دا خبرونه بیا بیا تازه کېږي او نور خبرونه پرې زیاتېږي

ګلاب منکل رسماً د ننګرهار والي وټاکل شو. له تېرې یوې اوونۍ راهیسي د ننګرهار د والي په توګه د کلاب منګل د ټاکنې اوازې خپرې وې خو نن رسماً تایید شوه چې د قبایلو او سرحدونو وزیر کلاب منګل د ننګهرا والي وټاکل شو.

ښاغلی منګل ډېر کلونه د هلمند والي و.


= اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له پاچا سره په کتنه کې وویل چې افغانستان په یمن کې د سعودي عربستان د دریځ مللاتړ کوي.


= د کندوز والي اسد الله عمرخېل وايي، د کندوز د سقوط د خطر په باب یې مخکې تر مخکې ارګ او د ملي امنیت شورا ته خبر ورکړی و.

خو ارګ وايي چې کندوز ته د تهدید په باب هیڅ راز راپور مخکې تر مخکې نه و ورکړای شوی.


= د پاکستان د استخباراتي بیرو (FB) رييس نن د خپل هیواد مشرانو جرګې ته وویل چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې په پاکستان کې د تروریزم ملاتړ کوي. دا هغه تور دی چې له کلونو راهیسي یې افغانستان پر پاکستان پوري کوي.


= د جنرال عبدالرشید دوستم سلګونو پلویانو نن /سې شنبه/ په جوزجان ولایت کې وسلې په لاس کې واخیستې او د مرستیال ولسمشر ملاتړ یې اعلان کړ.

تفصیل وروسته وړاندې کېږي


= روسیه وايي، یوه نوې راډیو الکترونیک وسله یې جوړه کړې چې الوتکې، ډرونونه (بې پېلوټه الوتکې)، د توغندو سروکي او توغندي د چاودېدونکو موادو له کارولو پرته د فریکوینسۍ د خپرولو په وسیله له کاره غورځولی شي.

روسیه وايي چې دا مایکرو وېف توپ یا راډیوالیکترونیک یې ازمویلی او نتیجه یې بریالۍ وه.


= څېړونکي وايي، په راتلونکي وخت کې به د کاغذ هومره نري تلویزیونونه جوړ کړي.

انډیپندنټ ورځپاڼې نن ولیکل چې ساینسپوهانو دا ډول سکرینونه جوړ او تجربه کړي دي.


= د کویت حکومت نن اعلان وکړ چې له ننو ټکنالوژۍ څخه استفادې په دغه هیواد کې د انترنیټ محصول نیمايي ته راټیټ کړ. ننو ټکنالوژۍ په نړۍ کې لوی انقلاب راوستی دی.


= د پاکستان د هوايي ځواک یوه میراژ جټ جنګي الوتکه نن سهار د کراچۍ ښار ته نژدې ولوېده او دوه پېلوټان یې ووژل شول.


= د ملي امنیت ریاست وايي، په کاپیسا ولایت کې یې د طالبانو یو سلاکوټ کشف کړی دی.

د دغه ریاست د خبرپاڼې پر اساس په نیول شویو وسلو کېې راز راز بمونه، لاسي بمونه، ماشینګڼې او په زرګونو مرمۍ شاملې دي.


= د افغانستان دفاع وزارت نن په څو جلا خبرپاڼو کې ادعا وکړه چې په کندوز، فراه، اروزګان او غزني ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو ۱۴۶ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه وزارت په ادعا په غزني کې ۲۹ طالبان وژل شوي او د ترینکوټ په شاوخوا کې د افغان هوايي ځواک په بمباریو کې ۷۵ تنه طالبان وژل شوي دي.


= د ملي امنیت ریاست وايي، په کاپیسا ولایت کې یې د طالبانو یو سلاکوټ کشف کړی دی.

د دغه ریاست د خبرپاڼې پر اساس په نیول شویو وسلو کېې راز راز بمونه، لاسي بمونه، ماشینګڼې او په زرګونو مرمۍ شاملې دي.


= د عبدالله عبدالله یوه سلاکار وویل چې سعودي عربستان له طالبانو سره خورا نژدې اړیکې لري او دا هیواد د طالبانو لوی مالي او معنوي ملاتړی دی.

فارس نیور ایراني خبري اژانس وايي چې د اجرايي رييس سلاکار سید فاضل سانچارکي دا خبره له سعودي عربستان څخه په ټېلفوني مرکه کې ورته وکړه. پر سعودي عربستان دا تور په داسي حال کې چې اجرايي رييس په سعودي عربستان کې دی، د سعودي او افغانستان پر اړیکو منفي اغېز لرلی شي.


