تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې زموږ د مځکې سیندونه او اوبلارې تر هغه څه ډېرې دي چې تر دې وړاندې یې اټکل کېده.
د امریکايي متخصصانو په دې څېړنه کې، چې په ساینس مجله کې خپره شوې ده، له کنګل ځایونو پرته د مځکې پر مخ د سیندونو او روانو اوبو مساحت تر ۷۷۳ کیلومتر مربع یو څه لږ دی.
دا اندازه د امریکا تر ټکساس ایالت زیاته او تر مخکینیو اټکلونو څه باندې ۴۴ سلنه ډېره ده.
دا څېړنه په دې خاطر مهمه ده چې له سیندونو څخه د مځکې اتومسفیر ته ګلتوني ګازونه ځي او په سیندونو کې هغه وخت دا ډول ګازونه زیاتېږي چې انسانان یې اوبه ککړې کړي.
د امریکا د مینې سوټا پوهنتون د اوبو د چارو او بیوکیمي متخصص وايي، تر ۲۰۰۶ م کال پورې باور کېده چې سیندونه او جهیلونه سمندر ته یوازې کاربون لېږدوي، حال دا چې د مځکې اتومسفیر ته ګلتوني ګازونه هم لېږي.
کله چې سره، د کانالزیسیون ناپاکې اوبه او نورې چټلۍ د اوبو زېرمو ته رسېږي، د میتان، کاربون ډي اوکسایډ او نور ګازونه په اتومسفیر کې خپروي.
د امریکا د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکي د سیندونو د شمېر او ځایونو د معلومولو لپاره د ناسا د سپوږمکۍ په وسیله په زرګونو اخیستل شوي عکسونه څېړلي دي.