د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/اسد/۲۷
د لوګر ولایت استازي: “د سیمه ییزو اروګانونو اداره دې، د لوګر د خلکو ستونزې واوري”
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي، سره د لوګر ولایت متفذینو او د ملي شورا استازو، د یوې لېدنې په ترڅ کې د خپل ولایت یو لړ ستونزې شریکې کړې.
لومړی د نورو په استازیتوب د یاد ولایت دیني عالم مفتی سمیع الحق خبرې وکړې او د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې یې غوښتنه وکړه، چې په لوګر ولایت کې، د ولایتي ادراې او سیمه ییزو خلکو ترمنځ وروستۍ ستونزه هواره کړي. نوموړي وویل، چې د لوګر ولایتي اداره باید د یو شمېر کړنو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي او خلک د کارونو له څرنګوالي خبري کړي.
په ملي شورا کې د لوګر ولایت استازي، اکبر ستانکزي، د لوګر ښاروالۍ لخوا په پل علم ښار کې د ده په وینا د شنې سیمې د ځمکې د وېشلو پر کار انتقاد وکړ او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې یې غوښتنه وکړه، چې د دې مهمې مسلې هواري ته ځانګړې پاملرنه وکړي. اکبر ستانکزي، په خپل ولایت کې د امنیت ټینګښت، بیارغونه او خلکو ته د کار پیدا کول مهم لومړیتوبونه وبلل. د نوموړي په وینا، د ځمکو د وېش پرسر را پورته شوي اختلافونه د لوګر ولایت پرمختیایي بهیر ټکنی کولای شي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي، په لوګر ولایت کې، د ځمکو د وېش پر سر وروستي اختلافونه د اندېښنې وړ وبلل. ماموندزي د لوګر ولایت متنفذینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکې کړي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین و ویل، چې د شنې ساحې د بدلون په اړه د حکم واک یوازې ولسمشر لري او دوی به د دې ساحې د ملکیت د تثبیت لپاره، د پلاوو نظریات راټول او د یوه راپور په توګه د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کړي.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په پل علم ښار کې، د همدې ځمکې د توزیع پر کار د انتقاد په توګه سیمه ییزو خلکو د ښاروالۍ د پارک په شاوخوا کې د تحسن خېمې لګولې وې. لوګر ولایت ته د همدې مسلې د څېړنې په موخه د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لخوا د پلاوي تر استولو وروسته د خلکو پریکون پایته ورسېد.