وغورځوي.
د یوې سګرټ څښونکې مور ماشوم ښايي د ژوند په لومړیو ۲۸ ورځو کې یوه ناڅاپي مړینه ولري. ماشوم به ښه روغ جوړ ښکاري خو یو ناڅاپي او غیرمتوقع مړینه به رامنځ ته شي. دا د هغو مېندو د ماشومانو په اړه چې سګرټ څښي، د هغو مېندو په پرتله ډېره عادي خبره ده چې نه یې څښي.
کوچنیان له دویم لاس لوګي څخه د بل هر چا په پرتله ډېر اغېزمن کيږي ځکه چې د هغوي سږي کمزوري وي او نوې یې په وده پیل کړی وي. د سګرټ څښونکو والدینو ماشومان په سینه بغل، زکام، برانشیت، ټوخي، سردرد، د خولې وچوالی، د سترګو سوخت ساه بندۍ او نورو بې شمېره مرضونو زیات اخته کیږي. والدین او نور مشران باید په پام کې ولري چې همدوي د ماشومانو رول ماډلان دي. ماشومان هغه څه کاپي کوي چې ګوري یې، او د مشرانو په لیدلو سره د سګرټ څښلو په څېر ډېر بد شیان زده کوي.