خبرپاڼه
د قوس میاشتنې پر شيږمه نېټه د سیمه ییزې حکومتوالۍ د اتم فورم غونډه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي په مشرۍ جوړه شوه.
ماموندزي په غونډه کې د مرسته کوونکو بنسټونو او سفارتونو استازو ته تر هرکلي وروسته والیانو ته، د ښې کارکرده ګۍ پر بنسټ د بسنې ورکړې پروګرام یا پي پي جي اېف د بیا پیل په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې دا مهال په ولایتونو کې د بسپنو سرچینې محدودې شوې دي او دا مناسب وخت دی، مرسته کوونکي هېوادونه د دې پروګرام بیا پیلولو ته پاملرنه وکړي.
د نوموړي په وینا زیاترو ولایتونو کې، د ولایتي بیارغونې ډلې انحلال شوې دي او د والیانو دفترونو محدود او پراتیفي امکانات لري. ماموندزي ټینګار وکړ، چې د پي پي جي اېف برنامې بیا پیل به په سیمه ییزه کچه د مرکزي حکومت د نور برنامو د ښه تطبیق لپاره والیانو مناسب امکانات ورکړي.
دا پروګرام د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره په ګډه د اسیایي بنسټ لخوا پر مخ وړل کیده او د والیانو له دفترونو ته د کارکرده ګۍ پر بنسټ او پراتیفي بودیجه ورکوله.
د غونډې په دویمه برخه کې، د ادارې د پلان او پالیسۍ رییس ډاکټر عبدالمقتدر ناصري د سیمه ییزې بودیجه جوړونې د هغې پالیسۍ په اړه، چې د مالیې وزارت لخوا جوړه شوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دریځ او نظریات له نړېوالو همکارانو سره شریک کړل. د نوموړي په وینا دا پالیسي تر بیا کتنې لاندې ده او د مالیې محترم وزارت به یې په وروستۍ بڼه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیزونو او نظریاتو ته هم ځای ورکړي.
د غونډې په پای کې د یادو موضوعاتو په اړه د نړېوالو همکارانو پوښتنو ته ّځوابونه وویل شول. د سیمه ییزې حکومتوالۍ فورم، له مرستندویه بنسټونونو سره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې میاشتنۍ غونډه او په ترڅ کې یې له ډونرانو سره ددې ادارې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کېږي.