تاند- دا برقي موټر، چې هم په وچه او هم په اوبو کې ګرځي، د هغو سیمو لپاره ډېر واره داره دی چې سېلونه پکې زیات وي.

د جاپان (FOMM) کمپنۍ دا موټر د دې لپاره جوړ کړی چې په هر راز شرایطو کې په درد وخوري.

د دې کمپنۍ د چارواکو په وینا طبیعي پېښې کله کله وي خو په دې ارزي چې تل ورته پام وشي او له داسي وسایلو کار واخیستل شي چې خطر لږترلږه حد ته کموي.

څو کاله وړاندې په جاپان کې د څونامي له کبله په زرګونو موټرونه په داسي حال کې اوبو یووړول چې په ډېرو کې انسانان سپاره هم ول. که هغه مهال دا ډول موټرونه وای نو ممکن ډېر کسان یې له سېله ژغورلي وای.

دروازه یې په دې ډول پرانستل کېږي

1دا موټر د سېل په وخت تر بېړۍ هم خوندي دی ځکه چې د سېل لپاره جوړ شوی او اوبه یې نه شي ډوبولی.

دغه موټر، چې ۴ تنه پکې ځاییږي، دوه الیکتریکي انجنونه لري چې دواړه مخته دي.

دا موټر، چې د بیړنیو حالاتو لپاره جوړ شوی، په ساعت کې ۱۰۰ کیلومتره سرعت لري. شترینګ یې د موټرسایکل د هنډل یا لاستي په شان دی او دروازې یې د ځینو الماریو په شان خلاصېږي نه د عادي موټرونو په څېر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *