د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳-۲-۶

له سیمه ییزو ادارو څخه را رسېدلي راپورونه وایي، چې د هیواد په څلورو ولایتونو ( سرپل، جوزجان، فاریاب او بادغیس) کې د سختو سیلابونو له امله خلکو ته ګڼ شمیر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، مسوولین، د دې پېښو له کبله د زیانمنو شویو کورنیو سره د تسلیت او ډاډګېرنې ژور مراتب شریکوي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د یادو پیښو د قربانیانو سره هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده او له همدې امله، په خپلو سیمه ییزو ادارو ټینګار کوي، چې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د همکارۍ جدي ګامونه پورته کړي.

دې ادارې، پر نړې��الو مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې په چوکاټ کې، د پېښو له قربانیانو سره عاجلې مرستې وکړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د پېښو له قربانیانو سره د افغانستان د ملي پوځ د پر وخت او ژغورونکو مرستو څخه مننه کوي او دا کار د خلکو او وطن پر وړاندې د ملي پوځ د سترو مسوولیتونو د اداینې بل عملي ګام ګڼي.

د دې ادارې د لوی رییس عبد الخالق فراهي په مشرۍ، یو لوړ پوړی دولتي پلاوی د زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو جلبولو او همغږۍ په موخه یادو ولایتونو ته پر سفر روان دی او ډېر ژر به د خپلو ارزیابیو راپورونه، له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

د یادولو وړ ده، چې په یادو ولایتونو کې د تیرې ورځې سیلابونو د راوتو له امله ګڼ شمېر هېوادوال مړه او ټپیان شوي دي. همداراز یې څاروي وژل شوي او کورونه او کرنیزې ځمکې یې سیلابونو لاندې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *