مطبوعاتي اعلامیه
کابل، د 1392 کال د سلواغې 12 مه
د افغانستان د مالیې وزارت ، د خپلواکو، معتبرو او مسلکي بنسټونو د موندنو پر اساس د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د خاص سرڅارونکي خپور شوی رپوټ چې د وزارتونو د ارزونې په نامه یې خپور کړی، په کلکه ردوي.
د نړۍوال بانک د ۲۰۱۲ کال رپوټ چې د افغانستان د عامه لګښتونو او حساب ورکونې په اړه یې خپور کړی د افغانستان د عامه لګښتونو سیستم تر ټولو لږپرمختللو هیوادونو او د مخ پر ودې هیوادنو غوره او د منځني عاید درلودونکو هیوادونه سره برابر بللی دی. همداراز د بودجې نړیوال مشارکت د افغانستان بودجه د سویلي اسیا په کچه دویم، د ټولې اسیا په کچه څلورم او د نړۍ په کچه شپږویشتم روڼ سیستم ارزولی دی.
د سیګار په ارزونو کې د امریکا په هغو مرستو کې چې د ملي بودجې برخه ګرزي د درغلیو، ناوړه استفادې او اتلاف یوه بیلګه هم ده ښکاره شوې. ښاغلی سوپکو، د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا خاص سرڅارونکی په پرله پسې توګه مطبوعاتو ته واقعیتونه په اپوټه ډول وړاندې کوي. کله چې د افغانستان د مالیې وزارت د هغه موندنې و ننګولې او ورته یې بلنه ورکړه چې په یوه ازاده مناظره کې له خپلو ادعاوو څخه دفاع وکړي نو هغه حتی ځواب ویلو ته هم حاضر نه شو. له همدې امله د مالیې وزارت، او په ټوله کې حکومت، د سیګار راپورونه جدي نه بولي او داسې انګیري چې دا راپورونه یوازی د هغه مقام له خوا د مطبوعاتو پر وړاندې د ځان غټ ښودلو یو هڅه ده.