لومړى بحث- سياسي تروریزم:
په سياسي تروریزم کي ډلي ټپلي حکومت او جامعه په وحشت، وهم او ترس کي اچوي ډول ډول ترورونه کوي حکومت ضعیفه ښکاره کوي د قدرت د لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوي. د عامه خلكو زړونه لاسته راوړي او یا يې و خپلي طرفدارۍ ته هڅوي او د حاکم دولت د چپه کولو لپاره هلي ځلي کوي. په جامعه کي مختلف تبلیغات خپل په نفع کوي. سياسي تروریزم د قدرت د لاس ته راوړلو او یا د قدرت د ساتلو په منظور باندي تر سره کېږي. په سياسي تروریزم کي تروریست په اول قدم کي د تاوتریخوالي څخه کار اخلي، په دوهم قدم کي هدف سوي خلك وژني، په دریم قدم کي په خلکو کي نفوذ پیدا کوي په څلورم قدم کي حکومت سر چپه کوي او په پنځم قدم کي قدرت لاسته راوړي[1]. تروریزم یعني د قدرت پر سر جنګ. که چيري تروریست (A) فرض کړو او د ده إعمال نفوذ (B) فرض کړو نو جامعه او حکومت دواړه به مفعول یا (C) په نظر کي ونیسو. دا معني چي تروریست پر جامعه او حکومت باندي اعمال نفوذ کوي په وحشت او وهم کي ئې اچوي تر څو خپل هدف ته ځان ورسوي. ځیني علما وايي کله چي قدرت په مساویانه ډول ونه وېشل سي یوطرف د ښه موقف څخه برخورداره وي او بل طرف ځان دباندي احساسوي بناء عُقدوي عمل کوي. علماؤ تروریزم پر څو ډولونو وېشلى دئ مثلا: انقلابي تروریزم، ملي ګرا تروریزم، انتحاري تروریزم، مذهبي تروریزم، آنارشي تروریزم، ښې اړخی تروریزم، چپ اړخی تروریز، سیاسي دولتي تروریزم چي دا بیا په خپل ځان کي نور ډولونه هم لري، سایبر تروریزم ، نړۍ وال تروریزم، غیر سیاسي تروریزم بیا خپله پر دو برخو ویشل شوي دي چي لومړي یې جنا یئ تروریزم او دوهم يې رواني تروریزم دی. اوس نو لکه څنګه چي مو مخکي وویل لومړي به انقلابي تروریزم تشریح کړو او په اینده کښي به بیا د ذکر شویو تروریزمونو ډولونه هم ولولو.
لومړى جز- انقلابي تروریزم
په انقلابي تروریزم کي کوښښ کېږي چي عامه نظم او اجتماعي ثبات په خطر کي واچول سي او حاکم رژیم نسکوره کړل سي، د خلکو په نظر کي حاکم حکومت بد معرفي کوي او د يوې خاصي ایډیالوژي څخه استفاده کوي ترڅو وکولای سي چي خلك خپل ځان ته را جذب کړي. (کارلوس ماریګلا) په خپل کتاب کي وایي چي:« انقلابی تروریزم یوازینۍ وسله ده چي دوى په ډېر ظریف انداز سره د خلاقیت او ابتکار څخه کار اخلي تر څوعام وګړي د دولت پر ضد را پورته کړي او یوه جعلي فضاء رامنځته کړي او حالت هیڅ نه معلومېږي چي بعدي حمله چيري او پر چا باندي صورت نیسي او خپله حاکم نظام هم تر وهم او ترس لاندي راولي».[2]
انقلابي ډلي کوښښ کوي چي د دوى د عملیاتو په وخت کي عام خلک مړه نه سي په عین حال کي خلکو ته داسي نظر ورکوي چي د دوى هڅي او مبازرې د عامو خلکو د هوسایني او ازادۍ لپاره دي. خپل ځان د خپلي ټولني لپاره قرباني کوي دوی د داسي تاکتیکونو څخه استفاده کوي چي ولس د ځان کړي او د دولت په وړاندي ئې د سپر په ډول وکاروي. همدارنګه ډاکټر نوروز کارګري په خپل کتاب (درون مایه هاي تروریزم) کي د انقلابي تروریزم په اړه وایي چي انقلاب معني د یوه حالت څخه و بل حالت ته تللو ته وایي. «ارسطو« د خپل کتاب (سياست) په پنځم فصل کي وايي چي دوې انګېزې وجود لري چي خلك د استبدادي حکومت په وړاندي پاڅون کوي (نفرت او تحقیر) ځکه چي د استبدادي حکومت په وړاندي د عامو خلکو نفرت حتماً منځ ته راځي نو کله چي جامعه د استبدادي حکومت په وړاندي پاڅون وکړي انقلاب شکل نیسي او دا پاڅون کله چي خپل اوج ته رسېږي طبعاً د تاوتریخوالي سره یو ځاى مل وي نو ځکه دغه لاري انقلابي تروریزم خلق کړي خو د دې با وجود د دغه تروریستانو برتری دا ده چي دوى د خلکو د دفاع ارمان لري په داسي حال کي چي مسلط حکومت د خلکو د ارمانونو ضد حرکت کوي (ژاکوبینانو) په ۱۸۷۳ تر ۱۸۷۴ پوري داسي یو افراطی انقلاب وکړي چي د تاوتریخوالي څخه ډک وو برعکس (روبیسپیر) چي په فرانسه کي قدرت ته ورسېدى په۱۷۹۳ بیا تر ۱۷۹۴ پوري ټول هغه انقلابیون ئې چي د ده د حکومت خلاف وه ووژل، همدا راز ((زیلوتانو)) هم انقلاب وکړ چي د وژنو سره مل وو، د فېدل کاسټرو او چيګوارا انقلابي هڅي په ۱۹۵۹میلادي کال کي د کيوبا د وخت د رئيس جمهور (بتشتا) په مقابل کي کله چي ئې انقلاب کامیابه سو نو ارام ارام ئې په کيوبا کي خپل مخالفان وژل.
په انقلابي تروریزم کي انقلابیون د حکومت بانفوذه او لوړ منصبداران تروروي، د خارجي هیوادونو استازي، سفیران هدف نیسي او په عین حال کي حالت داسي جوړوي چي خلکو ته وښیي چي ګنې دولت ضعیفه دئ په امنیت راوستلو کي پاته دي نو دا هغه حالت دي چي عامه خلک په تشویش کي لوېږي د دې پر ځاى چي د تروریزم څخه ځان خلاص کړي د تروریزم خوا ته ځان ور اچوي، د دولت او پولیسوپه مقابل کي عام او عادي خلك درېږي او یو نوع هرج و مرج جوړېږي.
[1] :ډاکټر محمد علي ناجي راد،جهاني شدن تروریزم، مخکني اثر، ص ۶۹
[2] : Carlos Marighella, for the liberation of Brazil, Harmondsworth: Penguin, 1971, page 113