د دې حکومت له لومړي سره ځینو ادعاوې کولې چې دا حکومت به دوام و نه کړي او ژر ده چې سقوط شي، کله چې حکومت په لومړیو کلونو کې نسبې پرمختګونه رامنځ ته کړل، نو سیاسیونو او په اصطلاح ځینې شنونکو د لوی جرګې غوښتنه وکړه چې ګنې دا حکومت ناکام دی او باید د لوی جرګې له لارې یو بل حکومت رامنځ ته شي او ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

دا هر څه د یو پلان له مخې روان و چې څنګه کیدای شي، حکومت له چیلنجونو سره مخ کړي او پروړاندې یې خلک راپورته کړي، خو ولسمشر محمد اشرف غني په دریم کال خلکو ته ثابته کړه چې دا حکومت بنسټیز کارونه کوي چې افغانستان کې سولې او حتمي او ځان بساینې خواته یې بوځي.

کله چې د لوی جرګې ډنډوره د ولس په اکثریت غږ باندې غلې شوه او د لوی جرګې پلویان مات شول، نو بیا یې په حکومت نورې ادعاوې پیل کړې چې ګنې ویشل شوی او یا قومي او سمتي دی، خو دا هم خلکو ته ثابته شوه چې دا حکومت د هیچا نه دی، خو د هر چا دی.

اوس له دې ټولو ادعاوو سره ـ سره چې دروغ ثابتې شوې او حکومت په ټول توان کار کړی چې د ولسونو زړونه لاس ته راوړي، اوس دا سیاسیونو او په اصطلاح شنونکو په ټلویزیونونو، غونډو او ټولنیزو رسنیو کې دا تبلیغات پيل کړي چې ګنې حکومت ټاکنو ته اراده نه لري او د پارلماني ټاکنو په ځنډ سره غواړي ولسمشریزه ټاکنې هم وځنډوي او په دې سره د حکومت موده وغځوي.

حکومت مسوولیت لري چې د ټاکنو کمېسیون لپاره امکانات برابر کړي او د ټاکنو کمېسیون خپلواک دی چې څنګه کولای شي، سرتاسري او رڼې ټاکنې وکړي، د ټاکنو کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکنو نېټه اعلان کړه او اوس په شرایطو برابر کسان کولای شي، پارلمان او د ولسوالیو شوراګانو سیټونو ته ځانونه نوماند کړي.

د ټاکنو نېټه د میزان ۲۸مه اعلان شوه، که څه هم تر دې وړاندې د ټاکنو لپاره د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان شوې وه، خو دا چې تخنیکي ستونزې او ناامني لویه ننګونه وه، د ټاکنو نېټه وروستۍ شوه او حکومت غوره وګڼله چې له جنجالي او محدودو ټاکنو ترسره کولو څخه به ښه دا وي چې ټاکنې وروسته وشي، خو هر اړخیز ډول باندې ښې او ټول منلې وشي.

حکومت د ټاکنو لپاره قوي اراده لري چې سږ کال په اعلان شوې نیټه ترسره شي او د سیاسیونو او نورو ډلو دا ادعاوې به هم لکه د نورو په شان دروغ شي چې د حکومت د دوام او تګلارو په تړاو یې کړې وې.

د میزان تر ۲۸مې به افغان ځواکونه د زره مرکزونو امنیت خوندي کړي او خلکو ته به زمینه برابره کړي چې د خپلو خوښې نوماند لپاره د رای اچونې مرکزونو ته لاړ شي او رای ورکړي.

د راتلونکو ټاکنو لپاره یو لوی چیلنج د رایو کارتونه و چې تېره دوره پکې زیاته درغلې شوې وه او حکومت پریکړه وکړه چې د رایو کارتونو پرځای په تذکرو ټاکنې وکړي، اوس د ټاکنو کمېسیون اړتیا لري چې لس میلیونه تذکرې وویشي او هغه خلک چې د رای اچونې لپاره تذکره نه لري، تذکره ورته ورکړل شي.

حکومت د ټاکنو کمېسیون لپاره بودجه هم برابره کړې او امنیتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې د رای اچونې د مرکزونو لپاره امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.

د پارلماني ټاکنو پسې به راتلونکی کال د ولسمشریزه ټاکنو لپاره چمتووالی نیول کیږي او حکومت په هیڅ ډول نه غواړي چې له قانوني مودې زیات کار وکړي او د ولسمشریزه ټاکنو لپاره به په وخت اقدامات کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *