آصف بهاند
ننگیال په داسې چاپیریال کې شعر وایي چې ده ته د خپل کلي چنارونه دار شوي و.
دې ځوانیمرگ د خپل ټپي وطن، وچو گودرونو، پرې ونو او… په ویر کې، له خپل وچ کلک او زیړ زبیښلي وجود نه؛ نه ایساریدونکي آهونه را ایستل او «یو باد یو منصور» یې وروستی آه دی.
آصف بهاند
نن د اسحق ننگیال دوه ویشتم تلین دی. دوه ویشت کاله مخکې، زه د ماسکو د پنډيگري له ستونزو سره لاس گریوان وم چې د ده د مرگ خبر را ورسېد. لکه تندر چې لوېدلی وي، داسې په غوږنو او خاطراتو کې کړنگهاری شو ، لاره یې رانه ورکه کړه. تر ما پورې د ننگیال د خبر را رسونکی، په ماسکو کې د «نوید» د خپرونې مسؤل ښاغلی فردا و او د مرگ له خبر سره سم یې غوښتنه رانه وکړه چې ته خو به ننگیال ته یو څه ولیکې. ما په ډېر بد رواني حالت کې، خپل تأثر لیکلی و او د فردا په «نوید» کې خپور شوی و. د ننگیال په باب څو لنډې لیکنې چې ما لیکلې دي، سر لیکونه یې دا دي
ــ او نور اسحق بزغلي نه راوړي
مآخذ:
نوید (له ماسکوڅخه خپریدونکی اخبار)، څلورم کا ل، دریمه ګڼه، دریم مخ، د ۱۹۹۸کال اګست،
ــ «له خوشحاله تر ننګياله» د ننګیال د بېوسه ژوند یو ریښتینی غـږ،
دا لینک دی:
ــ د ننگیال «يو باد يو منصور» او زما ورک یادداشتونه،
ــ «لبمې په دام کې» (د اسحق ننګیال د شعري انځورونو په بڼ کې) دریمه برخه،
دلته به زه د ده د مړینې په باب خپله لومړنی لنډ خپور کړی تأثر او د «د ننگیال «يو باد يو منصور» او زما ورک یادداشتونه» له مقالې څخه یوه برخه راواخلم او په پای کې به د ننگیال د ژوند وروستۍ غږ (يو باد يو منصور) هم را واخلم چې د ده وروستی ویل شوی شعر گڼل کېـږي:
او نور اسحق بزغلي نه راوړي:
بیا هم مرګ، بیا هم د غم لړې او په دې لړو کې له موږ نه لار ورکه ده او لاس و پښې وهو او… مرګ د خپلې همیشنۍ دښمنۍ په لړکې زموږ د فرهنګ له بڼ څخه یوه بله څانګه ماته کړه. دا ځل یې بیا کاري ګزار وکړ، بیا یې په کړس، کړس وخندل او دا وار یې د قهر له خندا نه په ډکو څپو کې د بزغلیو د بڼوال غاړه ماته کړه.
هوکې!
موږ نه یې دا ځلې اسحق واخست، ننګیال یې رانه یووړ.
زه له ننګیال سره ډیر نه یم پاتې شوی. لومړنۍ پیژندنه مو داسې وشوه چې:
زه په سړو څلو کې ګرځید م، چې مخې ته مې غوړیدلي بزغلي راغلل. د ژمي یو سوړ ماخوستن و، په توده صندلۍ کې ناست وو، چې لطیف لالا (ډوکتور لطیف بهاند) کور ته راغی. تر روغبړ نه وروسته یې ما ته یوه دوسیه راکړه او وې ویل:
دا به وګورې!
ما چې دوسیه پرانستله، پر لومړنۍ پاڼه باندې یې لیکل شوي وو:
سپیره ډاګونه او غوړیدلي بزغلي.
دغه سرلیک، نا څاپه راباندې پسرلی کړ او خدای زده چې د پسرلیو پر وزرونو باندې یې په کومو شنو باغونو کې وګرځولم.
بیا مې ولوست:
سپیره ډاګونه او غوړیدلي بزغلي.
نا قراره وم، زړه نا زړه مې لالا نه پوښتنه وکړه:
شاعریې څوک دی؟
ده په مینه راته وویل:
اسحق ننګیال.
ــ څوک دی، د کوم ځای دی؟
ــ د مشرقي د خوا دی، د کورنیو چارو په وزارت کې کار کوي.
په مینه، مینه مې دوه درې شپې د سپـېـرو ډاګونو اوغوړیدلو بزغلیو په وړو نازکو پولو کې چکر وواهه. لالا سره مې دوه درې ورځې د بزغلیو په ښکلو او نازکو اندامونو بحث او خبرې وکړې. بیا څه موده وروسته نازک بزغلي په سپیرو ډاګونو کې وغوړیدل، ثمر ته ورسیدل او لاس په لاس به ګرځیدل.
اوس مې سم نه یادېـږي چې چیرته کومه مشاعره وه، که کوم سیمینار و؛ چې مخې ته مې یو لوړ وچ کلک ځوان ودرید، خوله یې له خندا ډکه وه، په ډیره مینه یې زما لاس کېښکود، زموږ د جوړ تازه په لړ کې چا غږوکړ:
اسحاق ننګیال دی.
هلته مو بیا ډیره مرکه سره وکړه او وروسته به مو بیا کله، کله په فرهنګي محافلو کې سره لیدل.
د وخت په تیریدو سره د اسحاق نور بزغلي هم وغوړیدل، ګل شول او بیا یې نور ډاګونه شنه کړل او خواره واره ګلونه به یې بیا کله ـ کله په خورو ورو پولو پټو کې سر راپورته کاوه.
هیڅکله مې فکر نه کاوه چې د بزغلیو بڼوال دې خپل بزغلي یوازې پرېـږدي. وختونه تېـرید ل، چې زموږ د فرهنګ په ښکلي بڼ باندې د راغلي طوفا ن څپې نورې هم توندې او مرګونې شوې. هر څوک هرې خوا ته ولاړل، ټول فرهنګیان بې کوره، بې اوره، بې آدرسه، بې محله، بې یاره، بې دلداره، بې ژونده او بې بزغلیوشول.
د لږ راشنه شویو بزغلیو رنګ په ژیړیدو شو او دا دی چې اوس خپله بڼوال سر وخوړ؛ نو بزغلي به څنګه وده وکړي، اوس به نو سپـېـرو ډاګونو ته څوک شنه بزغلي راوړي، څوک به د بزغلیو بیخونه سستوي چې وده وکړي.
او دا دی د شنو بزغلیو بڼوال نه شته، اسحاق نه شته او سپـېـره جل وهلي ډاګونه چغې وهي چې موږ تږي یو،
شنیلی غواړو،
بڼوال غواړو،
ننګیال غواړو.
او دا دی اسحاق نه شته او…
مآخذ:
نوید (له ماسکوڅخه خپریدونکی اخبار)،څلورم کا ل،دریمه ګڼه،دریم مخ،د۱۹۹۸کال اګست.
د ننگیال «يو باد يو منصور» او زما ورک یادداشتونه، څخه څو کرښې:
… نه پوهیږم چې ولې مې دا څو ورځې اسحق ننگیال خوږ، خوږ پر زړه وریـږي او نوستالژیک یادونه یې داسې رانه چاپیر دي چې د سترگو په رپ کې مې له ډنمارک نه ماسکو او بیا کابل ته بیایي او بیرته مې ډنمارک ته راولي. ده کړي او ما کړي مې داسې یادیـږي، لکه یوه شیبه مخکې مې چې ورسره لیدلي وي، یوه شیبه مخکې مې ورته ویلي وي او یوه شیبه مخکې مې ورنه اوریدلي وي.
ورو مې خپل آرشیف پرانست، په لټولو مې پیل وکړ، یوازې د استاد بریالي باجوړي یو څو کرښې په مخه راغلې چې په فیسبوک پاڼه کې یې خپرې کړې وې او یو مې هم د «سیندونه هم مري» بریښنايي کاپي ومونده، نور هیڅ. تنده مې ماته نه شوه، خپل واړه کاغذي کتابتون ته ودریدم چې د «سیندونه هم مري» چاپي بڼه مې تر سترگو شوه. را وامې خیسته، که گورم څه زیـړ بخونې پاڼې په کې ایښې وې، خلاصې مې کړې چې له خپلو ورکو یادداشتونو سره مخ شوم. دا هغه یادداشتونه و چې ما په ماسکو د دې له پاره لیکلي وو چې غوښتل مې د ننگیال د لومړي تلین په پار څه خپاره کړم، خو…
زه نه غواړم پر دې یاداشتونو نوې کتنه وکړم، کټ مټ به یې دلته خپاره کړم او ورسره هغه څو خاطرې چې څنگه مې د ده لومړنۍ شعري ټولگه ولیده او څنگه عملاً له ننگیال سره مخامخ شوم او…
ما تر اوسه پورې د ننگیال په باب یوازې یوه مقاله خپره کړې ده چې اوس یې پرته سرلیک نه، بل څه نه شته راسره. زه په ماسکو کې د یو لوي فزیکي او رواني فشار تر پیټي لاندې وم چې د ده د مرگ خبر راغی او په ډیرې خواشینۍ سره فاروق فردا را ته په تیلیفون کې وویل:
« ننگیال هم ولاړ او ته به…»
… بیا نو بادونه او رنگونه په گډه سره راغلل او ټولنه یې داسې سره گډه وډه کړه چې له هیڅ شي سره یې سړی تشبیه کولای نه شي. موږ هم له بادونو او رنگونو نه د خلاصون په خاطر، په تیښته شوو او:
«زه چیرته لرې په پردي وطن کې
ستا د یادو د اور خلیل یم
خو گلزار کې سوځم.»
(آصف بهاند)
په نوې ټولنه او نوي چاپیریال کې داسې ونښتم لکه جولا چې خپل ښکار په تارونو کې را گیر کړي. په همدې گیر پاتې کیدو کې مو لاس پښې ښورول چې د ننگیال د مرگ خبر تر ماسکو پورې را ورسید.
ننگیال د خپلې شاعرۍ وروستۍ بیلگې ته «یو باد یو منصور» سرلیک ټاکلی و. وروسته له مرگ نه یې په ماسکو کې هم خپور شو.
په هغه اخبار کې چې دا شعر چاپ شوی و، دا اخبار په لاس د میترو په سورلۍ کور ته روان وم. په لاره کې مې میترو بدله کړه، بلې میترو ته ولاړ وم. ما اخبار مخ ته نیولی و او د ننگیال د زړه وروستۍ خبره مې د زړه په وینو او د سترگو په اوښکو پریوله چې میترو په چټکتیا راغله. «یو باد یو منصور» او زما اوښکو، زما لاسونه دومره را سست کړي وو چې د میترو باد اخبار رانه وتښتاوه او ښکته یې د میترو کرښې ته وغورزاوه او ما داسې وانگیرله چې همدا اوس مې لکه دا اخبار، ننگیال له لاسه ووت:
… د اسحق ننګیال د لومړي تلین له پاره چې ما څه یادداشتونه لیکلي وو، د ماسکو په «هره میاشت کډه بار» کې رانه ورک شوي وو، وروسته له کلونو اوس په لاس راغلل. لکه څنگه چې مخکې مې هم وویل، زه د هغه وخت لیکلو یاداشتونو کې لاس نه وهم، کټ مټ یې خپروم:
ــ د سیندونو د شنیلیو شاعر نه مري.
ــ او دا دی موږ د دردونو او غمونو نسل یو. موږ دا غرونه، غرونه غمونه په چا وچلوو. موږ باید د زړه پر واړه کورگي باندې، د غرونو په څیر درانه غمونه وزغمو. دا دې د ننگیال ویر یو کلن شو، خو زه یې داسې انگیرم چې پرون فردا په تیلیفون کې را ته وویل:
« ننگیال هم ولاړ او ته به…»
ــ ننگیال په داسې چاپیریال کې شعر وایي چې ده ته د خپل کلي چنارونه دار شوي و.
ــ او دا دی پوره شل ورځې واوښتې چې د اسحق ځنازه، د دویم ځل له پاره پر اوږو گرځوم، د ده د سیندونو ځنازه، او د ده د بهارونو ځنازه، د ده د گودرونو ځنازه او د ده د درمندونو ځنازه؛ خو په دې ځنازه کې د ننگیال د ژوند د ورا گردونه هم وینم، د ده د شعر زلمیان وینم چې تلپاتې نڅا کوي.
ــ دې ځوانیمرگ د خپل ټپي وطن، وچو گودرونو، پرې ونو او… په ویر کې، له خپل وچ کلک او زیړ زبیښلي وجود نه؛ نه ایساریدونکي آهونه را ایستل او «یو باد یو منصور» یې وروستی آه دی.
ــ د ننگیال هدیره، د ده په شعرونو کې ده؛ دی په خپلو شعرونو کې خښ دی.
ــ د ننگیال سپیڅلې موسکا، خندا یې د شونډو په څنگ کې کنگل کیده.
ــ ننگیال د غمونو او دردونو په کنډواله کې هغه راشین شوی گل دی چې اوسنۍ پښتو شاعري پرې ویاړي. ننگیال خپل هر شعر د زړه په وینو خړوب کړی دی.
ــ د ننگیال شاعري زموږ پر اولس د تپل شوې غمیزې په تور څادر کې په خاپوړو شوې، د نادودو د زهرجنو پیالو په څښلو زلمۍ شوې او د ناروا په سوزنده اور کې پخه شوې او بیا پښتو ژبې ته ډالۍ شوې ده؛ خو افسوس چې دغه ډالۍ ډیره ژر له پښتو ژبې او پښتنو نه بیرته واخستل شوه او د مرگ تر ستوني تیره شوه.
ــ د ننگیال شاعري که په دریو برخو وویشو، په دې ډول به وي:
۱ـ د تنکیو بزغلیو دور (په دې دور کې شعارونه تر شعرونو ډیر دي)،
۲ـ د سپـېـرو ډاگونو شنه کیدل (له شعاریت نه شعریت نږدې کېدل)،
۳ـ د فصلونو پخیدل او ټولول (د ۱۳۷۱ له ثور نه تر پایه پورې)،
ــ د ننگیال د شاعرۍ د دریمې دورې د شعرونو په لوستلو سره د ټوپکیانو ټولې هغه نادودې، ناکردې، تیري او ظلمونه، ورانی او کنډوالې، بې لاسو او بې پښو انسانان، سوځیدلې او ټپي ودانۍ، گدايي ته اوږده لاسونه، سو تغذي انسانان او… د لوستونکو سترگو ته په ژوندۍ بڼه درول کېـږي او پر خلکو او وطن باندې روانې نادودې، د هغو اورونو د لمبو په آیینه کې گورو چې د اسحق بدن، د اسحق روح او روان او د ننگیال اولس او وطن په کې سوزیدلی دی.
ــ ننگیال د غمیزو په زړه کې ژوند وکړ او د همدغو غمیزو په زړه کې ومړ.
ــ ننگیال د ټولو ویرونو او نادودو لیدونکی شاعر پاتې شوی دی چې وروستۍ شعرونه یې د دغې خبرې ښه سند کیدای شي.
ــ ننگیال د افغانستان د غمیزو انځورگر شاعر پاتې شوی دی.
ـــ او…
او دا هم د ده وروستی شعر:
یو باد یو منصور
یــــو بـــاد رالــگــیــدلــی مــــا لـــه ځــانـــه سـره وړي
د زړه اس مـــې لــــه بـــاره، لـــه ارمــانـــه سره وړي
د شپــو پـــر اوښ یــو غــل دی زمـــوږ کلي ته راغلی
گــلــونـــه او بـــاغـــونــه، لـــه باغـــوانـــه سـره وړي
یـــو پــل وم چیـرتــه لرې ستا پـر لاره زرغــون شوی
یــو لـــوټ مــې اوس لــه بــاد و لــه بارانه سـره وړي
یو څوک دی ستا د لاس شراب یې ټول راځـنــې وڅښل
دا ســره کـیـږدۍ د خـوب مې لـه تـوپـانـــه ســـره وړي
زمــــوږه یې په سترگــو کــې د شپــو دوړې شـیـنــدلي
دا لــوی کـــاروان مــو ځکه له څــاروانـــه ســره وړي
نـــارې د انــاالحق یــې ورتـــه وچــې کــړې پـــر ژبـې
منــصـور وطــن مــې دار تـــه له ایـمانــــه ســره وړي