= رشیه ټوډې راډیو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله وویل چې د امریکا او پاکستان دوه مخې لوبه په افغانستان کې د سولې خنډ ده.

د دې راډیو د راپور پر اساس، حامد کرزي وویل، سوله د افغانستان د کشالې یوازینۍ حللار ده خو امریکا او پاکستان دوه مخې لوبه پیل کړې او په دې توګه د سولې مخه نیسي.


= د هرات د ولایتي شورا یو غړی د برمته ګرۍ په تور په اعدام محکوم شو.

حاجي عسکر د یرغمل نیونې او د محمد شاه ایماق په نوم د یوه تن د وژلو په جرم د هرات د ښاري محکمې له لوري په اعدام محکوم شو.


= د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک عمومي قوماندان نن وویل، کره استخباراتی معلومات یې ترلاسه کړي چې سعودي عربستان په ایران کې د یوې دسیسې پلان جوړ کړی دی.

بریدجنرال محمد علي جعفري وویل چې سعودي عربستان د ایران په شمول په شیعه هیوادونو کې د اسراییلو په همکارۍ ورانکاري پلانونه لري.

ایران له سعودي سره سیاسي او مذهبي اختلاف لري.


= د کابل ښار په تایمني واټ کې نن چاودنه وشوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې د اجرايي رييس د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د یوه سلاکار موټر په نښه شوی او درې تنه ژوبل شوي دي.

د انجنیر محمد خان سلاکار ډاکتر موسي خاورین په ټپیانو کې شامل دی. د افغانستان له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې د موافقې له لاسلیکه وروسته طالبانو د دغه ګوند پر غړیو بریدونه زیات کړي دي.


= د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن نایف بن عبدالعزیز پرون /دوشنبه/ د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.

ښاغلی عبدالله پرون ماښام ریاض ته په درې ورځیني سفر ورسېد.


= ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د حکومت او طالبانو د سرچینو په قول وايي چې د دواړو خواوو استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پټې خبرې پیل کړي دي.

ورځپاڼه وايي چې په دغو خبرو کې، چې په ۲۰۱۳ م کال کې د پاکستان د مري ښارګي له خبرو وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو لومړنۍ مخامخ غونډه ده، د امریکا د حکومت استازی هم حضور لري.

(تفصیل)


= په هرات کې د کلیوالي صنعتونو درې ورځینی نندارتون نن /سې شنبه/ پای ته رسېږي.

د دې نندارتون، چې د یکشنبې په ورځ پرانستل شو، په درو ورځو کې له خوراکي موادو رانیولې تر لاسي صنعتونو پوري راز راز شیان په ۵۰ غُرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.


= د برېښنا شرکت د پوروړو په لیست کې د نورین تلویزیون هم د زورواکانو ترڅنګ یاد شوی او ویل شوي چې دغه تلویزیون د افغانستان د برېښنا شرکت د څه باندې ۳ ملیون افغانیو پوروړی دی او لا هم حاضر نه دی چې د مصرف کړې برېښنا محصول ورکړي.


= لانګ وار ژورنال (خپرونې) په هلمند کې د تېرې اوونۍ د خونړۍ پېښې په اړه په یوه مفصل راپور کې ویلي چې طالبانو لشکرګاه ته نژدې د بشران په سیمه کې له دې سره سره پر محاصره شویو افغان ځواکونو حمله وکړه چې دې ډلې ورسره موافقه کړې وه چې وسلې به پرېږدي او دوی ته به خوندي لار ورکوي.

لانګ وار د طالبانو په قول وايي چې دوی پر بې وسلې امنیتي ځواکونو، چې شمېر یې  ۳۰۰ تنه و، په حملې کې ۶۹ تنه ووژل، ۳۳ تنه ژوبل کړل او ۱۲۵ نور ونیول. وروسته یو شمېر ټپیان هم مړه شول او د تلفاتو شمېر تر ۱۰۰ واوښت.


= د عراق د موصل د پراخو عملیاتو له پیلېدو وروسته ملګري ملتونه وايي چې په دې ښار کې د لکونو ملکیانو د ژوند په اړه ژوره اندېښنه لري.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د موصل د خلاصون د عملیاتو په نتیجه کې به شاوخوا یولک تنه له دې ښاره نورو سیمو ته وتښتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *