سطحي او روانې  اوبه چې زياتره يې د واورې د ویلي کیدو، بارانونو او د بحرونو د موسمي کم عمره او کلنیو اوبو له جریان څخه منځته راځي، په مختلفو وختونو کې د بارانونو د اوریدو او همداشان د ژمنیو واورو د ویلي کیدو څخه سرچینه اخلي. د باران  او واورو دغه اوبه له مختلفو سیمو څخه راغونډیږي او دRun off په شکل ځان سیندونو، کانالونو او خوړونو ته رسوي، چې د اوبو دغه ډله ییز او سطحي حرکت په هېواد کې د زیات تخریب سبب شوی دی، په ځانګړي ډول د خاورې د توږل کېدو لوی عامل ګڼل کېږي.

 د سیلابونو د اوبو پر یوې برخې بزګران خپلې مځکې خړوبوي او پاتې نورې یا خو په دښتو کې وچیږي او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته وربهيږي، ګاونډيو هېوادونو ته د اوبو دغه بهیدنه زياتره وخت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاوتریخوالي پوره تاثیر کړی.

د موسمي بارانونو اوبه په زیاته اندازه د بزګرانو له واکه وځي، دا ځکه چې دوی د اوبو د زخیره کولو لپاره زېرمه ځایونه یا مخزنونه نه لري چې د سیلابونو دغه اوبه زخیره کړي او په مختلفو وختونو کې یې د خړوبولو لپاره وکاروي، یوه غټه ستونزه چې د کال په اوږدو کې بزګران ورسره مخامخ کیږي هغه وچکالي ده، دوی یوازې د اورښت په وخت کې له باراني اوبو څخه استفاده کوي خو کله چې اورښتونه نه وي، نو بزګران د اوبو د کموالي له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وي، همدا لامل دی چې کروندې يې د اوبو له کمښت سره مخ او ډیری وخت يې په حاصلاتو کې کموالی راځي، د دې ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې د اورښتونو په وخت کې باراني اوبه زیرمه او د نباتاتو د اړتیا په وخت کې ورڅخه ګټه پورته شي.

په هیواد کې د واورو وریدنه او په پسرلي کې د همدې واورو ویلي کیدل د بزګرانو لپاره د باراني اوبو په نسبت موثره ده، داځکه چې د واورو ویلي کیدنه په دوامداره او تدریجي ډول سره صورت نیسي خو د باران اوبه يوازې همغه وخت د استفادې وړ وي په کوم وخت کې چې وریږي . د واورو ویلي کیدل په هغو سیمو کې چې زیات غرونه لري او ځنګلونه لري په ډیر ورو بڼه وي  داځکه چې هلته د زیاتو ونو شتون او د زیاتو درو شتون یې د لمر د وړانګو مخه نیسي او په ډیر کم شدت سره واورو ته رسیږي او په ورو بڼه ویلي کیږي، د واورو اوبه تر ډيره پورې د نباتاتو د اړتیا وړ اوبو د پوره کونې لپاره لازمې دي ځکه چې ویلي کیدنه يې ورو ده، همدغه اوبه په طبیعي ډول په غرونو کې د چينو په ډول زيرمه کيږي او په کم حجم راوځي.

په هیواد کې د اوبو هغه جریان چې نیم کال په بر کې نیسي زیات ده، د اوبو دا جریان په هر کال کې څلور میاشتې وي چې د پسرلی او دوبي په لومړنيږ وختونو کې تر سترګو کیږي او له هغې څخه وروسته د کال د پاتې برخې موسم وچ پاتې کیږي، د غرونو طبیعي جګوالي او پیچلتیا د نوموړي هېواد د طبیعي اوبو لپاره بهترینې سرچینې جوړوي، ځکه چې د واورو لوی لوی کنډکونه پکې ځای پر ځای کیږي او بیا چې کله دا کنډکونه راویلي کیږي او د سیمي ویالې او بحرونه له اوبو بډایه کوي، د پسرلي او دوبي په باراني موسمونو کې د زیات اورښت له کبله د هیواد د اکثریت سیمو چټک خوړونه ډکیږي، دا موسمونه اکثره وختونه د میلادي جنتري د اپریل او جون په میاشتو کې رامنځته کیږي. دا چټک خوړونه د سیمې د اوبو معتبرې سرچیني تشکیلوي. همدا معتبرې سرچیني دي چې د هیواد زیاتره ابادی سیمي خړوبوي.

تنویر- پکتیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *