له څه مودې راهیسې ځینې ډلې ټپلې چې ځانونه سیاسي ګوندونه بولي خو په حقیقت کې نه سیاسي دي او نه ګوندونه (۱)، لګیا دي د هېواد په دغو نازکو حالاتو کې چې هره ورځ د وینو سیلاو روان دی، کورنۍ له ګلانو نازک خپل بچیان خاورو ته سپاري، لسګونه میندې بورې، ماشومان یتیمان، خویندې ورارېږي خو دوی داسې ډرامې رامخته کوي چې نه عملي او نه منطقي دي. دغو کسانو ګواښ کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي په لومړي ګام کې به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه وتړي. ځینو نورو خو لانورې غورې دربې او اوتې بوتې هم کړي چې که ټاکنې یې په خوښه نه وي لنډمهال حکومت به جوړ کړي. دا… او … هغه…به وکړي… رښتیا خبره خو داده چې هغه له ټولو چې ځان تورزن ګڼي او ډېر باټې وهي که دغه نن ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او د بهرنیانو زور نه وي و الله که په هغه کاغذي امپراتوري که تر سبا د مارمول او چاربولک لغړو ته ک…ه تینګه کړي. موږ ټول یو بل ته ښه مالوم یو، د ټولو غیرت مالوم دی چې تېر ځل طالبان میمنې ته لا نه و رسېدلي چې دوی وختي ځانونه کولیاب ته رسولي وو، هغه وخت دوی اجیر لښکر هم درلوده اوس خو تر هغو چې ځان ښوروي له زنې لاندې به یې وررسېدلي وي.   

په دې ډله کې ځینې ډلې او کسان هسې هم له ویش په چور خوښ دي، ځکه چې دوی خو یوازې د چور مسلکیان دي، دوی نه افغانستان سره مینه لري نه یې دغه هېواد په دغه نوم او پېژند خوښ دی، دوی خو له افغانستان او افغان سره دوښمني واردمخه اعلان کړې او هم به یې له خپلو بادارانو دنده اخیستې وې، دوی په هرګام کې ولس ته ستونزه او خنډ پیدا کوي. په دوی کې بیا ځینې هسې هغه د چاخبره د خپلې… له وېرې د ایندانو په ډله کې منډې وهي نه چې کوم یو پرې راونه ګرځي. که نه وي په دې ډلو کې داسې کسان هم ناست وي او له ټولو بړبړ غږېږي چې په دغه وطن کې والله که یې پشکه په خوله میو لاوکړي، خو دوی هسې باد په توره وهي.    

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته له دوو میاشتو کم وخت پاتې دی خو دغه ښاغلي دومره لوړ الوت کوي ته به وایي چې په هېواد کې خیر اوخیریت دی، افغانستان سویس دی چې نه په کې ټک شته او نه هم ټوک، ټاکنو ته هم لږ تر لږه یو کال وخت پاتې دی نو ځکه خو دوی وړاندیز کوي چې د ټاکنو له پاره دې له سره بایو متریک نوم لیکنه وشي او ټاکنیز سیستم دې له واحدې او نه لېږدېدونکې رایې سیستم د رایې پرلېږدېدونکي سیستم بدل او سیاسي ګوندونو ته دې په ټاکنو کې ونډه ورکړل شي …او …څه …

لومړی خو کوم منطق دا مني چې له دوو میاشتو په کمه موده کې دې په بایومتریک سیستم ټاکنو ته نوملیکنه وشي؟! څوک به دغومره خلک چې یوځل یې مخکې له ډول ډول خطرونو او ننګونو سره سره پر تذکرو سټیکرونه لګولي بیا ځلي وهڅوي چې د نوملیکنې مرکزونو ته لاړ شي او بیا دې ددغو ښاغلو په فرمایش په بایومتریک سیستم نومونه ولیکي او بل ځل دې د ټاکنو پرورځ بیا رایې وکاروي. بله دا چې له کوم ځایه او د چاپه کومو پیسو د ټول هېواد په کچه د بایو متریک تکنالوژي چمتو او بیا په کومو کسانو د بایومتریک سیستم فعال کړی شي، د ټول هېواد په کچه دې د هغه شبکه فعاله شي هغه هم په دومره لنډ او تنګ وخت کې؟ که څوک لږ عقل او شعور هم ولري نو پردې پوهېږي چې دغه کار عملي نه دی خو که د هلمند رسول اخند زاده وي(۲) نو دا بیا بېله خبره ده.  

بله دا چې دغه ښاغلي وایي چې ټاکنیز سیستم دې بدل شي په داسې حال کې چې خلک اوس ایله په دغه سیستم بلد شوي او پر دې پوهېږي چې یو رایه ورکونکی یوازې یو نوماند ته رایه ورکولی شي که اوس دغه سیستم بدلېږي نو خلک له زاغ او رزاق دواړو پاتې کېږي، په دې مانا چې پر نوي سیستم پوهېږي نه او زوړ خو به باطل شوی وي چې له تردید پرته د میلیونونو خلکو رایې به باطلې شي، د یو ولایت خلک به د بل ولایت نوماندان لټوي هغه خو هسې هم نه پیدا کېږي، د درې یا څلورو کسانو پرځای به اتو یالسو کسانو ته رایه ورکوي چې په دې سره به رایه باطلېږي او دې ته ورته نورې ستونزې…

دا ډلې غوښتنه کوي چې ګوندونو ته دې په ټاکنو کې ونډه ورکړل شي، خو ستونزه داده چې ګوندونه وي چې باید ونډه ورکړل شي دا خو ټول یا د یو قوم لنډغر د څو جنګي جنایتکارانو پر شاوخوا راټول شوي یا د یو ځانګړي مذهب متعصبو مشرانو پر شاوخوا یو څو خپلسري وسله والو را تاو شوي، یا د شوروي یرغل پرمهال له بهرنیانو د پیسو او وسلو شکلو په پلمه د یوې پېژندل شوې کورنۍ کوم حریص یا عیاش مشر کومه ډله د تنظیم په نوم جوړه کړې چې اوس د کورنۍ له میراث خورو پرته د هغه ګوند(تنظیم) په نوم نه څوک فعالیت کوي، نه کوم هدف لري. هلته بیا په یو نوم دوه ګوندونه ثبت او راجستر او په یو نوم اونیزه لري  مالومه نه ده چې کوم یې اصلي او کوم جعلي دی. د یوې بلې ډلې د مشر له وژل کېدو وروسته د مشر زوی ځان د ډلې مشر اعلان کړی په داسې حال کې چې د پلار مرستیال یې دعوه کوي چې هغه د ډلې مشر دی لنډه دا چې ټول دغسې لوښي دي.

له بله پلوه دغه کسان چې ځانونو ته د سیاسي ګوندونو مشران وایي یو یې هم د خپلو ګوندیانو په رایه نه دی مشر شوی، بلکې ډېر یې د توپک او پیسو په زرو مشران شوي، کله چې دوی په خپل ګوند کې دمکراتیک ارونه، نه شي پلي کولی یا باور نه پرې لري نو په ټولنه کې به څنګه پر دموکراتیکو ارزښتونو باور ولري؟   

خو رښتیا خبره داده چې دغه خلک وېرېږي چې دا ځل به د حامد کرزي د واکمني لورېینې او مزې چړچې نه وي چې د رایو صندوقونه به په کورونو کې ډکوي، یا به ملا معنوي د ولسي جرګې د څوکیو بیع بقاله په شهزاده سرای او دوبۍ کې کوي نو ځکه خو یوازې او یوازې د امتیاز اخیستو له پاره دغه ډول پښې دربوي او بس.  

  1. دغه کسان چې ځانونه سیاسي ګوندونه بولي که له همغه لومړي سره یو عادل او واکمن نظام راغلی وای دوی هر یو باید څوځله په اعدام محکوم شوي وای ځکه دوی توکم وژنې کړي، د کابل په ګډون یې ښارونه وران کړي، لسګونه زره کسان یې وژلي، انسانان یې بې محاکمې  په ډله ییزه توګه وژلي، د بهرنیو استخباراتو جاسوسي یې کړې، د انسانانو پرسرونو یې میخونه ټکوهلي، د مړو ګډاګانې یې نندارې ته وړاندې کړي، له ښځو یې تیان غوڅ کړي، عامه شتمني یې لوټ کړې او دې ورته نور جنایتونه چې دغه هریو جرم ته په ملي او نړیوالو قوانینو کې د درنو سزاګانو وړاندیونه شوې. په دوی کې ځینې مافیایي کړۍ د قومي ملیشو او خپلسره وسله والو سروالان، ځینې نور بې هویته مفتخواره راټول شوي چې د سیاسي قاموس له مخې یو یې هم هغه معیارونه، نه شي پوره کولی چې د سیاسي ګوند له پاره ټاکل شوي دي.   
  2. وایي چې رسول اخندزاده د خپلې سیالې ډلې(جمعیت) پر قوماندان( مولوي عطامحمد)په غوصه شو نو خپلو ټوپکیانو ته یې امر وکړ چې:«ولاړ سئ دا عطا ګی راولئ! » راوي وایي چې ټوپکیانو یې پوښتنه ترې وکړه چې: « اخندزاده صاب څنګه یې راولو؟ ورته ووایو چې اخندزاده صاب غوشتی یې؟ که په زور یې راولو؟ » په دغه وخت کې رسول اخندزاده په غصه شو او خپلو توپکیانو ته وویل:«…خر…نو پر دې نه پوهېږﺉ چې څنګه یې راولئ؟ » دغه وخت اخندزاده د خپل یو ټوپکي له لاسه کلاشنیکوف واخیست او مخامخ یې پر یوه ونه باړونه وچلول او منډه یې کړه له ونې یې غېږ چاپېره کړه، خپلو بړیڅو ته یې مخ راواړولو او ویې ویل: « دغسې یې راولئ؟ » وایي چې په هغه شخړه کې له دواړو لورو ښه ډېر کسان ووژل شول او عطامحمد یا د رسول اخندزاده په قول عطاګی یې هم ورنه ووست.  
2 thoughts on “د سیاسي ګوندونو چرګ یوه پښه لري | ودان روښان”
  1. روښان صاحب خدای رب العزت دی نور هم روښان اوځلانده لره.
    که حکومت د مفسدو احزابو له شر او ضرر څخه ځان او ملت ته نجات ورکولو غوڅ تصمیم
    لری نو لاندی قانونی اجراات باید ترسره شی:
    د رسمی او راجستر شویواحزابو سالانه دقیقه ارزیابی دی وغوښتل شی، شوی که نه؟ که شوی وی ولی اعلان شوی نده؟
    نو کلنی ارزیابی باید حتما ثبت وی او د همدی په بنا کار آمد او بیکاره یا معامله ګر احزاب تصفیه کیږی.
    هغه چی ملت ته خیر نلری یا خاین او د قانون په وړاندی خنډ دی بلا درنګ غیر قانونی او قانون ته دی وسپارل شی.
    په تیرو ۲۵ کلن حکومتونو کی غټ میلیونی او میلیاردی مفسدین اکثریت یی د رسمی احزابو ارکان دی.
    داسی احزاب هم شته چی اکثریت ارکان یی مشهور مفسدین یا افسدالناس دی چی فساد کی لږ ترلږه ۱۵ کلن فعاله سابقه او شهرت لری ، هیچا هم دا ارزیابی نده اعلان کړی چی دا فاسد اکثریت چی د ملی خدماتو برنامه نلری او فقط برنامه یی فساد او لوټ دی او لکه اجنبی عمل کوی په دغه حزب پوری تړاو لری او غیر قانونی اعلان شواو تر تصفیی وروسته وکتل شی حق د کاندید لری که نه ؟
    نوبد بختانه موږ احزابو ته رسمیت ورکړی خو نه کنترول شته اونه ارزیابی.
    که یو حزب ملی ګټو ته ژمن نه وی او تل فساد کوی کوم بی غیرته یی منلی شی چی ملت دی داړی او بی غیرته دون همته مسؤل چی رسمیت یی ورکړی ورته ګوری او ملت یی له داړونکو، نه خلاصوی نو اصل کی همدا مسؤل او اداره غله روزی او جرم او جنایت کی شریک او مرتکب دی تعاون د اثم او عدوان دی او دا بی ایمان حاکم تقویه کونکی د ظالمانو دی نودا بوجی د پارو ددی کرسی او منصب وړ ندی او د داسی بوجیو پریښودل چی د ملی خدماتو ظرفیت نلری لدی مظلوم ملت سره د ظلم حاکمول دی
    ولا تزدالظالمین الا تبارا.

  2. زموږ اخلاقی او روحی ستونزه داده چه یو سینمائی فلم له نیمائی وروسته ګورو او سمدلاسه نیمګړی قضاوت کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *