بصيرالحق عادل||
سیداصغر هاشمي د لسګونو کتابونه لیکوال دی، د ده څو کتابونه په نورو ژبو وژباړل شو چې دا دی غوره فکرونه اثر یې ادبي ټوټې دي او هره ادبي ټوټه یې د ځانګړي پیغام درلودونکې ده، د لومړي ځل لپاره په فارسی د (افکار ناب) او انګلیسي(Brilliant Thoughts) په نامه وژباړل شو.
دا اثر په ټولیز ډول د ځان پېژندنې، وګړ پېژندنې، ټولنپېژندنې او په ځانکړي ډول د انسان په اړه خبرې لري.
له دې اثره پرته د ده نور اثار لکه: د تحقیق اصول، زما منتخبې لیکنې، د قران کریم طبي اعجاز او داسې نورې لیکنې فارسی ته ژباړل شوي دي.
دغه اثر له پښتو انګلیسي ته په روانه او عام فهمه ژبه ژباړل شوی دی، ژباړونکې یې دوه ځوان لیکوال(طاهر صاحبزاده او ارمان) دي. په کتاب کې اصل لیکنه او ژباړه یو ځای راغلې دي، لوستونکی کولای شي چې اصل( پښتو) او انګلیسي په یو کتاب کې مطالعه کړي.