د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي په مشرۍ، د شنبې پر ورځ، د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې ځانګړې کمېټې، په خپله لومړنۍ غونډه کې، پرېکړه وکړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون سره به، د ټاکنو په پروسه کې،  د سیمه ییزې حکومتوالۍ د سرغړونو د څېړنې په هدف همکاري کوي.

دا شپږ کسیزه کمېټه به د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې فعالیت کوي او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون تر څنګ د نوماندانو ټیمونه هم خپل شکایتونه ورسره شریکولای شي.

د دې کمېټې اساسي دنده، د ټاکنو په بهیر کې د شفافیت او روڼوالي د اصل له تامین او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون سره مرسته ده. دا کمېټه به د محلي حکومتوالۍ د مامورینو د ټاکنیزو سرغړونو د ترلاسه کولو او بررسۍ د اساسي ادرس په توګه کار کوي.

دا کمېټه به هغه شکایتونه، چې د ټاکنو په پروسه د مداخلې له کبله د والیانو په اړه کېږي، تر څېړنې وروسته، د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکوي او د هغو سرغړونو په اړه به په خپله اقدامات او اجرات کوي، چې د والي له مرستیال څخه تر ولسوال پورې، د سیمه ییزې حکومتوالۍ مامورین پکې ښکېل وي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دې کمېټې له فعالیت سره به، په سیمه ییزه کچه د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت او روڼوالي اصل تامین شي. دا اداره اعلاموي، چې د جمهور رییس د ۱۱۱۲ ګڼه فرمان سره سم به، د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت د اصل د تامین لپاره هر اړخیزې هلې ځلې کوي او د سیمه ییزې حکومتوالۍ مامورین او مسوولین به، په دې پروسه کې هېڅ ډول مداخلې او لاسوهنې ته نه پرېږدي.

د جمهور رییس د یاد شوي فرمان د دویمې مادې له مخې، که د اسنادو او شواهدو سره ثابته شوه، چې کوم چارواکي په دې پروسه کې، له حکومتي امکاناتو او نفوذ استفاده کړې، عدلي او قضایي ارګانونه به یې په اړه اجرات کوي.

دا کمېټه به ځانګړی ایمېل ادرس او تلیفون شمېره ولري او په نژدې راتلونکې کې به اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *