په افغانستان کې سیاستونه د تکرار فلم په څېر وي. نن ورځ افغانستان په یوه ډېر حساس سیاسي حالت کې راګېر دی. ۲۰۱۴ز کال هغه څه و چې ټول هیوادوال ورته په سوالیه نظر هېښ وو. د افغانستان د اوسني حالت سره زما د یوې خاطرې او کیسې اړخ لګېږي.

کلونه وړاندي مو په یوه دفتر کې کار کاوه، د دفتر د یوه ملګري مو لوی بریتونه لرل، هغه پاکستانی انجینیر و، د دفتر ټولو ملګروبه بریتو ورته ویل، کله به چې چیرته تلو نو دی به مو دموټر په مخکنۍ څوکۍ کښېناوه، او دخلکو توجه به یی ځان ته اړوله ، یو ورځ یې راته یوه کیسه وکړه،

ویل یې: یاره داکتر صاحب یوه ورځ په کور کې بچیانو ډیر تنګ کړم او غوښتنه یې کوله چې باید چکر ته یې بوزم. میلې ته مې بوتلل، او هلته ګورم چه په سینما باندی پوسټر لګیدلی و ( یو بهرنی فلم) ماشومانو چې ولید، سمدستې یې غوښتنه وکړه چې باید سینما ته یې هم بوزم- ماشوم له باچا هم زورور دی، له خبرې یې نه سوم اوښتی، سینما ته مې ماشومان بوتلل.

دڅوکیو په مینځ کی مې ځان شا وخوا ماشومان هم راسره کینول فلم شروع شو ټول چپ و، کیسه یې دلچسپه وه، خو ویلن پکی یو ډیر تند سړی و لکه د هندي فلمونو (امریشپوري). فلم لږ څه تیر شوی و چې زما وړوکی زوی په ژړا شو، او ماته یی وکتل ماورته وویل چپ چپ! زویه ولی ژاړی؟ راته ویې ویل ډیډی! (پلار) هغه سم کارونه یې چې کول هغه هلک یی ووهلو پدې وخت کې زمونږ نه مخکی څوکۍ کې ناست کس داخبره واوریدله. سمدستي یې مخ راواړوه، د سړي لویه ږېره او سیوک مخ و، پر خپله اوږده ږیره یې لاس تېر کړ، او زما زوی ته یی وویل: ((چپ بچیه! چپ شه! الله به خیر کړي په هیرو باندی به هیڅ چل نه کیږې، د افلم ما درې ځلې کتلی دی، الله به هیرو له خیر ورکړي، ته مه جاړه.))

اوس هم د افغانستان اوسنی حالت تکراري فلم ته ورته دی، موږ باید د ټاکنو په کشماکشونو خپه نه سو، نړیواله ټولنه د امریکا په مشرۍ د سیمې د سیاستونو ریموټ په لاس لري هرڅه یې په خپله خوښه سمبال کړي وو او سمبال به یې کړي. الله به اشرف غني له خیر ورکړي، خو غرب پرې د نامشروع ولسمشر نوم ځکه اږدي چې ضعیف وي او دهغوی غوښتنو ته په راتلونکي کې سر ټيټ کړي.

دبن کنفرانس درپه یا د کړئ چې یوه ډله یې هم له بلې سره نه همږغې کېدل، همدغې شمالې ټلوالې همداسي چیغې وهلې، یواځې دومهر چې هغه مهال یې استازی قانون، نن یې د جمیعت تر نوم لاندي عبدالله استازی دی دوهمه دوره مو هم په سترګو ولیدله عینی حال و، د کرزي د واک مزی یې په نري تار وتاړه او یو ضعیف ولسمشر یې اعلان کړ، تر ننه کرزی د غرب احسان نسي هیرولی، ځکه عبدالله جیب یې د لوټو ورډک کړ، او کرزی یې ولسمشر کړ. هغوی ډاکټر اشرف غني هم په همداسي یو ضعیف موقف کې غواړي، اوس داو وایاست چې کمیسون نه بغیر ستاسی کومه بله مرجع چه مدار دااعتبار وی ایا دا ستا افغانی وجدان منی چه خارجیان راولی اوستاسی د رایو مشکل درحل کړی؟ بله کومه داسی مرجع هم نشته یواځی خارجیان کولی شی چه نظارت وکړی .

ایا دابه ددی ملت سره ستره جفا نه وی چې د کابل په کوڅو کې یو څو لنډه غر راوځی او دوحشت چیعغی وهی؟ یا داچې کوم تلویزیون مشر چه ځان یوښه مدنی فعال او استاد معرفی کوي او د تلویزیون په ښيښه راڅرګند شي او بی ځایه چېغو نه سوا بله کومه اجنډا نلری، یاداچې بعضی عناصر راجګیږی او د ولسمشر عکس د پښو لاندي کوي او په څای یی بل عکس لګوي. ښه که چیر ی ته ولسمشر نه شوی، نو داعکس خو بیا هم ستا لپاره پیغور پاتی شو.

ښه به داوې چې دواړه خواوي قانون ته مراجعه وکړي او د قانون په رڼاکې پر وړاندي پرتې ستونزې حل کړي. یوه خبره داهم چه کمیسون واقعا غیر مسلکی و، خوخبره دا چه کمیسون کارکونکی باید مسلکی شی، تر څو د افغانانو د اعتبار وړ وګرځی او همدارنګه برقی تذکرې وویشل شی، خو مخکی ددی چې برقی تذکرې وویشی راغلي کډوال هم ثبت کړي، تر څو دا نوی جنجال پورته نشی چې اوس پاکی او نا پاکی رایې بیلوې. مسئولیت خپله د افغانانو دی او باید خپل مسئولیت ته ځېر سو، د معاصر تاریخ کرښي باید په وینو رنګیني نه سي، بلکي باید هره کرښه یې سوله سوله وي.

کرزی خپله ګټه لټوي، شمالې ټلواله (جمیعت) خپله، مخالفین او ګاونډیان خپله او نړیواله ټولنه خپله ګټه لټوي، اشرف غني خو قانون ته غاړه اېښې او ټول کار یې کمیسونونو ته پرې ایښي، که یې قانون مات کړ، دهغه مخالت کوو، او باید اوسنۍ هڅې د نړیواله په حضور او نظارت کي افغانۍ سي، له هغه پرته نجات ناشونی دی.

One thought on “د سیاسي فلم تکرار/ ډاکټر هدایت الله زرمت”
  1. ملی حاکمیت
    په یوه هیواد کی چی آزاد او خپلواک وی د ولس یاخلکو حاکمیت تر ټولو لوړه مرجع ده. ولس خپل واک د خپل ولسمشر تر سمبول لاندی تمثیلوی اوټول صلاحیتونه او مسوولیتونه د اساسی قانون او نورو قوانینو په چوکاټ کی تنظیموی. البته هیڅوک تر قانون پورته نه وی او قانون په ټولو اتباعو او اوسیدونکو باندی په مساوی شکل سره تطبیق کیږی.
    اما کله چی قانون تطبیق نه شی او هغوی چی غواړی په نورو حاکمیت وکړی ، هغوی ته مجرم ویل کیږی. ځکه له قانون نه سرغړونه نشی توجییه کیدلی.
    بل داچی د یوه آزاد هیواد خلک د خپل سرنوشت په باب باید خپله تصمیم ونیسی او که چیری د دوی په کارونو کی بل څوک مداخله کوی ، د ولس حاکمیت او استقلال تر پوښتنی لاندی راځی.
    د ښاغلی محمود صیقل په وینا چی ده خپل مشکلات بین المللی مراجعو ته سپارلی دی اویا د برحال ولسمشر عکس په مځکه را غورځوی او خپل د هغه پر ځای نصبوی ، دواړه د ملت د تصامیمو سره په تضاد کی دی. که له سرزوری او لجاجت نه تیر شی اوخپل قوانین پر ځان تطبیق کړی ، ټول مشکلات حل کیږی. د بین المللی مراجعو په مداخلی سره زمونږ جنجالونه لا ډیریږی او بیایی د حل لاری چاری نوری هم سختیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *