بابا نانک

دویم ګورهـ.
ګورهـ انکد دیوجي ـ (۱۵۰۴ـ ۱۵۵۲م.).
نوم یی لهونا ؤ، نانک بابا له نازه انکد دیوجي وباله. دی بختور ؤ چې د امامت پیره یی د امپراتور شیرشاه سوری واکدارۍ سره هممهاله شوه، نور نؤ مغولی هغه ملایان چې پڼډتان په ټونګو وهل د هغوی بتګویو او الهو باندی خندي کوله له دربار څخه شړل شوی ؤ، د نورو ادیانو پیروانو په وړاندی تړم او نرم چلنده سیاست بهیده، په همدی وجی د سیکانو تازه ټوکیدلی ټولنی د نوموړي خلیفه په ښوونو د یو لړ سمښتونو راوستلو په مټ چټکی ودی په لور کوټلې ګامونه اوچت کړل، د ده په نووښت د هندی ژبی په الفبا د یو څه بدلون سره پنجابی ولیکل شوه د نانک بابا ژوند لیک او اثار یی په خپاره کړل، همدم یی ماشومانو له پاره ښوونځي پرانیست، د سانسکریت په بدیل یی په مورنۍ ژبي تدریس پیل شو، دغه هوښیار او اغیزناک ګام یی د ټولنی غړي وهڅول چې خپلو بچیانو باندی زده کړی وکړی، دا قدم په عمل کې د هغه دیوال ودانیدوهغه تادا ؤ، چې سیکیزم د نورو ادیانو نه بیلی جلا لوری ته رهي کړ. پخوا له دی پنجابی ژبی له پاره له مهجانی لیک دود نه کار اخستل کیده، چې لیک کې یی بی غږه حروف په نه شتون سره څرګنده نیمګړتیاوی لرودی. 


ده همدارنګه د ګډ دسترخان دود رواجولو ته وده ورکړه او لنګرونو تر نامه لاندی خوړنتونونه جوړکړل، هغو کې به د خدای په جات خواړه ورکیدل، خواړه به سابه پخیدل، چې د هر مذهب پیروانو روا ګڼل. دا عمل په خپل ماهیت کې د هندوانو هغه مذهبی دستور نه سرغړاوی ؤ، چې طبقاتی (کاستی) نسب ته په کتلو، خوارانو او بډایانو په یو دسترخان خوراک حرام ګڼل کیده. 


انکد دیوـ د نانک بابا په شان ټولني غړو باندی په کښت او کر ټینګار لرود، ده به ویل، چې زموږ په کور کې مفتخوارو او لټانو ته ځای نشته؛ روایت دي چې ده به ان د هغو ځوانانو له لاسه د اوبو څکلو جام نه اخیسته د کومو لاسونو په ویرغاوو کې به چې د زیار له امله د ټناکو نښي نه لیدل کیدی. ده په خپله هم د امامت چارو برسیره د مزرو نه بوڼ اوده او کټونه به یی بوڼل؛ میرمن یی د لنګر په پخلنځای کې ډوډۍ او پخلی پخول چی مزد به یی د ټولنی خزانه جاراوه.


انکد دیوجي په پنجابي شعر لیکه او په « ادی ګرانتهـ » مقدس کتاب کې ۶۱ منتره کښل شوی. 


یادوړ: په اروپا کې هم تخیلوی سوسیالیستانو د ۱۶ – ۱۹پیړیو په ترڅ کې چې د یو شاني (مساوات) او وروروالي شعار ورکاوه، د دا ډول ټولنی جوړیدو له پاره ارمانی هلی ځلی وکړی، په فرانسې او انګلستان کې څو واری ورته ان ازمایښتی ګامونه هم اوچت کړل، لاکن ډیر ژر به له پښو وغورزیدل، خؤ ورسته بیا مارکس د دوی له تجاروبو څخه پوره ګټه پورته کړه او د مارکسیستی نړۍ لید د ترکیب یوه مهمه برخه شوه.
لړۍ روانه ده…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *