کابل- د غويي ۲۲ مه
لکه څنګه چې زموږ ګران هېوادوال پوهېږي، له تېرو څو ورځو راهیسې د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین استادانو د دې لپاره تحصن پیل او درسي جریان مختل کړی، چې دا دارالمعلمین دې پوهنتون ته ارتقاء وکړي. دغه استادان له یو شمېر محصلینو سره یو ځای اعتراضي غونډې کوي او د اعلامیو له لارې څرګندوي، چې د ښوونکو د روزنې عمومي ریاست، د ښوونیز نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې معینیت او پوهنې وزارت پوهنتون ته د دارالمعلمین د ارتقاء مخه نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې پوهنتون ته د دارالمعلمین ارتقاء د پوهنې وزارت له صلاحیتونو څخه نه ده او د حکومت د رهبرۍ کچې پرېکړې ته اړتیا لري.
پوهنې وزارت د اعتراضي غونډو جوړول او سوله ییز تحصن د هر افغان مدني حق بولي، خو ټینګار کوي، چې په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې زده کړه هم د هر شامل فرد حق دی او پر وړاندې یې مزاحمت او خنډ جوړول مناسب عمل نه ګڼل کېږي. دغه راز په اوسنیو شراېطو کې، چې امنیتي ګواښونه هم موجود دي د دا ډول تحصن او اعتراضي غونډو جوړل د نورو ستونزو د را پیدا کېدو سبب هم ګرځېدلای شي.
پوهنې وزارت په داسې حال کې، چې د وزارت سرپرست شخصاً د استادانو له استازو سره غونډه درلوده او په دې اړه وړاندیزونه، نظرونه او وړاندې شوي مسایل یې دا مهال تر بررسۍ او مطالعې لاندې نیولي، د سیدجمال الدین افغان له استادانو او محصلینو غواړي، چې خپل تحصن پای ته ورسوي او خپلو محوله امورو ته چې تدریس او زده کړه ده؛ دوام ورکړي. یاد تحصن په هغه صورت کې موجه کېدلای شي، چې د پوهنې وزارت له اړخه هېڅ همکاري نه وي موجوده او د خبرو ټولې لارې تړل شوي وي. په عین حالت کې موږ په دې باور یو، چې په یوه رسمي او قانوني چوکاټ کې هره اداره خپل صلاحیتونه او مکلفیتونه لري، چې د هغو پر اساس د دارالمعلمینونو ارتقاء او ابقاء زموږ له صلاحیتونو لوړه چاره ګڼل کېږي.
پوهنې وزارت د هغو ادارو او ښوونیزو مرکزونو په اړه، چې په قانوني ډول په پوهنې وزارت پورې اړه لري د جدي مسوولیت ښکارندويي کوي او اعلانوي، چې د قانون په چوکاټ کې او شته امکاناتو ته په کتو د یادو مرکزونو ستونزو ته رسېدنه کوي.
په ورته وخت کې پوهنې وزارت ددې اعلامیې له لارې څرګندوي، چې که خدای نا خواسته د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین د یاد تحصن له امله کومه پېښه کېږي، د مسئولیت راجع کول به یې دې وزارت ته سم او پرځای نه وي.
درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست