سیف الله هلمند

د سړې جګړې په دوران کې دناټو او وارسا له نظامي تړونونو پرته یو بل تړون چې د سړې جګړې د سیالۍ زېږنده و، دسېټو نظامي تړون و.

سېټو (SEATO)، چې د (South East Asia Treaty Organization) لنډون یا لنډه بڼه ده، د سهیل ختیځې اسیا د هېوادونو دفاعي تړون ورته ویل کېږي. دناټو او وارسا دتړونونو په څېر د سېټو تړون په یوه تېری په ټولو تېری بللی او لوري یې مکلف کول چې په ډله ییزه توګه ترې دفاع او ساتنه وکړي. دتړون هغه وخت چې امریکا د ویتنام د جګړې لپاره تیاری نیوه، په ۱۹۵۴م کال کې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان فوستر د الس په ابتکار او نوښت راجوړ کړل شو، چې امریکا، اسټرالیا، انګلستان، فرانسه، نوی زیلاند، پاکستان، فیلیپین او تایلینډ په کې غړیتوب درلود او مرکز یې د تایلینډ د بنکاک ښار و، که څه هم دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دالس موخه له یاد تړون څخه دویتنام دجګړې لپاره ډلیز ملاتړ لاسته رواړل او داسیا په ختیځ کې دکمونیزم مخنیوی و، خو هر هېواد دځانګړې انګېزې له مخې د تړون غړیتوب ترلاسه کړی و.

د امریکا بنسټیزه موخه لکه پورته مو یادونه وکړه. کمونيزم په مقابل کې دیوې نظامي اتحادیې رامنځته کول و. انګلستان بیا غوښتل چې دسېټو له طریقه له چریکې ډلو سره مبارزه وکړي، پاکستان په دې فکر دسېټو غړیتوب منلی و چې له هندوستان سره مقابلې لپاره به دسېټو مرسته ترلاسه کړي، فیلیپین له کوم هیواد سره ښکاره شخړه نه درلوده، چې د سېټو تړون ملاتړ یې له ځان سره لرلی، ولې په راتلونکې کې د خپلې نظامي او اقتصادي پياوړتیا خوبونه یې لیدل او په همدې موخه تړون ته رادننه شوی وو، اسټرالیا او نوی زیلاند بیا د اسیا په سهیل ختیځ کې د ډ‌لیز امنیت له کلکو پلویانو څخه ګڼل کېده، فرانسه چې د هند او چین څخه دوتلو په حال کې وو، غوښتل یې چې په راتلونکې کې دتړون له لارې خبلې ګټې خوندې کړي، ولې په ټوله کې د سېټو د راجوړیدو موخه هماغه و، چې پورته مو یادونه ترې وکړه.

همدا سبب وو چې دویتنام دجګړې په لړ کې فرانسې، انګلستان او پاکستان یوازې دا نه چې دجګړې ډګر ته یې د پوځونو استولو څخه ډډه وکړه، بلکې په کراتو کراتو یې د امریکا دا عمل غندلی او نیوکې یې پرې کړيدي، لنډه داچې دتړون په دننه کې د یووالي نه شتون و، چې د سېټو ورځې او شپې یې رالنډې کړې او په ۱۹۷۷ م کال کې په رسمي ډول منحل او ړنګ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *