په امریکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدریشن د سولې سفیر او د غږ د خیریه بنسټ رییس ارسطو پخپل کتاب سیاست کی سیاست بشپړ تعریف کړی. پیړۍ پخوا یی نه یواځي د سم سیاست انځور کښلی بلکی د نني سیاست ویرونکی اړخونه یی هم بیان کړی دی. هغه وایی چی سیاست د ټولنیز نظام د چلولو وسیله، د سوله ییز ژوند هیله او د اړودوړ نه د مخنیوي لار ده. هغه زیاتوي چې سیاست د قانون حاکمیت، د انساني حقوقو ساتنه، د مشر او کشر ترمنځ د واک ویش او بالاخره د یوئ سالمئ ټولنئ د رامنځته کیدو لومړۍ او متداوله هڅه ده.
نوموړی کورنۍ او ټولنه د سیاست اساس بولی او کاږي چې هر سړی له اره سیاسي دی، یا لږ یا ډیر مګر تومنه پکی له پیدایښته پرته وي. دا چې ټولنه، غوښتنې، مجبوریتونه او رنګارنګ حالات یې خیالات، مزل او منزل بدلوي، دا بېله رواني قضیه ده.
د ارسطو د سیاست فلسفي نه په الهام اخیستنی سړی داسي فکر کوي که هر انسان سیاسي وي نو معنا دا چې د ټولنې ساتونکی او د انساني ارزښتونو پالونکی دی.
زما په اند، کله چې د ناپییلي سیاسی درک کمی رامنځته شي نو پخپل سر د ځان پالنې دوزخي جوش په راپورته کیدو شی. دا وخت لا هم انسان سیاسي طبعیت لري لیکن هدف او د کار طرز یې بدل شي. د نلسن منډیلا په قول، دا چې انسان له ذاته شري نه وي مګر بیا نو شرارت پیل کړي. عداوت پیل کړي او سیاسي ټیکاو له خطر سره مخامخ کړي. کله دا ډول طغیانونه انفرادي او کله ډله ییز وي.
کله دا ډول حرکتونه ملي سرمایه قبضوي، ملي ارزښتونه متاثر کوي مګر ټولنې ته یې خطرونه په اوږده مهال کې متصور وي مګر ډیر کله بیا دا ډول خودغرضي مخ پر مخ د بې ګناه انسانانو په سرونو پښې ایښودل او منزل ته رسیدل وي. د بیلګې په توګه، که وګورو اوسمهال په نړۍ کې د جرمي اقتصاد چې د ناوړه سیاست یوه څانګه ده، ۱۰۲ ډوله جرایم ترسره کیږی. غصب، اداري-مالي-اخلاقي فساد، خپل پالنه او قوم پالنه، سیاسي قیمومیت (پاترونیج)، د قانون خلاف سیاسي معاملی، نشه یی توکي او د انسانانو قاچاق یی څو ګوته په شمیر ډولونه دی.
دا ډول غیر قانوني کړنۍ هغه وخت ټولنی ته سرایت کوي چی کله هم ملي سیاسي جوړښت یا د قانون د حاکمیت نه عاجز شی او یا ددی ډول قضیو سره جوړجاړی وشی. په دواړو حالاتو کی ټولنه د انارشۍ لور ته ځي او د سیاست اصول مسخه کیږی. د سیاست بڼه، مفهوم اوعملي طرز له یوی ټولنی بلی ته او له یوه حالت نه بل ته توپیر کوي ځکه نو په جامد ډول یوی بڼي ته ښه او بلی ته بده نه شو ویلی مګر په ټوله کی د ښه سیاست پایله ټولنیز ټیکاو وی او همدا د ښه او بد سیاست ترمنځ د میزان اله ده.
په ټوله معنا امریکایی ولس فدرالی دیموکراسي منلې. هر سړی په بشپړ ډول ازاد او پخپل طرز روان دی. دولت هم د خپل کار سره کار لري، ټکس ټولوی، کورني خدمتونه کوي، بهرني جنګونه کوي، قانون پلی کوي او ولس هم پدی پوهیږی چی له سري کرښي به نه اوړي. سره ددی چی بعضي امریکایان د سپینی ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سره جوړ نه وی مګر په ټوله کی د دولت او ولس تر منځ د سیاست په میکانیزم هوکړه شوی.
همدا راز دی چی د امریکا په کورني جوړښت کی سیاست د اصلي مهفوم سره سم تعریف او تطبیق کیږی. دا چی د امریکا سیاسي مانوری د نړیوالو څارونکو، پوهانو او منتقدینو لپاره څومره د منلو وړ دی، جلا بحث دی. چین، روسیه، کیوبا، ایران او شمالي کوریا پوره او یا نیمه دیکتاتوری سیاسي جوښتونه دی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دفاع وزیر له دې امله غرغره کړ چی د هیواد د تاریخ په حساسو شیبو کی د ناستې په بهیر کی خوب وړی وو. سره ددی چې زه د سیاست ددی بڼی سره موافق نه یم لیکن کیم جونګ او ولس یی سره په یو لړ موازینو هوکړه کړی ځکه نو ولس خاموش او حامي او دولت ساتونکی او د قانون عملی کوونکی پاتی دی. په یاد مو وی چې ډیر کله سیاستونه لکه زرع خپل جنس تولیدوي.
هغه څنګه وایی چی څه کری هغه به ریبي. د لیبا خلکو خپل مشر قذافي وواژه، عراقیانو راڼه راڼه کتل او امریکایانو د صدام حسین ژوند واخیست، په ۱۹۸۹ کال کی د پاناما خلکو پخپل لاس مانول نوریګا امریکایانو ته ورکړ او ۱۷ کاله یی په امریکا کې زنداني کړ او د مصر اوسني مشر فتاح السیسي به ژر د محمد مرسي ژوند واخلي. دا چی ولی پورته او داسی نور سلګونه سیاسي بیلګی یو له بله سره فرق لري، دا دهغه مانورو توپیر دی چی مختلفو سیاسیونو تمثیل کړی دی. کله کله سیاسیون په غلطۍ، کله له مستۍ او کله ناکله له مجبوریته سیاست مسخه کړی نو ځکه بیا یا ځاني او یاد حیثیت تاوان ورکوي. دا چی اوسنی نړیوال سیاست څومره د چل او هنر په لومو کی ګیر دی، ژر به خپل نظر له لوستونکو سره شریک کړم. سیاست زرګرۍ ته ورته کسب دی. دا هم فن دی، هم شوق دی او هم نیم لوینتوب.
ځاني غوښتنی له ملي ارمانونو زارول د منلي ساست اساسي اصل دی مګر اسان نه دی. په دی لاره تلل هم زړه غواړی او هم سرښندنه. دالار له کرکنډیو او خنډیو ډکه ده. پدی لار کی تاوانونه او خفګانونه ډیر او خوندونه لږ وی. سیاست سوداګري (تجارت) نه بلکې د هغه کارګر دندی ته ورته ده چی ډیر کله د سړک په غاړه ساعتونه انتظار وکړي، کار ونه مومي، کورته ته تش لاس راستون شی مګر سبا سهار وختي بیا د سړک په غاړه د کارفرما لار څاري. همدا ډول ملي سیاسیون هم خپل خلک لکه د هغوی سیوری څاری، پل یی تعقیبوي، پداسی حال کی چی تر ډیره وخته یی ولس په قدر نه پوهیږی. کله کله ملي سیاستونه دعوه طلبه/ بی مزده کار ته ورته وي مګر فرق یی دا وی چی په سیاسي خدمتونو کی کله کله نه یواځی څوک شاباش نه درکوي بلکي رټل کیږی.
د دې ټول تحلیل پایله دا ده چې سیاست په اصل کې سوچه، مشروع او منلي دنده ده مګر جرآت، حوصله، پوهه او د تمثیل توان یې څلور پښې دي.
د نن ورځي سیاست د سوچه سیاست مسخه شوی تعریف دی. د ملي ګټو سره بی باکي د هیواد د نامه او د ځاني هویت سره لوبه ده. دا هغه قیمار دی چی هر کله بی له شرمه، زیانه او رسوایۍ بله پایله نه لري. وروستی دا چې ۲۱ قرن د ځوان کهول د سیاست دور دی مګر بدبختانه په کور دننه بعضي ځان غوښتونکی سیاسي ټیکه داران او بهرني سیاسي قاتلین رانه دا ارزښت تروړي. د هیواد د سولي او رغښت په هیله
. انتظار خادم امریکا