موږ چې کله لويې دعوې کاندو، موږ چې کله په ستونزمنې لار د تلو لپاره ځانونه چمتو کوو، خو بیا تقدير رانه زموږ مشران واخلي او موږ په دغه ستونزمنه لار سفر ته يواځې پرېږدي.
موږ که د ژوند په څلور لارې کې د حق غوښتنې لپاره سامراجي ګرېوان ته لاس اچولی، خو له بده مرغه چې بیا زموږ د وياړ اوبرم لوړ څلي په نړيدو شي، پوهان مو له یو شمېر پاکو ارمانونو او سپېڅلو هيلو سره د هديرې لار ونيسي او د مبارزې سنګر موږ ته راپرېږدي، که د مشرانو، پوهانو او مورخينو مړينه زموږ لپاره دردوونکې ده، نو د خوښۍ ځای دا دی، چې ددغه ستر کاروان سره پياوړي، غښتلي او مبارز ځوانان يو ځای کېږي او قافله د پرمخ يون په لور روانېږي.
که له نن څخه پنځلس کاله وړاندې حالت ته موږ سترګې ور واړوو، نو دا به څرګنده شي، چې د لوی وطن لویه او سپېحلې داعيه د نن په څېر غښتلې نه وه، له نېکه مرغه چې نن په مورنۍ او محکومه خاوره کې په لسکونه بنسټونه فعاليت کوي او ټول په يوه اواز د لوی وطن داعيې لپاره هڅې کوي، قربانۍ ورکوي او د سامراجي فکر د ختمولو لپاره عملي فکري جګړه پيلوي.
څه موده وړاندې د اروپايي اتحاديې مرستيال ريچارد چارنسکي په خبرو کې ډيورنډ فرضي کرښه د يوه ملت په سینه د بېلتون کرښه وبلله او له ملګري ملتونو يې غوښتنه وکړه، چې اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې محکومه پښتونخوا او محکوم بلوچستان چې د افغانستان خاوره ده باید په افغانستان پورې وتړل شي، چارنسکي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې دي، چې په محکومه پښتونخوا او محکوم بلوچستان سربېره په مورنۍ خاوره کې د لوی افغانستان د داعيې غږونه راپورته شي، انشاالله چې په نژدې راتلونکې کې به ملګري ملتونه هم دا حقيقت درکوي او ډيورنډ فرضي کرښه به له منځه ځي.
د ډيورنډ بدنامه توافق چې په ۱۸۹۳ز کال د نوامبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه د مارتمر ډيورنډ او امیر عبدالرحمن خان تر منځ لاسليک شوی دی، له هماغه پيله بیا تر ننه د همدې کرښې په خلاف پاحونونه شوي او د پرنګيانو فوځونه يې له ماتې سره مخ کړي دي، د ډيورنډ بدنامه توافق نه وروسته په افغانستان کې اته لس حکومتونه تېر شوي دي، چې نژدې ټولو حکومتونو دغه ناولې کرښه نه منلې او نه به يې له دې وروسته څوک ومني.
تر خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل وړاندې کله چې ډيورنډ کرښې توافق لاسليک کېږي، نو ورسره جوخت په ۱۸۹۷ز کال د ملکنډ، چکدرې، وزيرستان کې د ايپي ملنګ، ملانجم الدين اخوندزاده او ملا مانکي په سروالۍ د قومونو مشرانو لوی پاڅون وکړ او تر شبقدر پورې يې ځانونه ورسول، دوی د ډيورنډ کرښې په خلاف مبارزه وکړه، قربانۍ يې ورکړې، خو راتلونکی نسل يې د مبارزې په اصولو باخبر پرېښودل.
سامراجي چارواکو د تل په څېر په محکومو سیمو کې خپل زور، ظلم او استبداد پاليسۍ پر مخ وړې ده، چې د شهيد مشال خان شهادت يې څرګنده بېلګه ده، په محکومه پښتونخوا کې د سامراجي چارواکو تر اشغال لاندې سیمو کې ډېرو په ازادۍ مینو مشرانو د خپل محکوميت غږونه پورته کړي دي، ولسونه يې ملي يووالي ته رابللي او د سامراجي فکر خلاف روزنه يې ورکړې ده، بایزيد روښان، خوشال خان خټک، ايمل خان او درياخان نه راواخله تر ننه پورې په محکومه پښتونخوا کې د سامراجي فکر په خلاف د مبارزې سنګر پياوړی دی.
اجمل خان خټک، افضل خان لالا چې تل يې د پرنګي او سامراجي پر ضد د غيرت او ننګ چيغو يې کڼه نړۍ هم په لړزه راوسته، امان کاسي او ډېر نور په ازادي مین د لر او بر د يووالي په ارمان تر مړستونونو ولاړل او موږ يې په وير اوښکې تویوو.
ستر ليکوال، اديب، سیاستوال او مورخ اروښاد عبدالرحيم مندوخېل هم د اتيا کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه د لوی افغانستان له ستر ارمان سره د مرګ پرښتې ته ليبک وويل او له ابديت سره پيوست شول.
انا الله وانا اليه راجعون
خدای بښلی عبدالرحيم مندوخېل چې د پښتونخوا سیاسي ګوند مرستيال له نن څخه اتيا کاله وړاندې په ۱۹۳۷ز کال د محکوم بلوچستان په ژوب سيمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې، کله چې د ښوونځي په دروازه ورننوت، له سیاست سره يې مينه پيدا شوه او د شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او باچاخان په مشرۍ يې د پښتون سياسي ګوند غړی شو او ورسره جوخت د ون يونټ او ايوبي امريت په خلاف يې مبارزه پيل کړه.
خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل ۱۹۶۴زکال يې د عوامي نشنل پارټۍ په فعالولو کې يې مهمه ونډه لرله، خدای بښلي مندوخېل د جرمني فرانکفورت ښار کې د ډيورنډ فرضي کرښې د ۱۱۴مې کالېزې غندنغونډې ته د کيسټې په وسیله خبرې وکړې، چې د مقالې په يوه برخه کې يې راغلي دي((د افغانستان ملي پاڅون د امان الله خان پاچا په مشرۍ کې وشو. په ۱۹۱۹او ۱۹۲۱ز کې د پېنډۍ او کابل معاهدې د افغانستان او انګريزانو تر منځ وشوې، په دې کې اوله خبره دا وه، چې د افغانستان استقلال ومنل شي، دویمه دا وه، چې هغه د ډيورنډ نيوکې چې دي، هغه بېرته وتپلې شوې، خو دې دویمه معاهده کې د افغانستان ګټې د منځنۍ پښتونخوا ـــ دوی چې پښتانه قبایل ورته وايي، موږ يې پښتون ــــ افغان ولسونه ورته وايوو په دې کې د افغانستان ګټه ومنل شوه او له دې سره بیا د محکوم افغان جد جهد، نظامي مبارزه باچاخان، خان شهيد عبدلصمد خان اڅکزي، قاضي عطاوالله، کاکا صنوبر حسین مومند، فقير ايپي او د هغوی په مشرۍ په زرګونو زرګونو وطنوالو مبارزه وکړه او په پای کې يې پرنګی وتلو ته مجبور کړ، لاکن د پرنګي د ويستلو سره کوم د هند د ازادۍ تړون دی، په هغه کې پېښور، شمالي پښتونخوا،دا چې برتانوي هند تر واک لاندې وه او جنوبي پښتونخوا چې د برتانويانو بلوچستان، پشين، سوۍ، دوکۍ، تل، چوتيالۍ دغه د پرنګي د رييفرنډم په دوکه باندې ذدوی ته د خپل سرنوشت ټاکل ورنه کړ او دا يې د پاکستان په استعماري واک کې راوستل. په ۱۹۴۷ ز د هند د ازادۍ منشور چې دی، په دې کې په اوومه ماده کې واضح د منځنۍ پښتونخوا يانې قبایل پښتون ـــ افغان ولسونه دا له ملاکنډ راونيسه، بیا تر سیوۍ، لورلايي پورې دا سرحدي قبایل ددې څخه د انګريز هغه محدوده واکمني پای ته ورسېده. دغه برخې چې له پرنګي څخه ازادې شوې، نو دا د افغانستان مشروعه برخه وه، لاکن اسلام اباد تر اوسه پورې د هغې د نيولو هلې ځلې کوي او که موږ د افغان د درې لسیزو دې واقعاتو ته وګورو، نو له دې څخه به ښکاره شي، چې د افغانستان د ځپلو لپاره پاکستان يانې اسلام اباد حکومت يواځې او يواځې د ډيورنډ منلو لپاره د افغان د کومک په نوم دا چل وکړ او د همدې لپاره د افغانستان ټولې ملي ادارې او ملي فوځ هرڅه ونړول شول او د تروريستانو اډه ترې جوړه شوه. موږ اوس دا هيله لرو، چې ټول افغانان په ډيورنډ د تحميلي کرښې د بېرته مسلط کولو په وړاندې ودريږي))
د افغان او افغانستان تاريخي او مهم کتاب ليکوال خدای بښلی عبدالرحيم مندوخېل له موږ څخه لاره بېله او د ابديت کورته يې پنا وړې ده، خدای بښلي مندوخېل د ژوند تر وروستیو شېبو د سامراجي فکر خلاف د مبارزې سنګر تود وساتل، موږ به د خدای بښلي مندوخېل صاحب لاره تعقيبوو، لر او بر د پيوستون لپاره به هلې ځلې کوو، تر هغو به دډيورنډ کرښې په خلاف د لوی افغانستان داعيه دوام لري، چې تر څو مو د محکوم سیمو له محکومو وګړو د محکوميت ځنځيرونه شلولي نه وي.
نن د هغه چا په وير راټول شوي يوو او د افکارو په ياد يې غونډه کوو، چې تل يې د لوی افغانستان داعيې لپاره هلې ځلې کړې وې، خو نن د ادب او سیاست هغه لوړ څلی هم ونړېد، د همدغه لوړ شخصيت او مورخ ستره تشه به کلونه وخت نيسي، تر څو د خدای بښلي مندوخېل په څېر د علم او کار سټې پيدا کېږي.
خبرې د خوشال خان بابا په دې بیت رالنډوم چې وايي
د خوشال قدر که نن په هيچا نشته
پس له مرګه به يې یاد کا ډېر عالم
په درنښت
مجيد ژړاند
د لوی افغانستان تحريک د سیمه ايزو اړيکو مسوول