جیلاني جلان

هر نظر او هرې منظرې نه مار
ښکاري د حالاتو اینې نه مار

یا مداري یاره !  منتر زور کې کړه
وزي ستا د خولې تودې اودې نه مار

ارګ مو د ولس وینو ته بیا تږی
بیا به کړي بهر له ګلخانې نه مار

کله حوصله دښته د ګلو شي
کله شي پیدا له حوصلې نه مار

خلکو ته رڼا له زمانې راځي
مونږ ته جوړ جلانه! زمانې نه مار

۱۲وږی ۱۳۹۳
کابل
سید جیلاني جلان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *