د پنجشنبې په ورځ د کتاب ښار د غونډو په تالار کې د خان ګرافیک د سیاسی لید لوري د کتاب مخکتنه تر سره شوه.
اسدالله خان توپان د غونډې چلوونکې و.
د غونډې پیل د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه او بیا ښاغلي استاد نجیب الله منلي ته بلنه ورکړل شوه چې پر یاد کتاب خپل مخکتنه وکړی استاد منلي په خپله وینا کې د کتاب ستاینه وکړه او سیاسی لید لوري کتاب یی په پښتو ادب کې لومړی کتاب وباله چې په لومړي ځل داسې یو کتاب په پښتو ژبه لیکل کیږي او ټولنه ته وړاندې کیږي استاد وویل د ډير د خوشحالۍ ځای دی چې جنرال صیب آزاد په دې وتوانیده چې داسې یو کتاب زموږ ټولنې ته وړاندې کړ، تر ډیره ورته اړتیا لیدل کیده.
ستاد منلي یادونه وکړه چې دا کتاب باید د هیواد بیلا بیلو ولایتونو ته ولیږل شي تر څو زموږ هیوادوال ترې ګټه واخلي. په تیره بیا د پوښتون میشتو ځایونو ته لکه ننګرهار، کندهار، پکتیا، خوست او داسې نور.
استاد په ځینو اصطلاحاتو او نومونو په یادولو سره د کتاب په نور برخو هم ځینې خبرې وکړې.
ورپسې انجنیر دلاور نظرزوی هم خپله وینا کې د کتاب په بیلا بیلو خواو خبرې وکړې او وویل چې په دې نومونو او اصطلاحاتو پوهیدل زموږ لپاره ډیر اړین دی او ویل چې ځینې هغه نومونې چې په اوس وخت کې کارول کیږي او نوې رامنځ ته شوي دي باید هغه هم په کې راغلي وی خو خیر له آزاد صیب څخه یې هیله وکړه چې په راتلونکي ټوک کې ورته پام وکړي.
وروسته ځوان لیکوال او مبارز عطاوالله خان حیران ته بلنه ورکړل شوه تر څو خپل نظر د کتاب په وړاندي کړي ښاغلي حیران هم یاد کتاب ډیر ګټور وباله او وویل چې په دې کتاب کې ډیر پر ځای او بیلا بیل معلومات، نومونې او اصطلاحات ځای پر ځای شوي دي که نوم یی د سیاسي لید لوري پر ځای ( سیاسي پانګه ) نومول شوی وی نو زما په نظر ښه به وی.
حیران وویل ما کتاب تر ډیره مطالعه کړ تر کومه چې زه پوهیږم نو ډیر ښه او د اړتیا وړ معلومات په کې رانغاړل شوي دي او باید ځوان ترې ګټه پورته کړي.
ورپسې معدني فعال او مبارز ځوان جاوید آفتاب ته بلنه ورکړل شوه او نوموړي هم د کتاب په خپل نظر مثبت څرګند کړو او وویل چې سیاسي لید لوري کتاب کې نه یوازې سیاسی بلکه نورو ډیرو برخو لکه تاریخي، ټولنیز او داسې ګڼ شمیر نور معلومات او نومونې په کې هم راغلي دي او ځانګړتیا یې دا ده چې په کره پښتو کې هم نومونې ذکر شوی دي.
او هغه ځوانانو ته په اشارې سره یې وویل چې په میډیا يا په ځینو سیاسي بحثونو کې برخه اخلي او بیا ځینې اصطلاحات کاروي چې په سمه مانا یې نه پوهیږي او یا پر ځای نه کاروي کولای شي له دې کتاب څخه ګټه واخلي تر څو له دغه ستونزو څخه خلاص شي.
او پای کې له جنرال آزاد څخه یې مننه وکړه او په دې هیله چې دا د جنرال صیب پیل وي تر راتلونکي کې هم داسي ورته کتابونو خپل ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.
د غونډې په پای کې د کتاب لیکوال جنرال ملوک آزاد ته بلنه ورکړل شوه او جنرال ازاد له ټولو ویناوالو او ګډونوالو نه د زړه له کومې مننه وکړه ویل چې په دې کتاب لپاره ما ډيره کتابونه ولوستل او ډیره مطالعه مې کړی ده او له ډیرو لیکوالو سره می پرې خبرې کړي دي او وروسته له هغه مې پري کار پیل کړو.
جنرال صیب د سمیزو مطالعاتو د څیړنې مرکز له مشر هم مننه وکړه چې ما سره د کتابونو او سرچینو په اسانیا کې یې خورا مرسته کړې ده.
په پای کې وویل چې د یاد کتاب دویم ټوک چارې هم تر لاس لاندې دي . انشاالله په د معلوماتو په بشپړیدو نه وروسته به هغه هم چاپ کړم او د اسد خان څخه یې ډیره مننه وکړه چې د کتاب ډيزاین اوچاپ چارې په ښکلي بڼه تر سره کړي دي.
بياهم ښاد آباد د لوی افغانستان په هيله