بصیر عاصم  

که څه هم سیکولریزم د نظریې او کلمې په اساس زړه ده خو داسي ښکاري چې په اسلامي هیوادونو کې د اسلامي حزبونو او جګړه مارو د قدرت تږو د واک او قدرت د لاس ته راوړلو دپاره د اسلام مقدس دین د وسیلې په توګه کارولو په اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه افغانان دې نظریې ته لیواله کړي دي همدا وجه ده چې دې اخرو وختونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو ترمنځ د بحث ګرمه محتوا د سیکولریزم نظریه ده ، په ځانګړې توګه ځینې ددې نظرې په تشریح او تحلیل کې د افراط تر حده ددې نظرې پر ضد ددې نظرې د اصل او لید پر ځای خپل فکر ورتپي او بیا یې همدې نظریې ته منسوبوي ، په داسي حال کې چې واقعیت او حقیقت رسول د هر انسان وجداني وجیبه او مسولیت دی.موږ به هڅه وکړو دا وجیبه په سم ډول سر ته ورسو.

سیکولریزم څنګه نظریه ده؟

سیکولریزم هم د نورو فکري مکتبونو په څېر یو فکري مکتب دی یا نظریه ده؛ ډېر روڼ اندي موافق او لږ مذهبي چې دین قدرت ته درسېدود وسیلې او حربې په توګه کاروي مخالفین لري. موږ دلته د سیکولریزیم ماهیت او څرنګوالی تشریح کوو

څه ددې سبب شوه چې د سیکولریزم نظریه منځ ته راوړي؟

په منځنیو پېړیو کې اروپا کې کلیسايي واک حاکم وو، خلکو کلیسا د یوه حکومتي جوړښت په توګه منلې وه. د وګړو ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کلیساګانو په واسطه اداره کیده. کلیسا به په اروپا کې داسې نظریې ورکولې چې نه به یې علمي بنسټ درلود او نه به پر منطق او تعقل ولاړې وې ، او نه هم چا ته دا حق ورکول کېده چې د کلیسا امور ونه مني او یا يې وڅېړي. کلیسا په دې باور وه چې مځکه مسطح د شمسي منظومې په مرکز کې ځای لري او لمر و سپوږمۍ يې پر مدار ګرزي

کلیسا ددې ادعا د اثبات دپاره کم علمي دلیل او بنسټ نه درلودی ،، له همدې امله یې د خپل عصر لوی عالم او مخترع ایټالوي (ګالیلوګالیله) او د هغه اختراع تلسکوپ هغه پایله چې ددې عالم دا کشف چې مځکه نه مسطح او نه د لمریزي منظومې مرکز دی د خپل واک پر خلاف د خطر اشاره وګڼل او پر دې عالم یې د عقیدوي اختلاف په تور لګولو د ژوندي سوځولو حکم صادر کړ . مګر ګالیله د سزا د نه ورکولو په خاطر بلاخره تر خپلې نظريې تیر شو ،او د کلسیا سره یې عهده نامه لاس لیک کړه چې دی نور د خپلې نظریې تیر شوی دی او په دې توګه یې ځان د و یوې وحشي سزا وژغوره

کلسیا په اروپا کې نه یوازې د پرمختګ په مخ کې لوی خنډوو، د دې سره سره یې د اروپا په شاتګ کې په منځنیو پېړیو کې مرکزي رول لوبولی وه. کلیسا په مکمله توګه د یو مستبد رژیم په توګه دحکومت چارې مخ ته وړلې. خو کرار کرار خلګ په دې باور شوه چې دین او مذهب دحکومت په توګه دټولني د پر مختګ مخه په بشپړه توګه نیولې ده .

په دې توګه د سیکولریزم نظريې لمړۍ رڼاګانو خپلې شعاوي د انسانانو تر مغزو ورسولې او په ډېر لږ.وخت کې یې د باشعورو انسانانو توجه ځان ته جلب کړه

د سیکولریزم ماهیت؟

سیکولریزم فرانسوي کلمه ده، چې د دین او سیاست بېلوالي غواړي. په دې مانا چې حکومت او دولت کې باید د مذهبي اویا دیني مشرانو تر واک بهر وي یا په بل عبارت واک باید د مذهبي مشرانو پر ځای سیاست پوهانو سره وي.

سیکولاریزم دین ته د یوې شخصي عقدې په سترګه ګوري یا په بل عبارت دین یوازې د بنده او دخدای تر مینځ یوې رابطې ته وایي . په دې معنا چې هر څوک دین د خدای سره د اړیکو جوړولو وسیله وګڼي نه دا چې د قدرت سلطنت او پر خلګو د حاکمیت وسیله یې کړي.

په لمړی ځل برېتانوي لیکوال (جورج هالی اوک) د سیکولریزم کلمه په ۱۸۴۶ زیږدیز کال کې په خپله یوه لیکې کارولې وه، په هغه وخت کې دا کلمه د آزادۍ په معنا تعبیرېده

د سیکولریزم نظریه په دې باور ده چې مذهبي رهبران به په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې خپل نظرونه نه ښکاره کوي، او دایې باور دي چې مذهبي عقاید باید پر ټولنه په زور تحمیل نشي او د نه منلو په صورت کې باید هیڅوک هم مجازات نه شي. په سیکولر حکومتونو کې د ټولنې مهمې او هر اړخیزې پرېکړې باید ولسواک حکمتونه مقتدر مشران وکړي نه مذهبي مشران

په سیکولر دولتونو کې قضایي چارې د یو منل شوی اساسي قانون په په رڼا کې او مشروع محاکمو له خوا کیږي او د مجرمینو ته سزا د اساسي قانون په اساس کیږي. نن صبا په اسلامي نړۍ کې چې مذهب او دین د واک او حاکمیت وسیله کیږي او هم دې هدف ته د رسېدا لپاره د مسلمانانو د وینو ویالې بهیږي د سیکولریزم نظریې بې ساری پلویان موندلی دي چې ښه مثال یې د ترکې ټولواک مصطفی کمال اتاترک وه چې ترکیه یې د همدې نظریې پر بنسټ د سوریې او افغانستان له برخلیکه وساتل.

One thought on “د سیکولریزم نظریه| بصیر عاصم”
  1. که په دی باور او لری چه ټول سماوی ادیان د مخلوقاتو د خالق له لوری نازل شوی ، نو حتمی ده چه یقین ولری چه هغه (ج) د انسانانو د عبادی ، عقیدوی ، سیاسی ، اقتصادی او اخلاقی ټول اړخونه د خپل مخلوق لپاره په نازل شوی دین کی په نظر کی نیولی دی.
    بل داچی عیسویت د خپلو راهبانو او سیاسی واکدارنو له لوری په وخت او زمان سره تحریف شوی نو ځکه هغه مشکل چه تا ورته اشاره کړی رامنځ ته شو او هم د عیسویت څخه هغه ماهیت ختم شوی چه د مخلوقاتو ټول عبادی ، عقیدوی ، سیاسی ، اقتصادی او اخلاقی اړخونه ته اوس ځواب ووای، ولی اسلام یو مکمل دین دی او په دی باندی ټول مسلمان که هغه افراطی دی اوکه معتدل عقده لری، نود کامل په معنی ټول متفق دی چه دا دین د انسانانو د ژوند هراړخ ته په شمول د اقتصاد او ساست ځواب ویونکی دی، نو د مسلمان لپاره د بل مکتب ضرورت نشته ولی کیدای شی ڼور تحریف شوی او یا د انسان په لاس جوړشوی مذاهب او ادیان دا خلا ولری او نورو فکری مکاتبو ته ضرورت او ځای ولری.
    او که څوک د اسلام د دین په کامل والی او دهغه ذات څخه په نزول چه په هرڅه عالم دی عقدیه ونلری بیا نو بحث دکا فر او مسلمان ترمنځ دی چه هلته بیا نور موضوعات او دلایل دی چه باید بحث پری وشی او زه حاضر یم دداسی ورونو سره علمی او منطقی بحث وکړم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *