همدا اوس د افغانستان د کړکېچ تر څادر لاندې د هند، پاکستان، ایران، مسکو، امریکا ، برتانیې او سعودي عربستان د استخباراتي لوریو جګړه دوام لري، چې بشري تلفات پکې افغانانو ته اوړي او نا مخامخ ګټې یې یادو هېوادونو ته رسېږي.

په پاکستان کې د نواز ګوند بریالیتوب په ترڅ کې د افغانستان په اړه د پالیسۍ د بدلېدا موضوع او ورسره جوخت په افغانستان کې د ځانمرګو او وسله والو یا بمي بریدونو ډېرېدا، په حقیقت کې  دوه هاغه متضاد بعدونه دي، چې د سیمې د استخباراتو د تاوده  فعالیت څرګندونه کوي، ځکه د افغانستان ثبات په حقیقت کې د سیمې د هېوادونو له ګټو سره مخامخ تړاو لري، موږ وینو چې د افغانستان په جغرافیه او طبیعي زېرمو پورې د چا ګټې تړلې دي همغوی په سیاسي فضا او سوله کې لاسوهنې کوي او دغه ګټې دا چې یو تر بله متضادې دي، نو ځکه د افغانستان د ثبات مسئله هم متضاد قطبونه لري، یو خوا د سولې مذاکرات پیلېږي او بل خوا جګړه نوي درشل ته د ورننوتلو په حال کې ده .

د افغانستان د ثبات په اړه د اسلام آباد او  نوي ډيلي نظریات سره  دومره متفاوت دي،  چې هېڅ ورباندې د باور او منلو لپاره د محضې معقول انسان واره نه راځي.

اسلام اباد په افغانستان کې د تېرو لسو دولسو کلونو په بهیر کې د رامنځته شوي پرمختګ په اړه ناراضه دی او دا نشي زغملی چې ګواکې دغه پرمختګونه چې هغه په بیا رغنیزه برخه کې دي یا په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، علمي او فرهنګي هغو کې  محفوظ پاتې شي  او همدا سبب دی، چې د افغانستان په اړه پرته له دې چې دلته انارشي او ملوک الطوایفي وي پر بل څه نه راضی کېږي.

له دې کبله چې دا شونې نده چې، افغانستان له هند یا پاکستان سره د اړیکو د تامین په برخه کې د یادو هېوادونو له یوه یوه څخه اغېزمن شي، نو له دې ځایه د دواړو یادو هېوادونو اندېښنې سرچینه اخلي او دلته د خپلو درواغجنو اندېښنو مخه نیول غواړي.

دغه غیر مرئي جګړه چې په حقیقت کې  د اي ایس آی او هندي استخباراتي شبکې – رآ –  ترمنځ روانه ده  د همدغو درواغجنو اندېښنو له امله دوام مومي او دا دوام به ترهغې وي، چې څو یاد هېوادونه په افغانستان کې د خپل نفوذ پر وړاندې د حریف نفوذ ته زیان واړوي او پدې توګه به  دغه بدرنګه جګړه افغانان د سوند د توکو په حیث، همداسې چې وینو یی د استهلاک تر کومې تېروي.

همدا راز ایران او روسان ورته نظرونه لري، چې افغان حکومت کمزوری او په افغانستان کې  د امریکا پر اهدافو د وسله والو مخالفینو له خوا بریدونه وکړي؛ اما دا لېوالتیا دومره هم ندی،  چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین  واک ته د رسېدو تر بریده پیاوړي شي، ځکه دواړه لوري له دې څخه هم اندېښنمن دي، چې دغه کتله ستره او ځواکمنه نشي او په همدې مقطع کې يې د پاکستان سره مواجهت رامنځ ته کېږي، ځکه اسلام اباد غواړي افغان دولت ذوب او پر ځای یې طالبان واکمن شي او هند، مسکو او ایران بیا له پاکستان سره پدې اړه مخالفت لري.

بل لور ته د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان تر شا د سعودي عربستان ډاډ موجود دی او ددې ستر دلیل د ایران له اخندانو سره د سعودي عربستان د شیخانو بنیادي مخالفت دی، چې د ایران سانسورولو  ته تر طالبانو پرته بله غوره وسله د سعودي د اهدافو لپاره نه موندل کېږي.

نو په داسې یوې استخباراتي جګړې کې د افغانانو موقف څه دی؟ او ددغه دریځ څخه څوک استازیتوب کوي؟ او د افغانانو خیر ښېګڼه په کوم لوري کې خوندي ده؟ دا پوښتنې د سیمې د هېوادونو په پرتله د افغانستان له ملت سره زیاتې مطرح شوې دي، ځکه ددې غیر مرئي استخباراتي او په څرګنده د طالبانو او افغان حکومت جګړې د افغانانو پر ژوند ژواک مخامخ اغېز کړی او اوس  په حقیقت کې خلک دغو لوبو ته په کتو سره اندېښمن او حیران دي او داسې اړتیا ور احساس شوې ده، چې ګواکې د خپل برخلیک د خوندې کولو او د خپلې ملي ابرو او وقار د ساتلو لپاره باید خپل موقف روښانه کړي او له هغه لوري څخه ملاتړ وکړي چې د دوی د ژوندانه بهبود او د ملي ناموس خوندیتوب ورسره تړلی وي.

که موږ دې ته راشو چې، په قطر کې د مذاکراتو پر وړاندې د افغان حکومت شرایط او اندېښنې څومره پرځای وې او له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پرسر چنه بازي د افغان حکومت موقف څومره په حقه دی؟ نو دا هر څوک مني او هر افغان پوهېږي چې، د دوی له اړخه اسلام اباد، واشنګټن، مسکو، هند، تهران او یا هم سعودي عربستان استازیتوب نشي کولای، بلکې افغان حکومت چې ددې خلکو په غوڅ اکثریت سره انتخاب شوی دی ددې استازیتوب وړتیا او مشروعیت لري. بله داچې لږ ترلږه هویت خو یی مالوم دی، برعکس د طالبانو هویت لرونکي مشران په زندانونو کې دي او نا بلده او نا اشنا څېرې د افغان په نامه د افغانستان استازیتوب کوي، چې په حقیقت کې د څو ګوته په شمېر وسله والو پرته یی بل څوک نه غواړي او نه یی ملاتړ کوي؛ اما که واک ته رسول کېږي، نو ښایي د زور لاره وکارول شي نه د رضا او یا د ټاکنو لاره، برعکس موجوده افغان حکومت د میلیونونو افغانانو د ارادې مظهر دی او نسبتاً پخوانیو کودتایي واکمنیو او انارشېزم ته د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوی دی.

بل خوا د افغان حکومت له خوا په دواړو مواردو کې وړاندې شوي شرایط په حقیقت کې د افغانانو لومړنۍ غوښتنې او اړتیاوې دي، نو څنګه به شونې وي، چې نړیوال پر دغه منطق سترګې پټې کړي او د افغانستان په اړه یوې غیر منطقي پرېکړې ته ورسېږي، ځکه چې پرېکړه خو اسانه ده اما تطبیق یې ښایي د کورنیو جګړو په رامنځ ته کېدو منتج شي او یو وار بیا به افغانستان د نویمو کلونو په څېر د نړۍ د هر کونج نه د توند روانو د مېشتېدا مرکز وګرځي او په اصطلاح په لوی لاس به امریکا یوه داسې نکته رامنځ ته کړي وي، چې هرو مرور ورته راوتښتي او له دې ځایه د خپل مخالف نظام پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د طالبانو تېره واکمني ددغه صورتحال څرګنده بېلګه وه، چې ازبک، چیچنیایي، پنجابي او عرب دلته د یوې بې خونده سلاطې په توګه راټول شوي و، خپلو خلکو ته یې د یوې سپورې مړۍ د ورکړې توان نه درلود او د امریکا او اروپا د وهلو او پرځولو باټې یې تر کالو خانه رسېدې، چې له امله یی تر ننه ځپل کېږو او ټوله نړۍ مو پر سوله دوستۍ شکمنه شوې ده.

اوس اوس چې د ټاکنو لپاره په ائتلافونو باندې رش جوړ شوی، نو د ژبني او قومي اساساتو له مخې خطرناک ائتلافونه بلل کېږي، ځکه سر له اوسه ورڅخه د کورنیو جګړو د پیلېدا بوی راځی.

خدایی مه کړه چې داسې صورتحال سره افغانستان او نړۍ بیا مخامخ شي، نو زموږ وړاندیز دادی او پکار همدا ده، چې امریکا او ملاتړي یې د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنو ته هم ځواب ولټوي او د افغان حکومت او افغانانو اندېښمنو ته هم. اما که دا کار ونکړي او شرایطو ته د اوړو پوزه جوړه او د تېښتې لاره خپله کړي، نو بیا به د راتلونکي احتمالي ناورین د مخنیوي هر ډول هڅې ناکامې، خو پړه به یی د امریکا پر هاغه ملت وي چې د خپلو چارواکو ناروا کړنې ويني او ورته د مه کوئ غږ نه کوي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *