ژباړه: شرف الدین عظیمی-

د واشنګتن پوهنتون څېړونکي وايي هغه څوک چې نیکوتین زیات اخلي (خوري، څښي یا څکوي)اروايي اختلال (ګډوډۍ) یې په وجود کې ډېرېږي او همدا اختلال یې مرګ ته ورکاږي.

د دوی په ویناسګرېټ څکوونکي نظر نورو خلکو ته زر ځان وژني او لامل یې په سګرټو کې شته کیمیاوي مواد دي.

پخوا هم څېړونو دا خبره کړې وه چې سګرټيان ځان وژني ته لېوالتیا یا میلان لري، خو په هغه وخت ځانوژنې ته د لېوالتیا اصلي علت اعتیاد یاد شوی و، خو اوس څېړنې ښيي چې په سګرېټو که شته نیکوتین د دې لامل کېږي چې اروايي اختلال ګړندی او شخص ځان وژنې ته اړ کړي.

یوې بلې څېړونکې ډلې هم د امریکا په متحدو ایالتونو کې په دې موضوع څېړنه کړې وه او د امریکا د هغو ایالتونو ځانوژنه یې کمه وښوده چې د سګرېټ اسعمال په کې کم دی، په ځانګړي ډول په هغو ځایونو کې چې سګرېټ څکول پکې منع دي او په هغو سیمو کې چې د امریکا دولت له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۴ کلونو د دحانیاتو مالیهډېره کړې وه او په عامه ځایونو کې یې د سګرېټ پر څکولو بندیز لګولی دی.

1په همدغو سیمو کې نظر نورې امریکا ته د ځانوژنې کچه په سلو کې ۱۵ راټیټه شوې ده. له هغه وروسته د امریکا د متحده ایالتونو د نیویارک، ایلینویز او کلیفورنیا د ښارونو په عامه ځایونو کې د سګرېټو څکول منع شول.

دا پایلې همدا راز د دې لامل شوې چې د امریکا دولت بېلابېلو سیاستونه غوره کړي د بېلګې په ډول مالیې لوړې کړي، په عامه ځایونو کې سګرېټ څکول منع کړي او وخت یې هم محدود کړي. اوس اوس امریکایان په دې فکر کوي چې نور څه وکړي چې د سګرټو په سر بندیزونه وضعه کړي څو د امریکایانو جسمی او اروايي روغتیا ته یې یو کار کړی وي.

د دې څېړنې د پایلو بشپړ راپور په (Nicotine & Tobacco Research) مجله کې خپور شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *