د ملا هیبت الله اخوند په اختریز پیغام کې لولو چې: « له دې ټولو بدمرغیو څخه  د نجات یوازینۍ لاره دا ده چې امریکایي او نور اشغالګر پوځونه زموږ له هیواده ووځي؛ اسلامي، خپلواک او افغان شموله نظام حاکم شي.»

 د ملا هیبت اله اخوند پاسنۍ خبره په ظاهره سمه ده خو عمق نلري او په واقعیتونو کې یې ریښه نشته.

 کله چې له شوروي اشغال سره جهاد روان و نو همدا خبره کیده چې که روسان ووځي نو هر څه به ګل و ګلزار شي خو روسان ووتل او د ډاکتر نجیب حکومت هم نسکور شو، بیا څه وشول؟

 څرنګه چې افغانانو په خپل منځ کې تفاهم نه درلود نو دومره ډیره تباهي راغله چې د روسانو په وخت کې یې تصور هم نه کیده. د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره ډیره ضروري دا ده چې طالبان په افغانستان کې له افغاني لوري سره یعنې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار شي.

 په هغه وخت کې هم ویل کیدل چې که روسان ووځي او اسلامي نظام قایم شي نو مشکلات به ختم شي خو په دې باره کې بحث نه کیده چې اسلامي نظام کوم ډول نظام ته وایاست؟

 په اسلامي نړۍ کې څو پنځوس هیوادونه دي. په دغو کې کوم یو او په څه دلیل اسلامي بولئ؟ طالبان د اسلامي نظام غوښتنه لري، حزب اسلامي یې هم لري او جمیعت او وحدت او نورې اکثره ډلې هم وایي چې اسلامي نظام غواړو. د افغانستان اساسي قانون هم صراحت لري چې ټول قوانین باید د اسلام د مبین دین له ارزښتونو سره سمون ولري. مطلب دا چې د اسلام مغایرو قوانینو ته اجازه نشته.

 د افغاني لوریو تر منځ د تفاهم نشتوالی د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط څخه وروسته ستونزو اصلي عامل و. طالبان که واقعا د افغانستان د ستونزو د اواري په فکر کې وي نو د افغانستان له حکومت سره باید له خبرو انکار ونکړي او د دې لپاره چې واقعي سوله ولرو ، په ټولو اختلافاتو او مبهمو مسایلو بحث پکار دی.

 په پاکستان کې هم مختلفې ډلې دي او مختلف نظریات لري خو د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپلو اهدافو لپاره مبارزه کوي، او سیاسي ډلې یې یو بل نه سره وژني او خپل هیواد نه ورانوي. دغه راز په ترکیه کې ، په هند کې او نورو هیوادونو کې.

 په پاکستان کې پاکستاني طالبان هم د اسلامي نظام ادعا کوي او جماعت علمای اسلام هم د اسلامي نظام مدعي دی. خو طالبان یې ځکه د جنګ او بدمرغۍ سبب ګرځېدلي دي چې خپلې غوښتنې د زور او جنګ او وحشت له لارې چې دوی یې جهاد بولي، عملي کول غواړي مګر جماعت علمای اسلام خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د سولې او قانون لاره انتخاب کړې ده.

 خپلو سیاسي اهدافو ته د رسېدو مشروع او سوله ایزو لاره دا ده چې نورو سیاسي لوریو ته به هم د مبارزې او فعالیت حق قایل کیږې او د خلکو رایې ته به اهمیت ورکوې.

د دنیا هر هیواد د هغه هیواد د خلکو ملکیت دی. د افغانستان د سرنوشت، د افغانستان د حکومت، د اقتصاد، د سیاست او د ژوند د نورو اړخونو په اړه اساسي فیصلې باید یوازې او یوازې د افغانستان خلک وکړي. د افغانستان په اړه د فیصلو حق نه د امریکا دی، نه د پاکستان، نه د ایران او نه د  بل چا. دا حق یوازې او یوازې د افغانانو دی.

 خو افغانان د دنیا د اکثرو نورو هیوادونو د اوسېدونکو غوندې ډلې، ډلې دي او د نظر تفاوتونه پکې موجود دي، نو څه باید وشي چې د بیلو فکرونو او حزبونو خاوندان د یو بل په څنګ کې د سولې او سړیتوب ژوند ولري؟ د دې سوال څرګند ځواب دا دی چې مختلفې ډلې باید یو بل ومني او د ازادو، عادلانه او عمومي انتخاباتو په رڼا کې د افغانستان خلکو ته دا حق ورکړي چې څنګه حکومت، د چا حکومت او په څه ډول حکومت غواړي؟

  طالب مشرانو ته پکار ده چې د مسایلو د بنیادي حل لپاره او د جنګ له شره د ملت د ژغورلو لپاره د افغانستان د خلکو په رایه او خوښه باندې تاکید وکړي.

 طالب چې له امریکا سره د خبرو غوښتنه کوي، دا یې حق دی مګر د افغانستان مسایل باید په اوله درجه کې له افغان لوري سره تر بحث لاندې ونیسي. افغانستان د امریکا او طالب مشترک مال نه دی چې یوازې دوی به یې په سرنوشت باندې خبرې کوي. افغانستان د حزب اسلامي، جمیعت اسلامي، کرزي ، اشرف غني یا بل چا او بلې ډلې شخصي مال هم نه دی چې یوازې دوی به یې سرنوشت ټاکي. افغانستان د ټولو افغانانو مشترک جایداد او مشترک کور دی. طالبانو ته پکار ده چې خپله سیاسي نظریه منطقي او عادلانه کړي او د ځان په ګټه د ډنډۍ وهلو مفکوره له ذهنه وباسي.

 دلته د یوې نکتې وضاحت لازم دی او هغه دا چې د افغانستان نورې ډلې که په عمل کې هر څه وي خو کم از کم په خوله او ظاهره خو داسې سیاسي بحث کوي چې د وینو او کشتار بوی ورڅخه نه راځي. دوستم چې دوستم هم دی، دا نه وایی چې د خلکو رایه نه منم، د نورو ډلو موجودیت نه منم ، ازاد مطبوعات نه منم او یا د نورو ډلو سیاسی فعالیت نه منم. دوستم له ټولې بیسوادي سره سره حد اقل په خوله باندې په سیاسي لحاظ پخه خبره کوي. طالبان هم که غواړي چې یو سوله ایز افغانستان تصور کړي نو لازمه ده چې خپل سیاسی نظریات له ابهامه راوباسي او په دې باره کې وضاحت ولري چې له نورو ډلو او لوریو سره به په خپل وطن کې څنګه شریک سیاسي ژوند کوي؟

 سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې متخاصم لوري د سیاسی عدالت په مفهوم وپوهېږي او باور ورباندې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *