یونس تنویر

په شاعري کې ترټولو لویه خبره دجوهر ده. د دې جوهر لاسته راوړل په اسانۍ سره نه پیژندل کیږي. هغه چې وایي شاعري بل شی دی. دغه د بل شي کلمه یو څه ستونزمنه او پټه ده. دې خبرې په ادب کې یو وجد رازیږولی دی. له همدې امله د شاعرۍ په مفروضي مانا کې د اسرارو موندل دي د دې اسرارو تعریف چیرې هم نه شي کیدلی. دا یوه پارېدنه او هیجان دی. هغه چې د ادراک واک نه لري نو ممکن د تخیل له جوهره بې برخې شي. څوک چې د تخیل قوه نه لري نو د شاعرۍ له نعمت دې لاسونه پریمنځي.

شاعري څه ده؟ ددې پوښتنې ځواب ممکن یوه حادثه وي، کله چې هنرمند دلفظ او مانا په جګړه کې وسوځي نو پوهیږي چې شاعري څه ده. هغه بیا دانه وایې چې شاعري څه ده؟

عربو ناقدانو به ویل:( دشاعر وظیفه دهغواړیکو څرکندول دي چې دوجود غړي او ظواهر یې سره لري….نو شاعر باید لرې لید ولري؛ څو دژوند هغه مانا چې هرڅوک پرې پوهيږي او هغه مفهوم چې څوک نه پرې پوهیږي

توپیرورکړي.) (نوی عربي شعر:ژباړن: اجمل پسرلی)

شاعري یو داسې حقیقت دی چې بیلا بیلې اړیکې لري. بیلا بیل انځورونه لري. انسانان که په شاعري پوه شي ، نود ډیرو اسرارو څخه به خبر شي چې فلسفې لاتر اوسه دتفسیر اوتحلیل په مټ نه ده راڅرګنده کړې.

د شاعرۍ نه د افلاتون منګریدل یوازې ناپوهي وه. هغه دفلسفې په استدلالونو باندې پوه و؛ مګرد شاعرانه فلسفې استدلال یې په دې وجه نقل ګاڼه چې دتخیل په اصل نه و پوه.

په فلسفه کې عاطفه مهمه نه ده؛ بلکې عقل دی. مګرد شاعري له اساسي بنسټونونه یوه هم احساس او عاطفه ده. مخا ییل نعمیه به په خپلو اشعاروکې ویل: که عقل لوړ شي نو خیال زیږوي.

افلاتون ویل: جذبه دانسان ذهن سوځوي.ایا جذبه داسې یو اور دي چې ذهن دې وسوځوي؟ نه بلکې داسې یو جوش دي چې عقل له جمودي ښکیلاکه را وباسي. جذبه داسې شی نه دی چې ځان ته اور ورکړه. بلکې یولټون دی، یو مسلسل سفر دی چې جمودي تمیلات نه لري. جذبه هڅه ده، مینه ده، جنون دی.توکل دی.

د توکلت علی الله وینا یوه ده
د خوشال دزمانې سره ساز نشته
حضرت خوشال بابا

انسانان ممکن په شاعرۍ تنقید وکړي. خو د شاعرۍ په مفهوم به هیڅ وخت پوی نه شي. شاعري د معروضیت اصل نه دی. بلکې د حکمت سرچینه ده. په یوه حدیث شریف کې راځي چې په بیان کې جادو وي، مګر په جادو کې بیان نه وي.

همدغه جادوګر بیان د زړونو ژبه ده او د زړونو ژبه پاکه او سوتره وي. چې شاعر یوازې له زړه نه خبرې را وباسي. څه شی چې محسوس او درک کړي او یا یې مشاهده او تجروبه کړې وي. نه یې پټوي. خوشال یې ژوندی مثال بللی شو.

میخایل په غربال کې دشعر د لیکلو علتونه څلور ګڼي.
۱: دې ته اړ یو چې نفسیاتي علتونه مو روښانه شي.
۲: د نفس او هغو شیانو پوهیدو ته اړتیا لروچې په نړۍ کې شته.
۳: په هرځه کې د ښایست احساسولوته ضرورت لرو.
۴: موسیقي غواړو.

په پورتنیو علتونوکې د افلاتون په دغه تیوري ښه تنقید کیدای شي چې شاعري يې د حقیقت تقلید نه؛ بلکې د نقل څخه نقل یې ګڼله.

موږ یوازې ولې دا دلیل راوړو چې که شاعري ښه وای نو افلاتون به نه ردوله؟ افلاتون خو تعقل پال دی. حال دا چې د شاعرۍ حقیقت د کاروان له دې بیته ښه څرګندیدای شي.

مرغان دې راشي زموږلپو کې د ځالې وګړي
غرمو نښتر نه لري کلی مو چينار نه لري
پیرمحمد کاروان

ایا پورتنی شعر یو روښانه حقیقت نه دي؟ دا خبره بې ځایه ده چې شاعر له عقل څخه کار نه اخلي. شاعرهیڅ وخت د عقل له پیرزوینې بې برخې نه دی.

مرغه ته په لپو کې ځای ورکول،په غرونو کې دنښتر نه شتون،او په کلي کې دچينار نه پاتې کیدل داکوم حالت دي؟

نوسړی فطرتا په دې پوهیږي چې د جنګ ځپلي هیواد تصویر دی. په افغانستان باندې د روس ښکیلاک او د کورنیو جنګونو اړو دوړو یو اصلي تصویر دی. نو اوس په دې کې ځیرکي او ممیزه ځواک نشته؟ بلکې د دې دواړو ستر لاس دی. عقل یوازې دا نه دی چې پوښتنې دې وکړي. کله یې چې پوښتنې حل شي نو باور پیدا کوي. معید رشید وایي: ادراک په باور بدلیږي. په باور او خیال کې ټکر نشته. انسان له تخیلاتو څخه خلاصی نه لري. ژبه د تخیل د احضار او اظهار وسیله ده.

شاعري له وخته مخکې خپله تجروبه درښکاره کوي. مګر بیان یې منطقي نه وي دا د منطق کار دی.خو معید په خبره چې (خیال یو اساسي حقیقت دی.) خو په بل ډول یې در ښکاره کوي.

د شاعرۍ حقیقت او جوهر وعظ نه دی. چې شاعر دې د ښه او بدو پرتلنه وکړي. شاعر ته په کار ده چې د ټولننې ننني تجروبې چې له اسراره ډکه ده، راڅرګندې کړي.او بیا غزل خو د دې نه نور هم زیات ندرت لري.

شاعري دا نه ده:( چې نثر نه وي هغه شاعري ده) شاعري بل شی دی .د شاعري د هنر پیژندنه هله کیدای شي چې د حسن په نبض باندې پوی شو. نو هر موزون کلام شعر نه شو ګڼلای.او دلته خو موږ په غزل خبره کوو، نو د غزل تړل په قافیه، بحر باندې وي، ایا د غزل موقف ته خو به زیان نه وي متوجې؟ نه خبره د جوهر ده. خبر د غزل ویل دي.

شبلي دشعرد ماهیت په اړه دحسان بن ثابت (رض) د زوی پیښه راخستې (یوه ورځ دحسان بن ثابت کوچنی زوی مچۍ چیچلی و،پلار ته په ژړا راغی ، ویې ویل چې زه یو ځناور وچیچلم.حسان ترې دځناور نوم وپوښت.زوی یې نوم نه پیژانده. حسان بیا ترې دڅهرې پوښتنه وکړه. زوی يې په ځواب کې وویل :(کانه ملتف ببردی خیره)یانې داسې ښکاریده لکه: په کرښنوڅادرونو کې یې چې پېچلی وي. د مچۍ یا غومبسې په وزرونو کې رنګینې لیکې ښکاري؛ نو ځکه یې د کرښین څادر تشبیه ورکړې. حسان سمدلاسه په ځای کې پورته وغورځیده او دومره خوښ شو،چې له ډیرې خوښۍ نه یې وویل :(والله صارا ابنی الشاعر)یانې په خدای سوګند دی چې زما زوی شاعر شو.(استعاره، تخیل اوتخلیق) ژباړه: ممتاز
حالي د شاعر کیدو لپاره درې شرطونه وضع کړي دي:

۱: تخیل دکایناتو
۲: دطبعیت مطالعه
۳: دالفاظوتفحص

زه د قافیه وال شعر مخالفت نه کوم. حالي او شبلي دواړو د ماهیت په ندرت خبره کړې ده. زه خو غزل د ټولې شاعرۍ سرتاج کڼم. زما موخه دغزل په ماهیت او د شعر اصلیت او حقیقت دی. د شعر موزنیت او د شعر ویل موسیقي ده.او پورته مو د شعر لیکلو څلورم علت موسیقي ښودلې ده.

د معید رشید په وینا:(که چیرې نثري نظم له تخنکي لوازمو ازاد کړی شي، نو بیا شعریت او ښکلا تمه عبث ده، مستقیمآ شعري مقاله ولیکئ.

په نثري اقتباساتو کې خو شعریت موندل کیږي، خو شاعري بیا په اقتباس باندې نه کیږي. ځکه چې شاعري په مسرو کې وي او دا د شعر ویلو عمومي اصول دي.)

دا په دې مانا نه ده چې په شاعرۍ کې دې بهر، ونه نه وي. که څو ک ښه غزل لیکي نو همدغه د شاعرۍ تخنیکي لوازم دي او کارول یې د شعري جوهر لپاره اړین دی.

زموږ مراد دا نه دي چې په تخلیقي کړنه کې دې یو چوکاټ وي او موږ دې هم،هغه په نظر کې ونیسو.

زموږ اصله خبره د شاعر د ادراک تجروبه ده.چې تخلیق هنر ترې را ولاړیږي.همدا د هنرمن دنده ده.

د دې تجروبې د اظهار لپاره که د بلاغي علومومرسته نه وای موږ به هیڅ وخت د شعر په نوم څه نه پیژندل. که خیال انځوروو، که فکر ترسیموو،که انځور کاږو، که عاطفه ښکاره کوواو یا ….. د دې ټولو لپاره بلاغي علوم ضرور دي.

خبره مې مفروضي کړنه نه ده چې لومړی دې کالب جوړ کړو او بیا دې شاعري پکې وپنځوو.اونه خو تل مفروضه په هر ځای کې دی منلو وړ وي. دا چې څو ک شاعري وي دا اصول په غیرې شعوري توګه په کې راولي. یانې شعر هغه وخت شعر کیدای شي چې ماهیت یې په هنري اصولو برابر وي او د تخنیکي لوازمو رعایت ولري .

ماخخونه:

۱: نوی عربي شعر، پسرلی، اجمل، مومند خپروندویه ټولنه، جلال اباد۲۰۱۲.
۲: استعاره، تخیل او تخلیق، معید رشید، ژباړن، ممتاز،عبدالجمیل،ketabton.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *