د چين د تحقيقاتي مرکزونو يوه پلاوي، چې په کابل کې د چين د سفارت په همغږۍ افغانستان ته راغلی، د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز له مشرتابه او غړو سره د دغه مرکز په دفتر کې وکتل.
په دغه ملاقات کې، چې تېره چارشنبه (د سنبلې/وږي مياشتې لومړۍ ۱۳۹۶) وشو، دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر وضعيت، په ځانګړي ډول د چين او افغانستان پر اړيکو او د چين له تحقيقاتي مرکزونو سره د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز، دوهاړخيزو همکاريو ته د زمينې پر برابرولو بحث وکړ.
د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين چينايي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: «چين د افغانستان دوست هېواد او يو مهم ګاونډی دی. له همدې کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخيزې اړيکې زموږ د څېړنې يو ډګر دی او په دې برخه کې مو تراوسه د افغان-چين پر اړيکو يو هراړخيز کتاب هم ليکلی، چې په نژدې راتلونکي کې به په شاوخوا ۴۰۰ مخونو کې چاپ شي.»
نوموړي زياته کړه، موږ ته دا مهال په افغانستان کې سوله او د جګړې درېدل تر هرڅه مهم ګام دی او په دې برخه کې د چين رغنده رول ته هيلهمن يو. د ده په وينا، دا چې مدني ټولنې هم د حکومت ترڅنګ په دې برخه کې مثبت رول لوبولی شي، موږ په دې برخه کې زيات کار کړی او د څېړنې يو مهم ډګر مو دی. ښاغلي امين وويل، افغانان له جګړې ستړي دي او همدې اړتيا ته په کتلو سره موږ تمه لرو چې په چين کې يو تحقيقاتي مرکز، له ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز سره په ګډه يوې داسې غونډې ته زمينه برابره کړي، چې د افغان جګړې د ښکېلو لورو استازي پکې راټول شي او دا هڅه به مرسته وکړي چې څه ډول حکومتونه د سولې په لور رغند ګام اوچت کړي.
د چينايي پلاوي مشر او د چين په پلازمېنه بيجينګ کې چين د اجتماعي علومو اکاډمۍ اړوند د سوېلي اسيا د څېړنو مرکز مشر يي هيلين «Ye Hailin» مرکز ته د چينايي پلاوي له بلنې مننه وکړه او ويې ويل، چې د دوی تمرکز هم پر دې دی، چې د چين-افغانستان اړيکې څه ډول ښې شي. د ده په خبره، که څه هم دوی اقتصادي فعاليتونو ته لومړيتوب ورکوي، خو سوله او ټيکاو د هرڅه لپاره لومړنی شرط دی. له بلې خوا افغانستان د چين يو مهم ګاونډی دی او په افغانستان کې ثبات د چين لپاره خورا مهم دی. له همدې کبله چين لېوالتيا لري چې د افغان سولې په برخه کې مرستندوی رول ولوبوي او د دا ډول يوې غونډې په اړه به په چين کې له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.
د وروستيو بدلونونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ په اړه د چينايي پلاوي د پوښتنې په ځواب کې د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين وويل: «موږ د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتېژي د افغانستان په ګټه نه ګڼو. په دې ستراتېژۍ کې د امريکايي پوځيانو د وتلو نېټه او دلته يې شمېر نه دی په ډاګه شوی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اوږدمهال حضور د افغانستان او سيمې د ثبات لپاره ګټور نه بلکې دلته د جګړې د دوام په معنا دی. امريکا د افغان جګړې دوام غواړي. د پوځيانو په زياتولو دا جګړه پای ته نه رسېږي. له بلې خوا د امريکا په نوې ستراتېژۍ کې په ډاګه شوې چې دوی دلته له حکومتولۍ سره کار نه لري او يوازې په جګړه تمرکز کوي.»
د ملاقات په پای کې د دواړو تحقيقاتي مرکزونو ترمنځ د دوهاړخيزو همکاريو د يوه هوکړهليک پر لاسليک کولو هم هوکړه وشوه او چينايي پلاوي ژمنه وکړه، چې بيجينګ ته له ګرځېدو وروسته به په دې تړاو خپل وروستی نظر له ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز سره شريک کړي.