استاد ګل پاچا الفت د درېیمې دورې مفکر او مبتکر لیکوال، شاعر، ژونالیست، ادبپوه، ژبپوه دی او د ادبي تیورۍ د برخې سرلاری دی.
د محتوا، منځپانګې او معنا له مخې د استاد الفت تخلیقات هر ډول مضامین لري، چې ستاینې یې خاص ارزښت لري.
د ستاینو تاریخچه له لرغونې دورې پیلیږي او په دویمې او درېیمې دورې کې هم ډېر داسې شاعران لرو، چې ډېر په هنریت او شعریت برابرې ستاینې یې ویلي دي.
د استاد الفت د ستاینو په نظر کې نیولو سره مې وغوښتل چې د دې ستاینې راټولې کړم، چې دا دی د الله تعالی په فضل مې خپل کار بشپړ او دانش خپرندویي ټولنې چاپ کړ.
د کتاب په پیل کې د سریزې تر سرلیک لاندې د ستاینو پر تاریخچې مې ۲۰ صفحې لیکلي دي اوورپسې مې د استاد ځینې ستاینې تحلیل کړي دي، په درېیمې برخې کې د استاد ستاینو ته ځای ورکړل شوی دی.